Sep 10, 2012

دکانونو رياست ودانۍګتې اخستنې ته وسپارل شو

خپله تبصره لیکی
اتل
دپرانیستې په دغو مراسمو کې دولایت والي محمد حلیم فدایي سربېره د ولایتي شورا غړو قومي مشرانو او د  دولتي ادارو یو شمېر ریسانو برخه اخیستې وه.
ښاغلي والي جوړې شوې غونډې ته وویل(( په ولایت کې دولتي تاسیساتو، زیربناوو او د دولتي مامورینو ظرفیتونو لوړول زموږ لومړیتوبونو څخه  دي، پدې او دې ته ورته ودانیو کې دناستو مامورینو ظرفیت باید دومره لوړ شي لکه ډاکتر چې دمرض تشخیص او علاج کوي دوۍ باید دولسي ستونزو دحل لپاره د ډاکتر رول ولوبوي او خلکو ته موثر او پر وخت خدمتونه وړاندې کړي.
د ولایتي شورا غړي محمدحضرت جانان بیا په خپلو خبروکې په دغه نو تاسیسه ولایت کې  دبیارغاونې او نوروبرخو کې ترسره شوې کارونه وستایل او زیاته کړه چې اوس موږ(۹۰) سلنه زیاتې دولتي نوې جوړې شوې ودانۍ لرو.
دکانونو رییس انجینر فضل الباري په ویناء چې دغه ودانۍ په درې جریبه ځمکه کې  چې ۱۲ کاري خونې،دغونډو تالار،میلمستون،پخلنځي، احاطوي دیوال، دګرمولو او یخولو معاصر سیستمونه او نورې ټولې اسانتیاوي لري، چې دحکومت دبودجې څخه دڅه باندې لس میلیونو افغانیو په لګښت دامیر رهیاب ساختماني شرکت لخوا په شپږو میاشتو کې جوړه چې له امله به دیاد ریاست ستونزې حل  شي.
دیادونې وړ ده چې ددې دمخه یاد ریاست په یو کرایي کور کې اوسیدل.

خپله تبصره لیکی

تبصرې