Sep 10, 2012

میدان وردګ: پنځه تنه ملکي کسان طالبانو وژلي دي

خپله تبصره لیکی
اتل
چارواکي وايي، چې وسلوالو د ميدان وردګو ولايت د مرکز ميدان ښار په يوه اړونده سيمه ملاخېلو کې پنځه تنه له موټر څخه ښکته او بيا يې ووژل .
د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد وويل ، چې دغه کسان نن د (وږي په ١٩مه ) وسلوالو طالبانو سهار مهال د ميدان ښار اړوند د ملاخېلو په سيمه کې له سراچه موټر څخه ښکته کړل او بيا يې په ډزو ووژل.
ده زياته کړه، چې دغه کسان يې تر وژلو وروسته د کوټ عشيرو په سيمه کې اچولي وو، چې بيا يې په اړه د سيمې خلکو امنيتي ځواکونو ته خبر ورکړ.
د هغه په وينا، وژل شوي کسان، چې له ٢٥ تر ٣٥ کاله پورې عمرونه لري، عام وګړي دي او له چا سره يې تړاو نه درلود.
شاهد ادعا وکړه، چې دغه کسان په وسلوالو طالبانو پورې اړوند د قوماندان نعمت الله وسلوالو وژلي دي، خو تراوسه پورې وسلوالو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
وسلوالو طالبانو ددې پېښې په اړه رسنیوو ته څه ندي ويلي

خپله تبصره لیکی

تبصرې