Sep 10, 2012

د وردګو له ټوپ نه تر ششګلې پورې

خپله تبصره لیکی

د وروسته پاتو او پرمختللو هيوادونو ترمنځ يو تر ټولو جوت توپير دا دی چې ویښ ملتونه، په بحران کې هم د فرصتونو په لټه کې وي، خو زموږ په شان ټولنو کې د ناسمو سياستونو او برداشتونو له امله فرصتونه په بحرانونو بدليږي. جګړه د ټولو بحرانونو عمده علت ګڼل کېږي، که څه هم جګړه به يو شمېر خلکو ته ګټه رسوي، خو په ټولنه کې یې له منفي اغېزو سترګې نشي پټېدلی .
که دخلکو په رواني، اقصادي ، کلتوري او ټولنیز وحالتونو د جګړو اثرات وڅیړل شي ، په جګړه کې ښکیلې ډلې به په دې باوري شي چې جګړه له تباهۍ پرته هیڅ پایله نلري .هغه ډلې چې جګړه ورباندې تپل شوې وي هغوی هم د جګړې په ناوړو اغیزو اعتراف کوي خو که خپله ټولنه د ځان وګڼي کیدای شي له جګړې لاس واخلي .

د میدان وردګو ولایت یو له هغو ولایتونو دی، چې د هیواد په کچه تر سرې کرښې لاندې ولایتونو په کتار کې راځي .په ۱۳۹۰ کال کې د وسله والو مخالفینو د فعالیتونو د پراخېدو، دامنیتي ځواکونو دکمزوریو او سیمه ییزې ادارې د نه وړتیا له امله میدان وردګ د ترټولو ناامنه ولایتونو په سرکې ځای وموند . دا ناامني ددې لامل شوه، چې ددې ولایت یو شمیر سیمې په اقتصادي لحاظ متضررې کړي. 

دکابل ـــ کندهار لویه لاره چې دمیدان وردګو له ولایت نه تیریږي ، دسیمې دخلکو په اقتصاد کې مهم رول لري .د دې ترڅنګ د نوموړي ولایت خلک په دې توانېدلي ،چې دکرنې اوبڼوالۍ له لارې هم دپام وړ کرنیز محصولات تر لاسه کړي ملي او نړیوالو بازارونو ته یې ولیږي ، په ځانګړې توګه مڼې او زردالو د دې وړ دي ،چې بهرنیو بازارونو ته یې لار موندلې .

دیاد ولایت د اوبو لګولو سیستم چې تیر څه د پاسه دیرش کلن ناورین ټکنی کړی وو، په وروستیو کلونو کې د خلکو په مټ بیا ورغول شو . له زده کړو او تعلیم سره د دې ولایت دخلکومینه دوی د د ې جوګه کړل ، چې یوزیات شمیر ځوانان یې د هیواد پوهنتونو او د لوړو زده کړو موسساتو لاره پیداکړي . دمیدان وردګو ځوانان د لوړو زده کړو او کاري ظرفیتونو په لرلو سره په دې وتوانېدل ،چې له یوې خوا هېواد ته دخدمت په لاره کې سر لاري اوسي او له بلې خوا په خپل ژوندانه کې دپام وړ بدلون راولي . 

جګړې ددې ولایت بیلابیل اقتصادي بنسټونه زیانمن کړي خو ما په دې لیکنه کې په هغو اقتصادي زیانونو رڼا اچولې، چې په تیروڅوکلونو کې د جګړې او ناامنۍ له وجې په دې ولایت کې د کرنې او سوداګرۍ په برخه کې خلکو ته اوښتي دي .

زه په ټول ولایت ځکه نه غږیږم چې د ټول ولایت په کچه ستونزې تر حده زیاتې دي خو له ټوپ نه تر ششګلې پورې سیمې په اقتصادي حالت، کرنې او بڼوالۍ او همدارنګه د جګړې او دمحلي چارواکو دنه پاملرنې له لامله اوښتو زیانونوپه اړه مې یوه لنډه څېړنه کړې .

څه موده مخکې مې غزني ولایت ته یو شخصي سفر درلود. سره له دې چې د لارې د ناامنیو په اړه دوستانو راته ویلي وو، خو بیا هم اړ وم چې لاړ شم ، باور مې نه درلود،چې نا امني به تر دې حده رسېدلې وي ، خو په خپلو سترګو له لیدلي حالت نه راته  د خلکو پر ژوند باندې دجګړې ناوړه اغېزې جوتې شوې . 

کله چې د میدان ښار له تورو تیږو( شیریندل دوکان ) نه ور تیریږې نو ورو ورو احساسوې ، چې د جګړې په لومړۍ کرښه ور اوړې ځکه له ورایه د جګړې نښې نښانې تر سترګو کیږي .فکر به کوې، چې نور دې سر او ځان خوندي نه دي ، څومره چې وړاندې ځې حالت به دې بد تر سترګو کیږي خو د ټوپ له دښتې نه وروسته به په یقین سره ووایې، چې دلته د حکومت حاکمیت نشته او یوازې دخپلسرو وسله والو راج چلیږي او مظلوم ولس یرغمل دی .

په دې لیکنه کې له ټوپ نه تر ششګلې پورې سیمې باندې د جنګ جګړو اغېزې او د خلکو په اقتصادیې منفي اغیزې څېړل شوي دي.له ټوپ نه تر ششګلې پورې سیمه د سید اباد ولسوالۍ پورې اړونده ده چې د ۱۷۷۵۷۸ یوسل او اوه اویا زره پنځه سوه اته اویا تنو وګړو په لرلو سره د میدان وردګو ولایت تر ټولو ستر ه ولسوالۍ ده او زیاته ځمکه یې دکرنې وړ ده.

دغه ولسوالۍ چې تقریبا ټولې سیمې یې د کابل ــــ کندهار په لویه لاره پرتې دي ، د سیمې یو شمیر خلکو د سړک غاړه د خپل کار وبار ځای ګرځولی او دسړک پر غاړه یې دوکانونه ، د تیلو ټانکونه او هوټلونه جوړ کړي دي . دې چارو که له یوې خوا پرلویه لاره تلونکو مسافروته اسانتیاوې برابرې کړي له بلې خوایې خلکو ته دکار اوزیار زمینه هم مساعده کړې .د سیمې یوزیات شمیرخلک په خپلو ځمکو او باغونو کې هم بوخت دي اوله دې لارې د ژوندانه اړتیاوې پوره کوي .خو له بده مرغه چې اوس دغه سیمې د جګړو تر سخت تهدید لاندې دي ، بزګر، دوکاندار، هوټلي ، مزدور کار ، مستري او نور ټول کسبه کار بې روزګاره شوي . په سیمه کې متواترو جګړو د خلکو اقتصادي حالت په ټپه درولی ټولې هغه اقتصادي منابع چې د د وی اړتیاوې یې برابرولې بندې شوي. یوشمیر خلک مجبوره شوي چې سیمه پریږدي.

د سیداباد ولسوالي چې په مجموعي ډول ۱۴۳۵۲ څوارلس زره درې سوه دوه پنځوس هکتاره کرنیزه (اوبه خوره او للمي) ځمکه لري اوس يې تخمیناً ۲۵۰۰ دوه زره پنځه سوه هکتاره ځمکه د جګړې تر تهدید لاندې ده چې په هغه کې ۱۵۰۰ هکتاره اوبه خوره او باغونه دي او همدا ډول ۱۰۰۰ هکتاره للمي ځمکه ده . ما یوازې هغه ځمکې په نظر کې نیولي چې د سړک شا او خوا په۳ درې کیلو مترۍ کې د جګړې له امله شاړې پرتې دي.

که ۲۵۰۰ هکتاره ځمکه په جریب واړوو نو ۱۲۵۰۰ جریبه ځمکه کیږي او که دا ځمکه په بزګرانو وویشو نو پایله به یې داسې په لاس راشي :

په ۱۲۵۰۰ جریبه ځمکه کې ۲۵۰۰ جریبه ځمکه یې باغونه دي او د خدای بښلي ډاکټر عبدالوکیل خان په وینا چې د هر جریب باغ لپاره یو کس باغوان یا بزګر په کار دی په دې سره په بڼوالۍ کې زموږ ۲۵۰۰ تنه باغداران بیکاره شوي او بل لورته د زراعت د متخصصینو په وینا چې هر کس کولای شي له ۵ نه تر ۷ جریبه ځمکه کاله کړي خو په اوسط ډول د یو بزګر په حساب ۶ جریبه ځمکه رسیږي او که ۱۰۰۰۰ لس زره جریبه ځمکه پرې ووېشو نو ۱۶۶۶ تنه بزګران ورته په کار دي او اوس دغه شمیر کسان وزګار دي .


همدارنګه هر جریب اوبه خوره ځمکه په یو کال کې په منځني ډول ۱۱۰ منه غنم حاصل ورکوي ، للمي ځمکه په منځنۍ توګه ۳۰ منه غنم او هر جریب باغ ۸ خرواره یا ۶۴۰ منه دمیوو حاصل ورکوي.

د ځمکو عواید او دکارکوونکو میاشتني مزد
ځمکه جریب د بڼوالو تعداد دبزګرانو تعداد دیوکال حاصل ۷ کیلو،يومن دیوې میاشتې مزد د یو ه من قیمت 
باغونه 2500 2500 . 1600000 9000 100 اوبه خوره 5000 . 833 550000 9000 90 للمي 5000 . 833 150000 9000 90 مجموعه 12500 2500 1666 1600000 میوه 1666×9000×
9= 160000000
افغانۍ 
70000
غنم 134946000افغانۍ 63000000افغانۍ 
د یو کال ټول عواید کیږي : 134946000 × 63000000 = 197946000 
بل لور ته لکه چې مخکې مې هم یادونه کړې چې د لویې لارې په اوږدو کې ددې سیمې کسبګرو او متشبثینو هم د حلال رزق د ګټلو په موخه په ځینو برخو کې په ځینو کارونو لاس پوری کړی وو، چې په هغو کې هوټلیان ،دوکانداران ، د تیلو د پمپونو خاوندان ، مستریان او نور کسبه کاران دي چې د ورځې په اوږدو کې په بیلابیلو چارو بوخت وو او له دې لارې یې دخپل ورځني ژونداړتیاوې سمبالولې خو اوس د ټولو چارې په ټپه ولاړې دي .

ما چې له کومو منابعو معلومات تر لاسه کړي او تر یو ځایه مې په خپلو سترګو هم لیدلي له ټوپ نه تر ششګلې پورې نږدي شل ۲۰ د تیلو پمپونه یا پمپ ستیشنونه جوړ شوي وو چې د اټکل له مخې په هر یو پمپ کې ۱۳ تنو ته د کار زمینه برابره وه اودهر ټانګ تر څنګ هوټل هم جوړ شوی وو چې په هر هوټل کې هم په اوسط ډول ۱۱ تنو کار کولو همدا ډول یې خواته یوتن پنچرمین ، دوه تنه د موټر ومستريان ، یو تن دموټر سایکل مستري ، یو تن د بایسکل مستري او دوه تنه دوکانداران هم په کارونو بوخت  وو او که چیرې د هر یو تن لپاره په اوسط ډول ۵۰۰ پنځه سوه افغانۍ ورځنۍ عاید ځانګړی کړو نو موږ به په هر کال کې ۱۱۳۱۵۰۰۰۰ له لاسه ورکړي وي .

دکار ځای د هوټولونو تعداد د کارکونکو تعداد په اوسط ډول د یوې ورځې معاش په اوسط ډول دیوکال عاید

دتیلوټانګ 20 13 500 هوټل 20 11 500 دوکان 20 2 500 مستري خانه 20 2 500 پنچر میني 20 1 500 دموټرسایکل مستري 20 1 500 د بایسکل مستري 20 1 500 مجموعه 20×31 = 620 کسان 31 620×500 = 310000 افغانۍ 113150000افغانۍ
له پورتنیو ارقامو داسې نتیجه په لاس راځي چې هره ورځ په دې سیمه کې ۶۲۰ شپږ سوه او شل کسان په کار لګیا وو که د دوکان ، د تیلو ټانګ او هوټلونو له عایداتو سره موږ په اوسط ډول د یو کس معاش یا د یوکس ګټه ۵۰۰ پنځه سوه افغانۍ تخمین کړو نو په هره ورځ کې موږ ۳۱۰۰۰۰ درې سوه او لس زره افغانۍ له لاسه ور کوو او دابه په یو کال کې کیږي ۱۱۳۱۵۰۰۰۰ یو سل او دیارلس میلیونه او یو سل او پنځوس زره افغانۍ او که دې زیان سره موږ د کرنې د برخې زیا نونه چې په پورتني پاراګراف کې مو پرې بحث کړی وو ور جمع کړو نو موږ ته به لاندې حساب په لاس راشي.

197946000+113150000 = 311096000 افغانۍ درې سوه یوولس میلیونه او شپږ نوي زره افغانۍ.

بله موضوع چې دلته یې باید یادونه وکړم هغه دتیلو د ټانکونو، دوکانونو او هوټلونو باندې پانګونه ده ، چې په هر ټانک باندې لږترلږه په اوسط ډول ۱۰۰۰۰۰۰ لس میلیونه افغانۍ ، په یو دوکان باندې لږترلږه ۲۰۰۰۰۰ دوه سوه زره افغانۍ او په یو هوټل باندې په اوسط ډول ۳۰۰۰۰۰ درې سو ه زره افغانۍ پانګونه کیږي خو اوس د جګړو او ناامنۍ له وجې پورته ذکرشوې اندازه پانګه له کاره لویدلې او ممکن ضایعات یې هم لرلي وي . 

څومره زیان چې دسیمې خلکو او بزګرانو ته د کرنې په برخه کې ور اوښتی په همدې تناسب مالداري هم ورسره زیانمنه شوې خو داچې په دې برخه کې کره معلوماتو ته لاسرسی نشته بحث نه ورباندې کوم .

همدارنګه په دې لاره چې څومره لویې لارۍ او ټانکرونه له منځه تللي په دې اړه به کیدای شي له بهرنیو ځواکونواو نورو کمپنیو سره دقیق معلومات وي . خوپه عمومي توګه ویلای شو ،چې له دې ناحیې څخه هم بهرني ځواکونه او هم افغان خصوصي ترانسپورتي سکتور په میلیونونو ډالره زیان ګاللی دی او لایې هم ګالي. 

دکابل ــــ کندهار لویه لاره چې دمیدان وردګوله دورانیو تر کندهار ه پورې څو کاله مخکې نوې رغول شوې وه هم د جګړې له امله زیانمنه شوې ده ، یوازې دسیداباد په ولسوالۍ کې څو کیلو متره پوخ سړ ک او په لس ګونو پلونه او پلچکونه د ماینونو او درنو وسلو د استعمال له وجې ویجاړشوي ، چې داهم دافغانستان دټولو خلکو دملي شتمنیو د له منځه تللو په لړۍ کې د اندېښنې وړ خبره ده او طبیعي ده چې که دا لاره بیا رغول کیږي نو په میلیونونو ډالره لګښت ورباندې راځي چې دا په سیمه کې دجګړې بل لوی زیان دی .

د لویو لارو ویجاړیدل په خپل وار سره د سوداګرۍ اوکرنې په برخه کې دسوداګرو او بزګرانو لپاره نورې ستونزې هم را پیداکوي ، چې هغه بازار ته په خپل وخت باندې د توکو نه رسیدل دي له بلې خوا د لارو په ورانېدو سره د سوداګریزو او کرنیزو توکو  ترانسپورتي لګښت لوړیږي . 

پایله : دالیکنه چې ما په کې دخپلو سترګو لیدلی حال انځور کړی ، ددې څرګندونه کوي ،چې جګړه دهرډول پرمختګ ، مخه نیسي او بې له دې چې خلکو ته د ژوند په بېلابېلو برخو کې زیانونه ور واړوي بله پایله نلري . ددې لیکنې موضوع یوازې دسیداباد ولسوالۍ په یوه برخه کې د جګړې ناوړه اغیزې وې په همدې تناسب یا لږ او زیات دمیدان وردګو په مرکز اونورو ولسوالیو کې هم وضعیت په همدې ډول دی اوبیا که دهیواد په کچه نور ولایتونه په پام کې ونیسو نو دابه روښانه شي ،چې یوازې افغان ملت دی ،چې د دې تپل شوې او ناتعریف شوې جګړې زیان ګالي . هغه زیانونه چې دسولې په راتلو سره یې د جبرانېدو هیله کیږي ښايي دلږ اندېښنې وړ وي خو د جنګ جګړو له امله په سیمه کې د زده کړو پروړاندې خنډونه هغه څه دي چې نږدې دیوه نسل راتلونکې یې له ګواښ سره مخامخ کړې ده او که جګړه په همدې ډول دوام وکړي نه جبرانیدونکي دي . د جګړې لوري بایدپه خپلو ګریوانونو کې سرونه کوز کړي او د یوه ملت دتباهۍ دمخنیوي لپاره دې نور له جګړې لاس واخلي .


عبدالله شیرزی

خپله تبصره لیکی

تبصرې