Mar 13, 2015

طالب ورور ویشتلې خور ځان ته امن ځای لټوي

خپله تبصره لیکی
د افغانستان په مرکزي ولایت میدان وردګو کې د نجونو د ښوونځي یوه ښوونکې چې څه موده وړاندې د خپل طالب ورور له خوا ویشتل شوې، وايي په سیمه کې ژوند تېرول ورته ګران دي او حکومتي چارواکي هم د هغې د خوندیتوب لپاره ناغېړي کوي.
د دغه ولایت چارواکي دا مني چې نوموړې د خپل ورور له خوا ګواښل کیږي، خو دوی وايي چې د نوموړې د خوندیتوب لپاره یې لازم ګامونه پورته کړي دي.
ښايي ښوونکې بخت زمینه لومړنۍ مېرمنه نه وي چې په خپلو سیمو کې له زورزیاتي او تاوتریخوالي سره مخامخ کیږي، بلکې ډیرې داسې نورې مېرمنې هم شته چې ګواښل شوي، خو غږ یې تر رسنیو نه دی رسېدلی.
بخت زمینه چې د میدان وردګو ولایت د نرخ په نا امنه ولسوالۍ کې ښوونکې او د مدنی ټولنې فعاله ده وايي چې موده مخکې د خپل ورور له خوا په دې تور وویشتل شوه چې هغه ښوونځي ته له تګه نه په شا کېده، د بخت زمینې په خبره چې لا هم هغه ګواښل کیږي او دندې ته نه شي تللی.
ښوونکې بخت زمینه وايي، یو شمېر مرستندویه ټولنو ته ورغلې چې هغوی ورته د امن په کورونو کې د اوسېدلو سپارښتنه کړې، چې د دې په وینا هغه یوازینۍ څوک ده چې خپل بوډا پلار او وړو خویندو وروڼو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي او د امن په کورونو کې هغه اوسېدل نه غواړي.
د میدان وردګو چارواکي هم دا مني چې نوموړې د خپل طالب ورور له خوا ویشتل شوې او په تېښته بریالی شوی، خو د دغه ولایت د والي عبدالمجید خوګیاڼي په خبره چې هغوی د دغې ښوونکې د خوندیتوب لپاره له هیڅ ډول همکارۍ نه ډډه نه کوي.
د افغانستان په ډېرو لرو پرتو سیمو کې له ښځو سره د زورزیاتي پېښې ډیرې لیدل کېږي، چې یوه نیمه یې تر رسنیو لاره پیدا مومي، خو د ښځينه ښوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی هغه څه دي چې د ډېرو ماشومانو پر ژوندانه اغېز پرې باسي، له یوې خوا دغلته ښځینه ښوونکې په نشت حساب دي او له بله پلوه ډیرې کورنۍ په ځینو سیمو کې تر هغې خپلې لوڼې ښوونځیو ته نه پرېږدي چې ښوونکې یې مېرمنې نه وي.
نور ولوله...

Feb 23, 2015

د وردګو پوهنتون ته ۲۰۰ زره ډالر ټول شوي

1 تبصره

د یوې کمسارې پرمختیا په ترڅ کې د وردګ ولایت ولسي خلکو د پوهنتون جوړولو په هیله تر دې مهاله ۲ سوه زره ډالر ټول کړي دي.
یوشمېر مدني فعالان چې د پوهنتون جوړولو د جرګګۍ غړي دي، وايي د خلکو لېوالتیا تر دې کچې ده چې ځینو ښځو ددغه کار لپاره خپلې ګاڼې پلورلې دي.
د پوهنتون جوړولو عملي چارې پرون پیل شوې او په پام کې ده چې تر یوه کاله يې لږ تر لږه دوه پوهنځي جوړ کړل شي.
مصطفی سالک پرې له کابله راپور لري:
د میدان وردګو پوهنتون جوړولو منښته تېر حکومت کړې وه، خو د نا جوتو شویو لاملونو له کبله یې ودانیز کار پیل نه شو.
ولسي جرګګۍ او یوشمېر مدني فعالان د لګښت او ودانیز کار چارې پر غاړه لري، تر اوسه ۲ سوه زره ډالر ټول کړل شوې دي.
مدني فعال ولي الله شاهین چې د پوهنتون جوړولو په کار کې ښکېل دی، راته وايي چې ولس څنګه د پوهنتون جوړولو پریکړه وکړه:
"دغه پوهنتون به په دوه زره جرېبه ځمکه جوړ شي، د پوهنتون منظوري د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال شوې وه، خو دا چې عملي کار یې وځنډول شو، د ولس خلکو وپتېیله چې دوی خپله لاس په کار شي. "
پوهنتون د یاد شوي ولایت په توپ غونډۍ دښته کې جوړېږي چې ۲ زره جریبه ځمکه ورته بیله شوې ده.
د میدان وردګو د ولس هیله ده چې تر یوه راتلونکي کاله پورې لږ تر لږه ددوو پوهنځیو کار بشپړ شي، په واندیزو چارو کې ښکېل مدني فعالان وايي د پوهنتون جوړولو ته لېوالتیا دومره ډېره ده چې ان یوشمېر ښځو ورته خپلې ګاڼې هم پلورلي دي.
د اړوندو فعالانو په وینا کتابتون،د معلوماتي ټکنالوژۍ یو بنسټ او لیلیه هم د پوهنتون برخې دي.
دغه کسان وايي چې حکومت هم د مرستې ژمنه کړې او د استادانو ګمارلو چارې یې وار له مخه پیل کړې دي.
تر دې مخکې په پنجشیر ولایت کې ولسي خلکو په خپلو مرستو سره یو ښوونځی جوړ کړی و.
وړاندې، د ميدان وردګو د سرپرست والي عبدالمجید خوږیاڼي وياند عطاء الله خوږياڼي بي بي سي ته ویلي وو، ''دغه پوهنتون چې ۲۰۰۰ جريبه ځمکه ورته بېله شوې ده د ولسمشر د لارښوونې له مخې د ودانۍ د جوړېدو چارې به يې په يوه کال کې بشپړې شي''.

په ميدان وردګو کې ٤٥٠ ښوونځيو او تعليمي مرکزونو کې ١٧٢٨٩٢زره نجونې او هلکان په زده کړو بوخت دي، چې له دې ډلې يې ٤٤٧٩١ن جونې دي.
د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې پوهنتون او یا د لوړو زدکړو موسسې شتون لري.
یوازې په نورستان، زابل او وردګو کې لا هم د لوړو زړده کړو امکانات نه دي برابر شوي.
وردګ ولايت د كابل په لوېديځ كې پروت دى، چې د كابل- كندهار لويه لار پكې غځېدلې ده.
دغه ولايت په ۱۳۴۳ لمريز كال كې د ځانګړي ولايت په توګه منل شوى.
‎وردګ ولايت اوس مهال اته ولسوالۍ لري (سيد آباد، جغتو، چک، دايميرداد، جلرېز، نرخ، بهسود مركز او بهسود لومړۍ حصه).
په ميدان وردګو کې ٤٥٠ ښوونځيو او تعليمي مرکزونو کې ١٧٢٨٩٢زره نجونې او هلکان په زده کړو بوخت دي، چې له دې ډلې يې ٤٤٧٩١ن جونې دي.
ددغه ولايت ٢٣١ ښوونځي ودانۍ نه لري، چې د پوهنې وزارت له خوا يې د جوړېدو ژمنه شوې ده.
نور ولوله...

محور ورځپاڼه: د ميدان وردګو ولايتي شورا د پخواني رييس د اختلاس داستان

خپله تبصره لیکی

سرچينې وايي، د ميدان وردګو ولايتي شورا پخواني رييس او د ځمکو د استملاک کمېټې مشر حضرت جانان هوتک د درنو جرمونو له څارنوالۍ سره د ۱۲۷ ميليونه افغانيو اختلاس دوسيه لري، خو د مشرانو جرګې غړي حسيب الله کليمزي د ښاغلي جانان ضمانت کړی او هغه يې ازاد کړی دی.
د ولايتي شورا غړي وايي، اوس هم هوتک او ځينې نور کسان د ولايتي شورا د اداري پلاوي په ټاکنه کې مداخله کوي، هڅې يې دا دي، چې خپل کسان رامخته کړي، څو د فساد دا ډول دوسيې وپوښي.
د ولايتي شورا ۱۵ کسان په دوو ډلو وېشل شوي، چې موقتي مشري يې د حليمې عسکري په غاړه ده. محلي چارواکي وايي، حليمې عسکري له فوايد عامې رياست څخه د ۴۵ لکه افغانيو په ارزښت د سړک پاکونې پروژه د خپل شرکت لپاره اخستې، چې دا کار هم د یوې پټې معاملې پر بنسټ شوی دی.
د ميدان وردګو ولايتي شورا د اداري پلاوي د ټاکنې پر سر له مياشتو لانجه ده. د شورا پخواني غړي او مشران هڅه کوي، چې خپل کسان اداري پلاوي ته ورمخکې کړي.
د ولايتي شورا غړي وايي، ځينې قومي مشران او د ولايتي شورا په فساد کې ښکېل پخواني غړي په دې هڅه کې دي، چې په نوې ولایتي شورا کې د نفوذ په وسیله د خپل فساد دوسيې وپوښي او هغه پيسې هضم کړي، چې په ناقانونه ډول يې د خپلې کاري دورې پر مهال تر لاسه کړې دي.
د ولايتي شورا غړي وايي، حضرت جانان هوتک د درنو جرمونو له څارنوالۍ سره د ۱۲۷ ميليونو افغانيو اختلاس دوسيه لري او هڅه کوي، چې همدا دوسيه محوه کړي.
د ولايتي شورا غړي او محلي چارواکي وايي، په دې دوسيه ټول خبر دي، چې ښاغلي هوتک د خپلې کاري دورې په اوږدو کې د ميدان-باميانو د سړک پخولو پر مهال د ځمکو د استملاک ۱۲۷ ميليونه افغانۍ خوړلې دي: (( هوتک د دولتي ځمکې له درکه هم د ځايي خلکو د ځمکو د استملاک په نوم پيسې اخستې، حال دا چې ډېری ځمکه دولتي ده. داسې ځمکه شته، چې د یو جریب نرخ يې يوميليون افغانۍ دی، خو دوی تر پنځو ميليونو افغانيو  د سړک څیرمه استوګنو په نوم اخستې او خپل جيب ته يې اچولې دي.))
د يادې ولايتي شورا دوو غړو د نوم نه اخستلو په شرط محور ته اسناد ورکړل او ويې ويل، کله چې د حضرت جانان هوتک د اختلاس دوسيه د درنو جرمونو څارنوالۍ ته ورسېده، نو د شورا يوه غړي حسيب الله کليمزي، چې اوس د مشرانو جرګې غړی دی له هوتک سره معامله وکړه، د هغه ضمانت يې وکړه او پرې يې نه ښود چې زندان ته لاړ شي: ((د مشرانو جرګې غړي حسيب الله کليمزي له دې امله دا کار وکړ، چې حضرت جانان هوتک په ولايتي شورا کې له خپل نفوذ ګټه پورته کړي او رايه ورکړي، څو مشرانو جرګې ته لار پیدا کړي. په دې برخه کې د ضمانت ترڅنګ ۱۰۰ زره ډالر هم هوتک ته ورکړل شوي دي. د ولايتي شورا درې غړي پرته له دې چې خبر شي، پلورل شوي او رايه يې د حسيب الله کليمزي صندق ته تللې ده.))
د ولايتي شورا غړي وايي، په دې اړه اوس اوس خبر شوي او هڅه کوي، چې ددې معاملې اصلي کسان رسوا کړي. هغوی هم حضرت جانان هوتک او حسيب الله کليمزي ته ګوته نيسي او وايي، که دا خبر ريښتينې ثابته شي، نو به ورسره حساب وکړي.
خو حسیب الله کلیمزی دغه تورونه بې بنسټه بولي او وايي، دهېڅ دوسیې په تړاو یې د حاجی جانان ضمانت ندی کړی.
د ميدان وردګو ولايت لپاره اوس موقتي پلاوی ټاکل شوی، چې رياست يې د حليمې عسکري په غاړه دی.
يوه محلي دولتي سرچينه وايي، حليمې عسکري د ۴۵ لکه افغانيو په ارزښت د سړک پاکونې يوه پروژه له فوايد عامې وزارت نه خپل شرکت ته اخستې، چې په دې برخه کې هم د ولايتي شورا پخواني غړي حضرت جانان هوتک ور سره مرسته کړې ده، ځکه چې دوی يو ټيم جوړ کړی دی.
د ميدان وردګو ولايتي شورا ۱۵ غړي لري او په دوو ډلو وېشل شوې، هر لوری په دې هڅه کې دی، چې اداري پلاوی له خپل لوري ور بريالی کړي.
د دغو دواړو ډلو تر شاه د ولايتي شورا د پخوانيو غړيو او ځينو قومي مشرانو لاس هم دی. يوه ډله د ولايتي شورا د پخواني غړي حضرت جانان هوتک، د انسجام مشر باذل او د مشرانو جرګې غړي حسيب الله کليمزي له خوا اداره او ملاتړ کېږي او ترمنځ يې هوکړه شوې، چې له مخې يې حليمه عسکري د ولايتي شورا مشره، ميرويس اميري مرستيال او شريف الله هوتک منشي ټاکل شوي دي.
خو حضرت جانان وايي، دی ځکه پکې ښکېل دی، چې له يوه لوري يې زوی شريف الله هوتک د ولايتي شورا غړی دی او له بل لوري قومي مشر او د ولايتي شورا پخوانی غړی تېر شوی دی.
ده هغه اسناد د محور خبريال ته وښودل، چې پر بنسټ يې د ده او باذل په ګډون د ولايتي شورا يوې نهه کسيزه ډلې ژمنه کړې، چې رايه به د خپلې ډلې کسانو (حليمې عسکري، ميرويس اميري او شريف الله هوتک) ته ورکوي او که هرڅوک له دې سر غړونه وکړي، نو درې سوه زره ډالر به خپلې ډلې ته جرمانه ورکوي.
ښاغلی جانان وايي، د ځمکو د استملاک په برخه کې يې پيسې نه دي خوړلې، د څارنوالۍ دوسيه يې هواره شوې او ځينې کسانو د ده د سياسي فعاليتونو د مخنيوي په خاطر داسې موضوعاتو ته لمن وهي.
نور ولوله...

Feb 9, 2015

ورور خپله ښونکې خور ټپي کړې

1 تبصره



په ميدان وردګو کې ورور خپله ښونکې خور ټپي کړې
د د میدان وردګو د والي د وياند له دفتر څخه افغان مونګ ته په رالیږل شوې خبرپاڼه مې راغلي دي:« ددې ولايت په نرخ ولسوالۍ کې تېره شپه یو تن خپله ښوونکې خورپه خپل کور کې په ډزو سره ټپي کړې ده.»
د خبرپاڼې له مخې دغه ښوونکې بخت زمینه نومیږي او د نرخ ولسوالۍ د اول خیلو په ابتدایه ښوونځي کې دنده درلوده،چې تېره شپه په خپل کور کې د نوموړی ورور عبدالمحمد له لورې د چرائي ټوپک په ډزو سره ټپي کړای شوې ده.
ويل کيږي ټپي شوي ښوونکې د میدان وردګو ولایت په مرکزي روغتون کې تر درملنې لاندې ده او روغتیایې وضعیت هم د ډاډ وړ دی .
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې،د یادې ښوونکې ورروعبدالمحمد په نشه یې توکو روږدی دی او د وسله والو مخالفینو سره هم له نږدې اړېکې لري،چې له پېښې وروسته له سیمې څخه په تېښته بریالی شوی دی .
دا په داسې حال کې ده چې په ډيرو پښتون ميشتو سيمو کې د ناسمو دودونو له امله د نجونو ښونځي نشته دي او په هغو سيمو کې چې شته دي ښونکې يي له ورته ستونزو او ګواښونو سره مخ دي.

نور ولوله...

محور ورځپاڼه: د میدان وردګو د پوليسو د اعاشې په قرارداد كې ستره درغلي

خپله تبصره لیکی

د افغانستان څارنوالۍ د میدان وردګو ولایت امنیه قوماندان ته د اداري فساد په یوه غټه دوسیه کې د ښکېلتیا له کبله استعلامونه استولي او وروستي راپورونه وايي، چې ددغه ولایت درې غټ امنیتي مقامات ممنوع الخروج اعلان شوي دي.

معلومات په ډاګه کوي چې دغه درغلي د پولیسو د اعاشې اباطې په اکمالاتو کې شوې. امنیې قوماندان له نوي قرار داد پرته زاړه قراردادیان رخصت کړي او خپل یو نږدې جمعیتي حاجي رسا پنجشيري ته یې پولیسو ته د خوراکي موادو د انتقال لپاره واک ورکړی دی.

د یوه قرارداد شاهدان وايي، چې د شپې مهال امنیه قوماندانۍ کې قرارداد وشو او د لوژستیک مدير ټوپک وال په دروازه کې درولي وو، چې نور قراردادیان د ننه پرېنږدي. دوی د حاجي‌جانان د شرکت کسانو ته اشاره کوي، چې وسله والو له داوطلبۍ وشړل.

په امنیه قوماندان او امنیت امر نور تورونه هم دي، ‌چې د پولیسو په تشکیلاتو کې یې خپل خپلوان ځای پر ځای کړي او د پولیسو امکانات د ځان په ګټه کاروي. امنیه قوماندان تر دوه سوه زیات کسان له ځان سره له اندرابه راوستي، امنیت امر څلویښت کسان له ځان سره ساتلي، چې زیاتره یې خپلوان، زامن او کلیوال دي.

دوی د ولسوالیو د پولیسو تشکیلات راکم کړي او سلګونه پولیس له ځان سره ګرځوي. د ولسوالیو پولیس د تشکیلاتو د کمي له وجې رخصتي نشي کولای، نو ځکه چې سخته راشي، له دندو وتښتي.

یوه سرچينه وايي، چې د اعاشې په یو قرارداد کې تر یونیم لک ډالرو رشوت اخستل شوی، چې زور یې د سربازانو تر ډوډۍ خېژي. دغه راز سرچينه ادعا کوي، چې په قوماندانۍ کې د زړو او سوځېدلو موټرو کباړ او د وسپنو خرڅلاو روان دی.

دا تورورنه یوازې په امنیه قوماندان محمد خلیل اندارابي ندي، له ده سره سم په امنیت امر مل پاسوال عبدالجمیل تتمدره يي او لوژستیک مدير ښاغلي الف هم په قراردادونو او د پولیسو په تشکیلاتو کې د لاسوهنې او خېشخورۍ تورونه پورې شوي‌ دي.

د پولیسو د تشکیلاتو پربنست د افغانستان لومړۍ درجه ولسوالۍ اساساً ۸۵ پولیس پرسونل تشکیلات باید ولري، خو د میدان وردګو په اکثرو ولسوالیو کې پولیس سربازان له اصلي تشکیلاتو لسو ترشلو کسان کم دي او په عوض یې په مرکز کې امنیه قوماندان تر۱۰۰ او امنیت امر تر۴۰ کسان د باغوان، چایدارباشي او باډیګارډانو په حیث له ځان سره ساتلي او تنخواګانې اخلي.

د حفظ مراقبت او لوژستیک ټول قراردادونه له انداربیانو سره دي، چې د امنیه قوماندان خپلوان دي.

د امنیې قوماندانۍ د حفظ مراقبت په هغه قرارداد کې چې د شپې یې داوطلبي ترسره شوه د تهیه او تدارکاتو مدیر فضل الربي هم ښکېل ګڼل شوی دی.

په دغه قرارداد کې د نه ګډون له کبله امنیت امر غصه شو، سهار وختي د داوطلبۍ ځای ته ورغی و د لوژستیک ټولې دوسیې یې بهر وغورځولې. وروسته د امنیه قوماندانۍ له خوا له نوموړي سره ژمنه وشوه، چې د دشت ټوپ د پولیسو د مرکز راتلونکی قرارداد به ده ته ورکول کېږي.

میدان وردګ یو له هغو ولایتونو دی، چې امنیت پکې خورا ترینګلی او د دې ترینګلتیا عامل د طالبانو نفوذ ګڼل کېږي، خو د امنیتي‌ شیرازې او تشکیلاتو په منځ کې درغلۍ او ناوړه معاملې ددې سبب شوې چې ولایت له سقوط سره مخ شي.

افغان خبریالان ادعا کوي، چې که په ژوره توګه وڅېړل شي، د پولیسو په منځ کې په اکثرو ولایتونو درغلۍ، فساد او غلاوې تردې زیاتې دي.

د ميدان وردګو ولايت د امنيه قومندانۍ د امنيت امر جنرال عبدالجميل دغه خبرې ردوي.
نور ولوله...

Feb 4, 2015

په ميدان وردګو کې له نشه يي توکو سره يو ځای وسله وال نيول شوي

خپله تبصره لیکی


په ميدان وردګو کې درې وسله وال مخالفین له نشه یې توکو، وسلو او ګڼ شمېر مهماتو سره ونیول شول
د ميدان وردګو د والي وياند وردګ ویبپاڼی ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې ويلي دي:«د میدان وردګو ولایت په جلریز او سیداباد ولسوالیو کې تېره شپه امنیتي ځواکونو د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې درې وسله وال مخالفین له نشه یې توکو ،وسلو او ګڼ شمېر مهماتو سره یو ځای ونیول .»
د جلریز ولسوالۍ په محمد نورخیل،علي خیل او قول بتون سیمو کې امنیتي ځواکونو تېره شپه د وسله والو مخالفینو د لمنځه وړلو په موخه عملیات ترسره کړل،چې په ترڅ کې درې وسله وال مخالفین مطیع الله،محیب الله او میراحمد ونیول شول.
د دغه عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی محیب الله چې وړاندې په سیمه ییزو پولیسو کې یې دنده درلوده او له یو میل کلاشینکوف سره وسله والو مخالفینو سره یو ځای شوی وو،هم شامل دي .
د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې د مطیع الله له کور څخه امنیتي ځواکونو یو میل تفنګچه،یو یوولس ډزی دوربین لرونکی توپک،۱۲۰ کیلو ګرامه بېلابېل چاودیدونکې توکې چې په بوشکو او بوریو کې ځای پر ځای شوي وو،دوه پاکټه د پوډرو توکې، دوه فیره د ۸۵ ملي متري توپ مرمۍ، یوه د لاسي بمونو پرتله،درې لاسي بمونه،درې بنډله د برېښنا لاین،درې غټې بطرۍ،دوه کارتنه وړې بطرۍ او نور مهمات هم ترلاسه کړي دي
په همدې حال کې د ملي امنیت مؤظفینو د سیداباد ولسوالۍ په ملي خیل او برات خیلو سیمو کې تېره شپه عملیات ترسره کړل،چې په ترڅ کې یو میل کلاشینکوف له څلور شاژرونو او یو یوولس ډزی ټوپک یې د مخالفینو له کورونو څخه نیولي .
دغه وسلې یې د وسله والو مخالفینو د یوه سرګروپ خالد او غړي  اباسین،چې مشهور په میلاد وو،له کورونو څخه ترلاسه کړي ،خو دوی له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي دي.
په ترسره شویو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .

نور ولوله...

Dec 30, 2014

په سيدآباد کې ځانمرګی بريد شوی دی

خپله تبصره لیکی
د ميدان وردګو د تنګي درې په سيد اباد ولسوالۍ کې ځانمرګى بريد شوى دىwardak province.
ويل کيږي ياد بريد د ملي اردو پوستې ته نيږدې شوی دی.
د ميدان وردګو د والي د وياند له دفتر څخه افغان ځواک ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې هم ددې بريد پخلی شوی دی.
خبرپاڼه زياتوي:« د میدان وردګو ولایت سیداباد ولسوالۍ په سيسي دوه لارې کې نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې د ملي اردو پوستې ته څېرمه ځانمرګی برید ترسره شو.»
د خبرپانې پر بنسټ ځانمرګی برید ګر غوښتل،چې له چاودیدونکو توکو ډک کرولا ډوله موټر د ملي اردو پوستې مخې ته چاودنه ورکړي،خو د ملي اردو ځواکونو له لورې تر پیژندلو وروسته پرې ډزي شوي.
د یادو ډزو له امله بریدګر موخې ته له رسیدو وړاندې ځانته چاودنه ورکړې،چې له امله یواځې بریدګر وژل شوی دی، خو په پېښه کې د ملي اردو یو سرتېری سطحي ټپي شوی دی .
په پېښه کې نورو امنیتي منسوبینو او ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی .
د خبرپاڼې له مخې د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلی عبدالمجید خوږیاڼی د ملي اردو د یاد سرتېرې د مېړانې ستاینه کړې او نورو سرتېرو ته یې د خپلو دندو ترسره کولو پر مهال د پوره هوښیارتیا او زیرکتیا لارښوونه کړې.
هیره دې نه وي چې په دې دره کې تر دې مخکې هم د افغان پوځ پر تاسيساتو ورته بريدونه شوي و خو په وروستيو کې د افغان پوځ ويښتيا ددې لامل شوې څو د دې ډول ډيرو خونړيو بريدونو مخه ونيسي.
نور ولوله...