میدان وردګ ولایت وپيژنۍ

خپله تبصره لیکی
میدان وردګ وپيژنئ
   دميدان وردګ ولايت د  افغانستان دمركزي او درېيمه درجه ولايتونو له ډلې دی،چې دكابل ښار لویدیځ   پلوته په ٣٥ كېلومتره واټن كې پروت دی. ختیځ ته په لوګر پورې تړلی دی. لودیځ ته یې بامیان  او غزنی موقعیت لري او جنوب ته په غزني او لوګر پورې تړلی دیاو همدا رنګه شمال ته په بامیان او پروان پورې تړلې پوله لري.
د مرکز په ګډون ٩ اداريواحدونه (ميدان ښار، نرخ، جلرېز، چک، دايمرداد، سید اباد ، جغتو بهسودلومړۍ برخه، مرکزيبهسود)  او  ۴۷  ملکي اونظامي ادارې لري.
میدان وردګ د طول البلد په ( ۶۸.۸۶۳۸۳ ) درجو، د عرض البلدپه ۳۴.۳۹۴۵۸ درجو موقعیت لري، چې د بحر له سطحې ۲۲۱۰ متره جګ پروت دی. ټول نفوس یې ( ۸۸۶۴۶۵ ) تنه دی او ( ۱۰۷۶۴۱ ) په بزګرۍ بوخت دی.
د میدان وردګ ولایت ټول مساحت ( ۱۰۹۱۲ )مربع کیلومتره ته رسيږي، چې کرهنیزه ځکه یې ( ۴۳۹۲۱.۴ ) هکتاره ده. له دې جملې (۳۲۶۹۱ ) هکتاره ابي ، (۱۱۱۲۰ ) هکتاره للمي او ( ۱۱۰.۴ ) هکتاره دولتي املاک ځمکه ده. په منځني ډول ددې ولایت د ابي ځمکې (۱۰۹۸۰ ) هکتاره ځمکه باغونو نیولې ده. ددې ولایت د اوبو منابع ، سیندونه، کاریزونه، چينې، ژورې څاګانې دي. عمده نباتات غنم، کچالو او نور حبوبات دي..
د ميدان وردګ ولايت د ټولو کارکوونکو شمېر (۶۳۶۳)کسانو ته رسیږي، چې ۲۹۶۰۰ رسمي او ۳۴۰۲ اجیر مامورین دي .
ميدان وردګ  له دوه پلوه ډېر ستراتيژيک ولايت دي:
 الف: د کابل-کندهار او کابل-باميان په لويه اکمالاتي او تجارتي لاره پروت دی.
 ب:د کابل لويه او تر ټوله مهمه دروازه ده.
د ميدان وردګ ولايت اقليمپهاوړي  کې نسبتا ګرم او ژمید واورې ورېدو ترکچې سوړ وي.
ددېولايت وګړي په عمومي ډول په کرهنه، بڼوالۍاو مالدارۍبوخت دي- كرنيز توليدات يي غنم ، جوار، وربشي، لوبېا، كچالو،سبزيجات اومېوېلكه مڼېاو زردالو دي، چېځانكړی  شهرت لري.ددغو مېوو تر داخلي اړتيا اخوا يوه نسبي برخه يې بهرنیو هېوادونو ته صادريږي.همدارنګه لاسي صنايع يېټغر، لمڅي، شالونه، جاكټ ، دستكش او نور له مريو او دانو څخه جوړشوي توکي  دي. 
میدان وردګ ترټوو زیات د مڼو باغونه لري او کلني دمڼو عواید یې ( ۱۲۲۹۷۶ ) ټنو ته رسیږي ، دکچالو کلني عواید یې (۹۱۵۳۴ ) ټنه او دغنمو کلني عواید (۴۱۱۴۷.۵ ټنه کيږي.  ددې ولایت ځنګلي ساحه معمولا غرنیو بادامو پوښلې چې (۶۰۰ ) هکتاره يې یوازې د نرخ او جلریز اړوند ده. همدارنګه د علفچر ساحه یې ( ۱۷۶۵۴۵ هکتاره ده چې زیاته برخه یې دبهسود و په لومړۍ برخه او مرکزي برخه پورې اړوند ده

په میدان وردګو کې د سړکونو حالت :
میدان وردګ ولایت کې ټول ۳۱۰ کليومتره شاهراه سړک موجود دی، چې تر دم ګړۍ ۴۲ کیلومتره اسفالټ شوی او ۲۲۸ کیلومتره جغل اندازي شوی دی. همدارنګه د ولسواليو په کچه ۳۷۰ کیلومتره سړک موجود دی چې تر دې مهاله ۲۱۱ کیلومتره اسفالټ کانګريټ شوی او ۹۶  کیلومتره جغل اندازي شوی دی.

میدان وردګ ولایت اوه بنیادي بندونه لري :
۱ – ګنده قول ( جغتو ولسوالۍ )
۲ – چک بند ( چک ولسوالۍ )
۳ – ګردن مسجد ( چک ولسوالۍ)
۴ – باغک بند ( سيداباد شنیز)
۵ – اقچي بند ( نرخ ولسوالي )
۶ – سنګلاخ ( جلریز )
۷ – سرخ اباد ( مرکزی بهسود)
د پاسنیو شپږو بندونو د جوړولو پروژې د نړیوال بانک له خوا منظورې شوې دي او د چک دبريښنا بند رغولو پروژه چې د بریښنا د شبکې تمدید او د یو توربين نصبول پکې راځي د اوبو او بريښنا وزارت له خوا پيل کیدونکې دي.

کانونه:
په میدان وردګ ولایت کې ۳۲ کانوونه موجود دي چې په لاندې ډول دي:
۱ – د بادام د سرخ بیدک کروميټ ( نرخ ولسوالي )
۲ – د ابدرې کروميټ ( نرخ )
۳ – تیتمور کروميټ ( مرکز )
۴ – د چغرې کروميټ ( نرخ )
۵ – دده پاک کروميټ ( نرخ )
۶ – لويې ابدرې کروميټ ( سيداباد)
۷ – دمنګليو کروميټ ( سيداباد)
۸ – هفت اسیاب کرومیټ ( سيداباد)
 ۹ – د نوریو کروميټ ( سيداباد)
۱۰ – د تنګي چلپيکام کروميت ( سيداباد)
۱۱ – دوست قل کروميټ ( بهسود لومړۍ برخه )
۱۲ – د قول سليمان دمرمرو کان ( میدانښار )
۱۳ – د خروټو دمرمرو کان ( میدانښار)
۱۴ – دوست قل د مرمرو کان ( بهسود اول حصه )
۱۵ – د یورد بالا  د مرمرو کان ( حصه اول بهسود)
۱۶ – د کامران خیلو  د مرمرو کان ( سيداباد)
۱۷ – د لويې ابدرې دمرمرو کان ( سيداباد )
۱۸ – د منګليو د مرمرو کان ( سيداباد)
۱۹ – د وړې ابدرې د مرمرو کان ( سيداباد)
۲۰ – د سپين ورسک د مرمرو کان ( سيداباد )
۲۱ – د جوقل د مرمرو کان ( نرخ )
۲۲ – د دشت ټوپ د مرمرو کان ( سيداباد )
۲۳ – د سموچ او سرخ اباد درخامو کانونه ( بهسود دویم )
۲۴ – د شاه مقصود معدني ظواهر( بهسود لومړي)
۲۵ – د تکانې د ابرکو کان ( جلریز)
۲۶ – د شاه کابل د سوځيدلو یاقوت کان ( میدانښار )
۲۷ – د اندړو د فيروزې کاني ظواهر ( نرخ )
۲۸ – د بادام د زمرد کاني ظواهر ( نرخ )
۲۹ – د فولادي پايين د ګچو کان ( دایمیرداد)
۳۰ – د فولادي بالا د ګچو کان ( دایمیرداد)
۳۱ – د کامران خیلو دتلک کان ( سيداباد)
۳۲ – د ساختماني ډبرو کانونه ( میدان ښار )

د ولایت تاريخي سيمې :
پهمیدان وردګوولايت کې ١٨  تاريخي او لرغونيځایونه موجود دی، چې بايد په اساسي ډول وکيندل شي او د قاچاق او غلا مخه يېو نيول شي. دغه ځایونه په لاندې ډول دي:
۱ – ګنبد شاه او د چغتايي خاندان ( مرکز  بازید خیل کلی )
۲ – الغطاتاريخي ښار ګوټي ( نرخ ولسوالي )
۳ – د خواجه بلند ولي تپه ( نرخ )
۴ – ده مسلم تپه ( نرخ )
۵ – کشک تکانه غونډۍ ( جلریز)
۶ – سرچشمه زیارت ( جلریز)
۷ – انګور باغ ( چک سیاب)
۸ – کاپر کلا یا پاره کلا ( دایمیرداد ولسوالي )
۹ – بودک غونډۍ ( دایمیرداد)
۱۰ – چتو غونډۍ ( دایمیرداد)
۱۱ – کتب غونډۍ ( دایمیرداد)
۱۲ – بودک کلاخ ( دایمیرداد)
۱۳ – سیاب لرغونې سیمه ( چک )
۱۴ – باد سیاب غونډۍ ( جغتو )
۱۵ – جوی زنګي دره ( لومړي بهسود)
۱۶ – سکرک  ( مرکزي بهسود)
۱۷ – ارګ غونډۍ ( مرکزي بهسود)
۱۸ – چهل کزی بابا زیارت ( نرخ ده مسلم )
او د مولوی عبدالرب احدي ملي ګالري چې په ۱۳۸۸ کال کې تاسیس شوه او ۱۱۶ انځوريز اثار پکې نندارې ته ایښودل شوي دي.

د میدان وردګ نامتو څېرې:
غازي محمدجان خان وردګ
داکتر عبدالوکیل خان
ارسلان سليمي
غلام نبي خان وردګ
انجنیر غلام محمد فرهاد
استاد ګل محمد
استاد عبدالجليل وجدي
عصمتي وردګ
پوهاند عبدالقيوم خان ودرګ
والي عبدالله خان ودرګ
مولوي عبدالرب احدي
استاد حبیب الله رفیع

د میدان وردګ ولایت مدني او کلتوري ټولنې :
۱ – عهد ادبي او کلتوري ټولنه
۲ – د جغتو مدني او کلتوري بهیر
۳ -  دمیدان ځوانانو ادبي او کلتوري ټولنه .
۴ – د سليمان فارس فرهنګي مرکز ( د میدان خپرندویه ټولنه)
۵ – د نرخ ځوانانو عالي ټولنه
۶ – د خواخوږي ادبي او کلتوري ټولنه
۷ – د وردګو ځوانانو ادبي ټولنه
۸ – د چک ادبي بهیر
۹ – د وردګو ځوانانو مدني ټولنه
۱۰ -  د ژورنالستانو اتحادیه
۱۱ – د ځلاند هنري او تربیوي ټولنه
۱۲ – د میدان وردګو د ځوانانو ملي ټولنیز اورګان
۱۳ – د خویندو یون ټولنه


د میدان وردګو ولایت اوسني او پخواني وزیران
۱ – تاج محمد وردګ
۲ – فاروق وردګ
۳ – عبدالکریم خرم
۴ – کریم خليلي
۵ – رحیم وردګ
۶ –  رحمت الله نبیل
۷ – صادق مدبر
په ولسي جرګه کې د میدان وردګو ولایت استازی :
الف : پخواني :
۱ – روشنک وردګ
۲ – محمد موسی هوتک
۳ – صدیقه مبارز
۴ – سنګر دوست
ب : اوسني :
۱ – حاجي عبدالاحمد درانی
۲ – حاجي عبدالمجید وردګ
۳ –غلام حسین ناصري
۴ – صدیقه مبارز
۵ – انجنیر حمیده اکبري
په مشرانو جرګه کې د میدان وردګو سناتوران
الف پخواني :
۱ – سمیع جان وردګ
۲ – کبرا مصطفوي
ب : اوسني
۱ – سعیدي
۲ – میرمن شريفي
د میدان وردګ ولایت د ولایتي شورا غړي :
الف : پخواني :
۱ – سید حسین راضي
۲ – حسین علي فهيمي
۳ – بس بي بي
۴ – شیرشاه بازون
۵ –حاجي محمد حضرت جانان
۶ – راحله وردګ
۷ – سعیدي
۸ – مخلص
۹ -  رابعه امیني
ب : اوسني
۱ – محمد رفيع وردګ
۲ – محمد حضرت جانان
۳ – بس بي بي
۴ – حلیمه عسکري
۵ – هاجر میرزایی
۶ – حسین علي فهيمي
۷ – محمد یونس مجاهد زاده
۸ – رمضان علي رسولي
۹ – شیرشاه بازون

د اتو ولسواليو د ولسوالانو نوملړ:
۱ -  محمد حنیف حنيفي – د نرخ ولسوال
۲ – سیدجواد باهنر– د جلریز ولسوال
۳ – ډاکتر فضل الکريم مسلم – د سيداباد ولسوال
۴ – راز محمد –  د جغتو ولسوال
۵ – محمد اسماعيل – د چک ولسوال
۶ –  انجینیر سیدرحمن غفوری– د دایمیرداد ولسوال
۷ – محمد باقر – د لومړي بهسود ولسوال
۸ – جان اغا محصل– د مرکزي بهسود ولسوال

د ټولو اداري واحدونو د امنیه قوماندانانو نوم لړ:
۱ – مل پاسوال عبدالقیوم باقی زوی   -  د ولایت د امنیه قوماندان
۲ – سمونمل محمد فاروق  -- د نرخ ولسوالۍ امنیه قوماندان
۳ – سمونوال  عبدالغفور – د سيداباد  د امنیه قوماندان
۴ – سمونوال علم شاه –  د مرکزي بهسود امنیه قوماندان
۵ – څارمن محمد یونس – دایمیرداد سرپرست امنیه قوماندان
۶ – لومړی څارن عبدالخليل – د جلریز امنیه قوماندان
۷ – درېیم څارن عبدالعظیم – د چک سرپرست امنیه قوماندان
۸ – سمونیار روح الله -  د جغتو امنیه قوماندان
۹ – سمونمل دارابعلي – د لومړي بهسود امنیه قوماندان

سیاسي او ټولنيز وضعیت :
 د ميدان وردګ ولايت تر ټولو غټه ستونزه فقر او بې کاريده. ٥٣% اوسېدونکيروزګارنلري او هر کال په اوسط ډول ٢٥٠٠ زده کوونکې له لېسو څخه فارغېږي او ددغه تعداد يوازې څلوېښت سلنه يېپه خوارۍ پوهنتونونو ته جذب کېږياو نور پاتې له زده کړو او روزګاره محروميږي. له بده مرغه دبې کارۍ او تعليمي تسلسل دپريکيدو له وجې همدغه ځوانان د جګړو ليکو، له مخالفينو سره یوځای کېدو ته دپرديو نا مشروع ګټو لپاره د هېواد دښمنو کړيو او مافيايي خوځښتونو له خوا ټيل وهل کيږي.
په میدان وردګو ولایت کې د ناامنۍ یو لامل دادی، چې ترهګر د ځوانانو او تنکیو زلمو له احساساتو ناوړه ګټه پورته کوي او په ښوونځيو او کلیوال چاپيریال کې د سپيڅلې جګړې په نامه پروپاګند کوي. له بلې خوا مخالفين د شپې له خوا قومي مشران، مخور، ښوونکي، میرمنې او نور هغه وګړي ګواښي چې په اجتماعي خدماتو کې تر نورو اغیزمن رول لري. په میدان وردګ ولایت کې د امنیتي وضعیت د بدلون لپاره په وروستیو کې ددې ولایت امنيتي ارګانونو نوي پلانونه تر لاس لاندې نیولي دي. د تیر په پرتله اویا سلنه امنيتي ډاډ رامنځ ته شوی او مشران طالب قوماندانان له سيمو وتلي دي. له ۲۰۰۵ کال تر ۲۰۱۰ کال پورې د ډایاګ پروسې په لړ کې ۷۸۹ میله مختلف ډوله وسلې راټولې شوې دي. دغه راز ۲۴۱۶ بکسه او ۲۳۹۹۴ فيره مختلف ډوله مهمات له مخالفينو څخه ترلاسه شوي دي.
په ميدان وردګ ولايت کې د څښاک او کرهڼې دواړو لپاره داوبو سرچينې وجودلري، اما ددغو اوبو د مهار کولو، ذخيره کولو او يا تنظيم کولو لپاره بنسټېزي پروژي ندي کارېدلې.

په تېرو دووکلونو کې د سکتورونو په کچه عمده لاسته راوړنې:
د تیرو دووکلونو په اوږدو کې د ټولو سکتورونو په کچه تر اتلس سوه زیاتې منځنی حد پروژې کارېدلې دي چې یوازې د پوهنې په برخه کې ۵۹سترې پروژې د کار په درشل کې دي. په دې برخه کې سترې بشپړې شوې پروژې، عالي دارالمعلمين، د کرهنې ليسه، ليليه او تخنيکي ليسه، ټرېننګ مرکز د یادولو وړ دي. همدا راز دامهال ۳۹ښوونځي نوي منظور اوتاسيس شويدي . په وردګو ولایت کې تازه مهال ۹۰ لیسې ، ۹۵ منځني ښوونځي، ۱۶۰ لومړني ښوونځي دوه دارالعلومونه ، ۱۲ دیني مدرسې او دوه دارالحفاظونه فعال دي . په ۱۳۸۸ لمريز کال کې ۱۰۱۰۷۴ هلکان او ۳۲۲۲۵ نجونې ښوونځیو ته تللي دي.
۱ - د ښوونځيو ۸۵ودانۍ بشپړې شوې چې اوس د ټولو ښونځيو شميره ۱۳۶ته رسيږي
۲ - ۵۹سترې پروژې ترکار لاندې دي چې ډير کاريې پرمخ تللی عمده یې عالي دارالمعلمين، دکرهنې ليسه اوليليه او تخنيکي ليسه ، ټرېننګ مرکز او ليليه پکې ياديږي .
۳ - ۳۹ښوونځي نوي منظور اوتاسيس شوي.
۴ -  د ديني زده کړو او د ديني مدرسو د جوړولو لپاره يوه جامع ستراتيژي د ولايت دمقام په ملاتړ جوړه شوې ده.

 د زیربنا په برخه کې  د پولیسو ستر روزنیز مرکز، د پولیسیو لوژیستکي مرکز، د امنيي قومانداني، محبس او د سرحدي پولیسو تعلیمي مرکز د رغونې چارې بشپړې شوې دي. په ۱۳۸۸ لمريز کال له کابل څخه میدان ښار ته د بریښنا غځولو پروژه، چې يوه ستره حیاتي پروژه ده بشپړه شوه. اوس په وردګو ولایت کې ۹۵ سلنه وګړي روغتیایی خدمتونو ته لاس رسی لري. ۱۸ روغتیایی فرعي مرکزونه فعال شوي دي. ۲۳ نسايي ولادي خونې جوړې شوې دي. په روان کال کې د حقيقي اسلام غږ پروګرام د وردګو د والي ښاغلي حليم فدايي په نوښت ډيزاین او پلی شو او له مخې يې ۱۷ عالمان اردون هیواد ته واستول شول، چې دا لړۍ په دوام کوي. همدارنګه د ولسي انکشافي بودجې ابتکار هم د وردګو ولایت له نوښتنیزو سترو پروګرامونو څخه حسابيږي چې اوس د تطبیق په دویمه مرحله کې قرار لري. ولایتي حکومت په تیرو دووکلونو کې دیني او کلتوري چارو ته ډېره پاملرنه کړې ده او تردې مهاله یې ۵۸۴ جوماتونو ته ټغر، لوډسپيکرونه او د لمریزې برېښنا وسایل ویشلي دي. ولایت په تیرو دووکلونو کې د ۳۵ زره ټوکه په تعداد کتابونه چاپ کړي او ویشلي دي. د مولوي عبدالرب احدي په نوم په میدان ښار کې ملي ګالري جوړه کړه، چې ترسلو زیات انځوريز توکي پکې نندارې ته وړاندې شوي دي. د تیرو دووکلونو په اوږدو کې په میدان وردګو ولایت کې ملي راديو تلویزیون جوړ شوی او هره ورځ اته ساعته خپرونې لري. ددې ترڅنګ شپږ نورې اف ام راډيوګانې فعالې شوې دي.
د سړکونو په برخه کې لاندينۍ پروژې بشپړې او یا ترکار لاندې دي چې د زیربنا ستره برخه تشکیلوی:


شمیره
د سړک نوم
اوږدوالی
د سړک تیپ
د سړک د ساختماني فرش ډول
فعلي حالت
فیصدي
تمویلوونکی
۱
میدان ښار- لومړي بهسود
۷۷ کیلومتره
ملي شاهرا
اسفالت کانګريټ
ترکارلاندې
۸۵ ٪
ایټاليا هیواد
۲
ارغندي – دوراني بازار
۳۶ کيلومتره
ملی شاهرا
اسفالت کانګريټ
بشپړ شوی
تکمیل

۳
دراني – سالار بازار
۴۷ کیلومتره
ملي شاهرا
اسفالت کانګريت
بشپړ شوی
تکمیل  
دمتحده ایالتونو پرمختیایی اداره
۴
لومړي بهسود- پل بند شوی
۹۶ کیلومتره
ملي شاهرا
خامه جغلي
تر مراقبت لاندې

ټولګټې وزارت
۵
میدان ښار – اونۍ کوتل
۵۴ کیلومتره
ملي شاهرا
اسفالت کانګريت
ترکار لاندې
۸۵ ٪
ایټاليا هیواد
۶
دشت ټوپ – چک
۲۴ کیلومتره
ولسوالي سړک
اسفالټ کانګريټ
ترکارلاندې
۷۰ ٪
ټولګټې وزارت
۷
تنګی – پل علم لوګر
۱۹ کیلومتره
ولایتي سړک
D.B.S.T Surface
بشپړ شوی
تکمیل
د متحده ایالتونو پرمختیایی اداره
۸
سيداباد – اونخی
۱۹ کیلومتره
ولسوالۍ سړک
D.B.S.T Surface
بشپړ شوی
تکمیل
ټول ګټې
۹
شش کلا – جغتو
۲۲کیلومتره
ولسوالۍ سړک
خامه جغلي
قرارداد شوی
۱۵٪
ایتلافي ځواکونه
۱۰
میدان- نرخ
۸ کیلومتره
ولسوالۍ سړک
اسفالت کانګريت
 بشپړ شوی 
ایتلافي ځواکونه

 

په تیرو دووکلونو کې میدان وردګ ولایت ته ترټولو ډېرو نړیوالو مقامونو کاري او مرستندوی سفرونه ترسره کړي، چې پکې د امريکا د جمهور ریس مرستیال ،ددفاع وزیر، لوی درستیز، د سنا غړي ، سفيران ، ملکي او نظامي استازي او دترکيې او څو نورو اروپايي هیوادونو لوړپوړي پلاوي پکې دبېلګې په توګه دیادولو وړ دی.
په تیرو دووکلونو کې د عدليې رياست له خوا ۱۳۸۴،۱۵۱جريبه دولتي غصب شوې ځمکې تثبيت او استردادشوې دي .
د کرهنې سکتور په تیرو دووکلونو کې د ۹۰۷ټنه اصلاح شوي تخمونه او ۶۰۷ټنه يوريا سره او ۱۲۱۴ټنهDAPسره  ۸۱۴۰کورنیو ته ويشلې ده.همدارنګه  ۲۳۸۹۶۰۰دوزه واکسين ۱۴۳۵۴۵څارویو ته طبيق شوي دي.                 
په تیرو دووکلونو کې ۱۱۰۰۰۰ مثمر او ۲۳۲۵۰غير مثمر نيالګي توزيع او کښینول شوي دي.         
په امنیتي سکتور کې د تیرو دووکلونو په اوږدو کې میدان وردګ ولایت د سترو پرمختګونو شاهد و، د ۱۲۰۰ په شمير دعامه ساتنې پولیس جذب او روزل شوي دي. د پولیسو تعلیمي مرکز جوړ شوی، دسیداباد ولسوالۍ په کچه د پولیسو تشکیل بشپړ شو او په نورو سیمو کې دا لړۍ روانه ده.د چټک غبرګون قطعه جوړه شوه د هماهنګۍ مرکز فعال شوی او ددې ترڅنګ دلومړۍ بهسودو، دویم بهسود امنیه قوماندانیو ودانۍ جوړې شوې او د جلریز امنیه قوماندانۍ ودانۍ ترکار لاندې ده.
ښاروالۍ په میدان ښار کې داسې یوه ابتکاري پروژه پيل کړې، چې هره ورځ نهه سوه کارګرو ته روزګار برابروي او په دې توګه د ښار واټونه، فرعي سړکونه، پلونه، پلچکونه، لښتي او پياده روونه جوړوي. اوس د ښار په ټولو واټونو کې دلمریزو څراغونو بريښنا فعاله ده، پارکونه رغول شوي دی.
د کليو پراختیا سکتور په تیرو دوو کلونو کې ۸۰۲ محلي شوراګانې جوړې کړې دي. د اته سوه په شمير وګړي په بيلابیلو حرفو کې د کليو پراختیا پروګرام له لارې روزل شوي دي . همدارنګه دغه پروګرام لمریزه بریښنا کلیو ته رسولې ده او د خلکو او محلي شوراګانو په خوښه د ملي پيوستون پروګرام پلی شوی دی.
په خصوصي سکتور کې ترټولو ستره لاسته راوړنه  دګچو اورخام د کانونو مزایدې ته سپارل او استفاده ده، همدا رنګه د تیرو دووکلونوپه اوږدو کې څلورو مخابراتي کمپنیو او دوو خصوصي بانکونو په میدان وردګو کې فعاليت پيل کړی دی.
په ۱۳۸۸ لمریز کال کې د مستوفیت د معلوماتو له مخې د کلنیو عوایدو اندازه ۴۶۴۷۸۵۹۷ افغانیو ته لوړه شوې چې دا د مجموعي سلنې  ۲۰ فیصده جوړوي خو په ۱۳۸۹ لمریز کال کې د کلنیو عوایدو اندازه ۳۹۳۰۱۳۴۸ افغانیو ته په دویمه ربع کې رسیدلې او دادکلنیو عواید د ازدیاد ۴۰ سلنه جوړوي. مستوفیت په تیرو دوو کلونو کې د افمیس سیستم فعال کړی، ۵۶ کارکونکي یې د اداري اصلاحاتو پروسې ته شامل کړي دی.
په تیرو دووکلونو کې د پيښو پرضد دمبارزې ادارې د ټولو اسيب پذیرو سیمو سروې بشپړه کړې ده. په ټولو ولسواليو کې يې ۱۴۰۰ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکي مستحقو وګړو ته ویشلي دي.
په تیرو دووکلونو کې د د سواد زدکړې، کمپيوټر، خوراکي توکو پروسس، تولید ، کرهنې، لاسي صنایعو او خیاطۍ په پروژو کې په میدان وردګو کې ۱۴۰۰ میرمنې روزل شوې دي.
په تیرو دووکلونو کې په میدان وردګو ولایت کې مرکزي پست خونه جوړه شوه ټولې ولسوالۍ ترمخابراتي پوښښ لاندې شوې دي. د څلورو بیس سټیشنونو ترڅنګ په میدان ښارکې انټرنیټي خدمات چمتو شوي دي.
 په تیرو دووکلونو کې د کډوالو د ښارګوټيو جوړولو په منظور ۸۰۰ جریبه ځمکه تثبیت شوې او ښار ایجاد شوی دی. همدارنګه ۹۶ مستحقو راستنو شوو کډوالو ته سرپناوې جوړې شوې دي.
دغه ولایت دخپل تیر دوه کلن پلان په لړ کې ۱۰۰۰ معلولو او معیوبو وګړو ته په لسو حرفو کې لنډ مهالې زده کړې ورکړې، چې د کارکولو او ژوند بسیا کولو فرصتونه ترلاسه کړي. همدا رنګه د ۵۵۰۰ معیوبینو کورنیو ته خوراکي توکي ویشل شوي دي او له بله اړخه ۸۰۰ بې سرپرسته ماشومان روزل شوي او هغوی اعاشه او اباطه شوي دي. د معلولینو او شهیدانو له کورنیو سره د مرستو په لړ کې ۴۰۰ جریبه ځمکه اخستل شوې چې هغوی پرې کورونه جوړ کړي.
د لومړي ځل لپاره په میدان وردګ ولایت کې سیمه ییزه مشورتي شورا جوړه شوې ده . د تیرو دووکلونو په اوږدو کې د کوچیانو څارویو ته ۷۲ زره دوزه بیلابیل واکسینونه تطبیق شوي دي. همدا رنګه په نهو اداري واحدونو کې کوچیانو ته ۳۳۶ جلده د تابعیت تذکرې ویشل شوې دي.
د لنډ مهالې ادارې له پيله تر ۱۳۸۹ لمریز کال پايه پورې د وردګو لایت ټولو اداري واحدونو ته (۱۸۹۷۴ ) کورنۍ کډوال بېرته له بهرنیو ملکونو راستانه شوي دي.

شمېره
د اداري واحد نوم
د راستنو شوو کډوالو کورنیو شمېر
۱
میدان ښار
۲۷۳۲ کورنۍ
۲
نرخ
۲۳۵۸ کورنۍ
۳
جلریز
۲۲۵۹ کورنۍ
۴
سيداباد
۹۸۱ کورنۍ
۵
بند چک
۲۲۳۸ کورنۍ
۶
جغتو
۵۷۳ کورنۍ
۷
لومړي بهسود
۲۵۷۸ کورنۍ
۸
مرکزي بهسود
۴۵۰۳ کورنۍ
۹
دایمیرداد
۷۵۲  کورنۍ
د ټولو کورنيو شمېر ( ۱۸۹۷۴ )
 


په مختلفو دورو کې د ميدان وردګوواليان:
د پخوانی پاچا ضاهرشاه له واکمنۍ تراوسه په ميدان وردګ  ولايت كې د واليانو نومونه په لاندي ډول دي:
 په شاهي دوره كي :
 عبدالباقي  يوسف زي ،
محمد ابرهيم عباسي،
 عبدالملك لعل پور وال .
عبدالصمد بخشي .
د سردار محمد داود خان په جمهوري دوره كې:
عبدالقادر قاضي .
امير محمد اميري .
د تره كي او امين په وخت كي :
 غلام حسن  ۱۳۵۷ كال .
عزيز الله وګړیكال ۱۳۵۷ – ۱۳۵۸ .
محمود غفوري كال ۱۳۵۸ .
د ببرك كارمل په دوره كې:
احمد جان رزم اور  كال ۱۳۵۹- ۱۳۶۰ .
 غلام رسول يوسف زي كال  ۱۳۶۰ – ۱۳۶۴ .
بسم الله عمر ۱۳۶۴ – ۱۳۶۵
د ډاکټر نجيب الله په دوره كې:
  محمد شريف نوري كال ۱۳۶۵ .
شير محمد ولس يار .
حيات الله رازقي .
 جنرال محمد ظريف امر خيل،
فضل الدين مهري .
د مجاهدينو په دوره كې:
  ډاكټر عزت الله نوري .
د طالبانو د واكمنۍپه مهال:
 ملا عبدالرشيد  .
 ملا عبدالصمد خنجري .
  ملا عبدالحكيم حقاني .
  ملا شمس الدين .
د لنډ مهالېادارېپرمهال
  1. ارواښاد الحاج سيف الله احمدزی. ۵ / ۲ / ۱۳۸۱ نه تر ۲۳ / ۵ / ۱۳۸۲ .
  2. الحاج حميد الله توخي  له ۲۳ / ۵ / ۱۳۸۲ نه تر ۲۳ / ۷ / ۱۳۸۲ .
  3. الحاج راز محمد دليلي له ۲۳ / ۷ / ۱۳۸۲ نه تر ۱۳ / ۱۲ / ۱۳۸۳ .
د انتخابي حکومت په دوره کې :
۱ - عبدالجبار  نعيمي له ۱۳ / ۱۲ / ۱۳۸۳ نه تر ۱ / ۳ / ۱۳۸۷ .
 ۲ - محمد حليم فدايي له ۲۴ / ۴ / ۱۳۸۷ نه تر اوسه .

د ميدان وردګ نهه اداري واحدونه

ميدان ښار
د ميدان وردګ ولايت مرکز ميدان ښار د کابل لويديځ ته په ٣٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري. ميدانښار چې (٣٤٥) کيلومتره پراخوالي لري  دبحر د سطحي څخه (٢٢٢٥) متره  لوړ د (٣٤٢٧٠٠)عرض البلد او (٦٨٤٨٠٠) طول البلد درجو ترمنځ  موقعيت لري چې د (٥٩) اصلي کليو او يو فرعي کلى په لرلو سره (٦٠٧٥٨) تنه نفوس لري
د ميدان ښار دتاريخي سيموله ډلېد ګنبدشاه،چې چغتایپورې اړه لري نوم اخيستلای شو.په عمومي توګهدميدانښارخلک په کرنه،مالدارۍ،بڼوالۍ او سوداګرۍ بوخت دي.البته د وګړو اقتصادي وضعيت يې ډېر ښه ندی.
دميدانښار ټول کلي په دريو حوزو وېشل شويدي:
  1. دعثمان خېلو حوزه
  2. د چارکه حوزه
  3. دابراهيم خيلو حوزه

 سيداباد ولسوالي
 سيداباد ولسوالی د ميدان وردګ ولايت لهلومړۍ درجه ولسواليو څخه  شمېرل کېږي،چې دميدان ښار څخه (٣٥) کيلومتره واټنلري. نوموړۍ ولسوالي(١٧٧٥٧٨) تنه نفوس، (١٠٢٩) کيلومتره مربع پراخوالی، د بحر دسطحى څخه (٢٤٠٠) متره لوړوالى او د (٣٤٥٩٥٠) عرض البلد او د (٦٨٤٣٠٠) طول البلد درجو ترمنځ ،د(١١٧) اصلي او (٧٣) فرعي کليو لرونکېده.
د سيدا اباد څلور خواوې په لاندې ډول دي:
شمال ته  چک ولسوالي، جنوب ته  د لوګر دخروار ولسوالي او دغزني ولايت ذنه خان، ختيځ ته  د لوګر ولايت  د برکي برک ولسوالي، لويديځ ته دچک او جغتو ولسوالۍ، شمال ختيځ ته نرخ ولسوالي، جنوب ختيځ ته  دعزني ولايت د خواجه عمري ولسوالۍپرتې دي.
د سيداباد استوګنپه کرنه، بڼوالۍ او مالدارۍ بوخت دي او له پوهنې سره خورا زياته مينه لري. دغه ولسوالي ډېر حياتيموقعيت لرياو د کابل کندهار په لويه اکمالاتي لار پرته ده.
ددغه ولسوالۍ ټول کلي په لاندې حوزو تقسيمېږي:
  1. د اونخي حوزه
  2. د شش ګاو حوزه
  3. دشنيز حوزه
  4. دسيداباد حوزه
  5. د شيخ اباد حوزه
  6. د تنګي حوزه

جغتو ولسوالۍ
جغتو ولسوالۍ د ميدان وردګ ولايت د دويمې درجې ولسواليو له ډلېشمېرل کېږي،چې دميدان ښار څخه (١٢٤) کيلومتره واټنلري. د جغتو ولسوالۍ ټول کلي په لاندې حوزو وېشل کېږي:
  1. د کلاندي مرکزي حوزه
  2. د باريکاب حوزه
  3. د کونج حوزه
  4. د ګيرو حوزه
  5. د قلعه وزير حوزه
  6. د منګلي حوزه
  7. د بند سلطان حوزه
  8. د ابتلې حوزه
  9. د مرکز دويمه حوزه
  10. ګنده قول حوزه

د جغتو ولسوالۍڅلور خواوې په لاندي ډول دي:
شمالته یېچک ولسوالي، جنوب ته يې دغزني خواجه عمري، خوګياڼي او رشيدان ولسوالۍ، ختيځ ته يې سيداباد ولسوالي، لويديځ ته دغزني ناور او رشيدان ولسوالۍ.
د جغتو ولسوالي پراخه نيمه دښتې لري او ٢.٥ برخه  ځمکه يې کرل کېږي.
د دغېولسوالۍ زياتره خلک په کرنه،مالدارۍ، او بڼوالۍ بوخت دي او د خلکو اقتصادي حالت يې کمزوریدي.


چک ولسوالۍ
 چک ولسوالي دميدان وردګ ولايت د دويمه درجه ولسواليو له ډلېشمېرل کېږي،چې دميدانښار شمال ته په (٤٠) کيلومترۍکې موقعيت لري. د چک ولسوالي (١٣٦٢٨٠) تنه نفوس او (١٩٣) اصلي کلي لري. د بحر له سطحې(٢٢٠٠)متره لوړهاو (١١٧٧) کيلومتره مربع د (٣٤٠٦٠٠) عرض البلد او (٦٨٣٥٠٠) طول البلد درجوپه حدودوواقع ده
د چک ولسوالۍ څلور خواوې په لاندېډول دي:
شمال ته  نرخ او دايميردادولسوالۍ، جنوب ته جغتو او سيداباد ولسوالۍ، ختيځ ته نرخ او سيداباد ولسوالۍ، لويديځ ته  مرکزي بهسود او دايميرداد ولسوالۍ پرتې  دي.
سياب،انګورباغ اود ترممدغرونهد جغتو دګرځندوی سيمې دي،اولوګرسيند ددغېولسوالۍ لهغرونو څخه سرچينه اخلي.
د چک د اوبو دبريښنا فابريکه ددې ولايت دمهمو صنعتي ودانيو په لړ کې راځي،چې بيارغونه يې ددې ولسوالۍ په ارزښت کې دپام وړ بدلونونه راوستلای شي. د چک ولسوالۍټول کلي په لاندې حوزو ويشل شويدي:
  1. د ابکذار حوزه
  2. د عربانو حوزه
  3. د سياب حوزه
  4. د نيک پايقول حوزه
  5. ګردن مسجد حوزه
  6. د سيبکېحوزه
  7. د خوات علياء حوزه
  8. د خوات سفلى حوزه
  9. د بيک سمند حوزه
  10. د عليشه او شاه قلندر حوزه
  11. د امبوخاک حوزه
  12. د اله سنګ حوزه
ددې ولسوالۍ زياتره خلک په کرنه،بڼوالۍ او مالدارۍ بوخت دي او اقتصادي حالت يې د میدان وردګ ولايت له نورو سيمو سره ورته ستونزمن  دی.

نرخ ولسوالۍ
نرخ ولسوالي چې دميدان ودرګ ولايت د درېيمو درجو ولسواليو په لړ کې راځي،چې دميدان ښار جنوب او جنوب لويديځ ته په (٨) کيلومترۍ کې موقيعت لري.. نوموړېولسوالۍ د (٩١٨٠٨) تنه نفوسپه لرلو سره(١٢٩) اصلي او (٤٣)فرعي کلي لري.  نرخ ولسوالۍ د بحر له سطحې  (٢٢٠٠) متره لوړوالی،(٤٨٠) کيلومتره مربع  پراخوالیاو د (٣٤٢٢٠٠) عرض البلد او (٦٨٤٨٠٠)  طول البلددرجو ترمنځ موقيعت لري.
د نرخ ولسوالۍ څلور خواوېپه لاندې ډول دي:
شمال تهجلريزولسوالي،ميدان ښار او کابل ولايت، جنوب ته لوګر ولايت، ختيځ ته دولايت مرکز(ميدان ښار) او کابل ولايت، لويديځ تهد سيداباد،چک او دايميرداد ولسوالۍپرتې دي.
د نرخ ولسوالۍټول کلي په لاندې حوزو وېشل کېږي
  1. د شهاب الدين، بادام حوزه
  2. کريمداد حوزه
  3. دادل حوزه
  4. عمرخېلو او  صدمردي حوزه
  5. د توکرک، ده خرقه او اقچي حوزه
د نرخ ولسوالۍ خلک په عموميتوګهپه  کرنهاو مالدارۍ بوخت دي،چې اقتصادي حالت يې تر نورو سيمو زيات کمزوری دی. په نرخ ولسوالۍ کې  د ګروميتو لوى کان پروت دى.



جلريزولسوالي
 جلريز ولسوالي د ميدان وردګ ولايت د دويمو درجه ولسواليوپه ډله کې راځي،چې دميدان ښار په (٣٠) کيلو مترۍ کې موقعيت لري. دغه ولسوالي(٧٣٦١٤) تنه نفوس او (١٢٤) اصلي کلي لري. دغه ولسواليد بحر لهسطحې (٢٣٧٥) متره لوړه پرته ده ،چې مساحت يې(١١٣٩) متره مربع  او  په(٦٨٣٠٠٠) طول البلد درجو کې موقعيت لري.
د جلريز ولسوالۍ څلور خواوې په لاندې ډول دي:
شمال ته دپروان ولايت سرخ پارسا ولسوالي او دکابل پغمان ولسوالي، جنوب ته ميدان ښار او نرخ ولسوالي،ختيځ ته ميدان ښار، لويديځ ته  د دايميرداد او د بهسودو لومړۍ برخه .
 د جلريز ولسوالۍ ټول کلي په لاندې حوزو وېشل کېږي
  1. د زيولاتو حوزه
  2. د جلريز دمرکز حوزه
  3. د سنګلاخ حوزه
  4. د تکانه حوزه
  5. د سرچشمې حوزه
د جلريز ولسوالۍدلرغونې سيمو په ډله کېکشک تپه او مزار پوشته يادولاى شو.  ددغېولسوالۍ خلک په عمومي ډول په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.


بهسودو ،لومړۍ برخه
بهسودو لومړۍ برخې ولسوالي دميدان ودرګ ولايت د دويمې درجې ولسواليو له جملې څخه شمېرل کېږي،چې دميدان ښار لويديځ لور ته په ٥٥ کيلومټرۍکېپرته ده. نوموړې  ولسوالۍ  (٤١١١١) تنه نفوس  او  (٢٣٢) اصلي  او (١٥١) فرعي کلي لري. دا ولسوالي د عرض البلد په (٣٤٢١٠٠) او دطول البلد په (٦٧٥٤٠٠) درجو کې پرته ده، دبحر له سطحې څخه (٢٩٩٥) متره لوړهدهاو (١٣٢٥) کيلومتره مربع پراخوالیلري.
د بهسودو د لومړى برخېڅلور خواوې په لاندې ډول دي:
شمال ته  شيبرباميان، جنوب ته  دايميرداد او دغزني د ناور ولسوالۍ ، ختيځ ته  دايميرداد،جلريز او د پروان ولايت سرخ پارسا ولسوالۍپرتې دي، لويديځ ته د بهسودو مرکزي ولسوالۍ سيمې پرتې دي.
دبهسودو په تاريخي سيمو کې  شينيه د يادولو وړ ده.دهلمندسيند چې له نوموړېولسوالۍ څخه تېريږي  دې ولسوالۍ ته زياته ښکلاء ورکوي.خلک ېې په کرنه کې ددې اوبو څخه استفاده کوي. ددې ولسوالۍ خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي،چې پخوايېمالدارۍ زياته وده کړې وه.د ټغراوبدل، ليمڅي، د پشمي جاکټونو او شالونوجوړول يې دلاسي صنايعو مهمې بېلګې دي.خود جګړو او پرلپسې وچکاليو له امله د کرنې او مالدارۍ په برخه کې زیات زيانونه ور اوښتي دي.

مرکزي بهسود
د بهسودو مرکز ولسوالۍ دميدان وردک ولايت د لومړۍ درجو ولسواليوڅخه شمېرل کيږي چې (١٦١٣٠٦) نفوس   او (٦٧٩) اصلي کلي او (١٩٢) فرعي کلي لري. نوموړۍ ولسوالۍ د عرض البلد په (٣٤٣٠٣٠) درجو او د طول البلدپه (٦٨١٥٠٠)  درجوترمنځ پرته ، دبحر د سطحې څخه (٢٩٥٠) متره لوړه او (٢١٨٦) کيلومتره مربع  پراخوالي لري. دا ولسوالي د ميدان ښار څخه (١١٣) کيلومتره فاصله لري.
د بهسودو مرکز ولسوالۍ څلور خواوې په لاندې ډول دي:
شمال ته د باميانو يکاولنګ ولسوالي، جنوب ته د غزني ولايت ناوور ولسوالي او د دايکندي شهرستان ولسوالي، ختيځ ته د بهسودو لومړۍ برخه ولسوالي، لويديځ ته  دباميانو،پنجاب  اوورث ولسوالي.
د دغه ولسوالۍ خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي  او لاسي صنايع يې عبارت دي ټغراوبدل،ليمڅي اوبدل،جاکټ جوړول او داسي نور ، خو د ميږو له منځه تلو سره  نوموړى صنعت  مخ ښکته روان دي.
د لرغونو سېمو څخه يې د قوقرون سېمه يادولاى شو، او د اوسپنې مشهورکان حاجي ګک په دغه ولسوالي کې پروت دي.  د دواړو بهسودو ولسواليو خلک  د ولايت د نورو ولسواليو په څير د ديرشو کلو جنګونو او د پرلپسې وچکاليو څخه ډير زيات زيانمن شوې دي  او په ټولو برخو کې  دسختو ستونزو سره مخامخ دي .


ددايميرداد (جلګۍ) ولسوالي
د دايميرداد(جلګۍ)ولسوالي د ميدان وردګ ولايت د درېیمه درجه ولسواليو  څخه شمېرل کيږي،چې دميدان ښار په (٩٠) کيلومترۍ کې موقعيت لري .(٧٢) کيلو متره سرک يې خام او پاتې (١٢) کيلومتره سرک يې قيرشوې دي.
نوموړېولسوالي(٤٧٣٧٢) تنه نفوس او (١١٢) اصلي كلي لري، دبحر له سطحې څخه (٢٤٥٠) متره لوړوالی،د (١٣٤٢) کيلومتره مربع  پراخوالی،  د عرض البلد د (٣٤١٣٢٠)  او طول البلد د (٦٨١٨٣٠) درجو ترمنځ پروت دي.
د جلګې څلور خواوې په لاندې ډول دي:
شمال ته د بهسودو مرکز، جنوب ته د دايميرداد او نرخ ولسوالي، ختيځ ته د بهسودو لومړۍ برخه، لويديځ ته د غزني ناور ولسوالۍ موقعیت لري.
د دايميردادو ټول کلي په لاندې حوزو وېشل شوې دي
  1. د ميرانو حوزه
  2. شاه قدم حوزه
  3. نازکخيل حوزه
  4. دسيدانو تنګې حوزه
  5. د چهارديوال حوزه
  6. د ګرداب حوزه
  7. د سه شينه حوزه
  8. د نقشين حوزه
  9. د بخشک حوزه
  10. د چنګه حوزه
  11. دكنج حوزه
  12. د حاجيکه حوزه
دغه ولسوالۍ تاريخي قدامت  او زيات لرغونې سېمې لري چې مشهوريې په لاندې ډول دي
د ارګ کلا چې د يوه غره له پاسه پرته ده
کافر کلا يا پاره کلا
د کتب تپه
د بودک کلا
د چتو تپه
لوى بودک
ددغه  ولسوالۍ خلک په عمومي صورت په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او اقتصادي وضعيت يې زيات خراب دي. په دايميرداد ولسوالي کې د ګچو کان شتون لري چې ددې ولسوالۍ دخلکو په اقتصادي وده کې دپام وړ رول لوبوي

خپله تبصره لیکی

تبصرې