Jun 3, 2013

''پاکستاني جنګیالي د وردګو امنیت ته ستر ګواښ دی''

خپله تبصره لیکی
د میدان وردګو والي د دغه ولایت امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېدونکی ښودلی دی.
نوموړي دا څرګندونې د افغانستان د ملي امنیت شورا غونډې ته کړې دي، چې په وینا یې د دغه ولایت امنیتي وضعیت د طالبانو په نامه د "پاکستاني جنګیالیو" له خوا ورځ تر بلې خرابېږي.
والي عبدالمجید خوګیاڼي د امنیت شورا ته ویلي، چې په وینا یې "له شمالي وزیرستانه پاکستاني اورپکي" میدان وردګو ته راغلي او د طالبانو په نامه هلته ترهګریز فعالیتونه کوي.
میدان وردګ چې د کابل په ۳۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري، له نسبتاً نارامو ولایتونو څه دی.
نژدې درې میاشتې مخکې خلکو په دې ولایت کې له ځانګړو امریکايي ځواکونو ولسمشر حامد کرزي ته شکایت وکړ، چې کرزي له دغه ولایته د ځانګړو امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره تېره حوت/کب میاشت ضرب الاجل وټاکه.

پاکستانی جنګیالي

افغان حکومت ویلي وو، چې "په میدان وردګو ولایت کې د ځانګړو امریکايي ځواکونو په نامه وسله وال کسان خلک ځوروي، ربړوي او ان بې ګناه کسان وژني".
همدا وو چې د میدان وردګو یو شمېر وګړو د ځانګړو امریکايي ځواکونو پرضد په کابل کې مظاهرې وکړې، او له دغه ولایته یې د دغو ځواکونو د وتلو غوښتنه کوله.
د میدان وردګو والي د امنیت شورا ته ویلي چې تر ډېره "پاکستاني جګړه ماران" په جغتو، چک او دایمیرداد ولسوالیو کې په ډله ییز ډول فعالیت کوي.
د ولسمشرۍ له دفتره یوه خپره شوې ویناپاڼه کې ولسمشر کرزي دفاع او د کورنیو چارو وزارتونو ته سپارښتنه کړې، چې ژر تر ژره د میدان وردګو ولایت د امنیتي وضعیت ښه کولو لپاره جدي ګامونه واخلي.
بل خوا، د میدان وردګو ولایت چارواکي وايي "د پاکستان د پوځ او استخباراتو نژدې ۲۰۰ جاسوسان" د میدان وردګو ولایت ولسوالیو ته د ویجاړیو لپاره راوستل شوي.
خو د میدان وردګو د ولایتي ویاند په خبره، نژدې دوې میاشتې مخکې د امریکا ځانګړي ځواکونه د دغه ولایت له درېیو ولسوالیو وتلي دي.
د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي بي بي سي ته ویلي، چې د کشفي ارګانونو د معلوماتو له مخې "پاکستاني جنګیالي" د طالبانو په جامه کې له وزیرستانه راغلي چې دلته تخریبي اعمال وکړي.
ښاغلی خوګیاڼی دا هم وايي، چې د ځانګړي امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، په دې ولایت کې بیا هم امنیت نه دی ښه شوی.

خپله تبصره لیکی

تبصرې