Jan 2, 2013

په وردګو ولايت کې د کانکور ازموينه واخېستل شوه

1 تبصره
نن په ميدان وردګو ولايت کې، د دولسو ټولګيو له 3995 تنو ښځينه او نارينه فارغينو څخه د کانکور ازموينه واخېستل شوه. دغه ازموينه نن له غرمې وروسته شاوخوا دوې نيمې بجې، د سيداباد ولسوالۍ اړوند ټوپ دښتې د پوليسو په روزنيز مرکز کې پيل شوه. د دغه ولايت د پوهنې رييس فضل الرحمان طارق وويل، چې سږ کال په دغه ازموينه کې د ميدان وردګو ولايت له نهو اداري واحدونو څخه ټول 3995 تنو ګډون کړی، چې نوي تنه يې نجونې او پاتې يې هلکان دي. د ازموينې د پيل په مراسمو کې د دغه ولايت والي، په ولسي جرګه او ولايتي شورا کې د دغه ولايت د خلکو استازو او ځينو نورو چارواکو ګډون کړی و. والي په خپلو خبرو کې د دغه روزنيز مرکز له مسوولينو څخه، زده کوونکو ته په دغه روزنيز مرکز کې د ازموينې لپاره د ښه چاپېريال برابرولو له امله مننه وکړه او ويې ويل، چې زده کوونکو ته د ازموينې لپاره ډېره ښه چاپېريال او اسانتياوې برابرې شوې دي. دغه ازموينه له کابله د کانکور د کومېټې د راغلي پلاوي په حضور کې په سمه توګه له هر ډول ستونزې پرته پيل شوه. هېره دې نه وي، چې تېر کال هم د دغه ولايت د کانکور ازموينه همدلته اخېستل شوې وه، چې 3500 تنو پکې ګډون کړی او 2100 تنه لوړو زده کړو ته ترې جذب شوي وو، چې دا د ټول افغانستان په کچه د جذب تر ټولو لوړه کچه وه.

1 comment:


  1. I do consider all the concepts you've presented for your post. They're really convincing and will certainly work. Still, the posts are too quick for newbies. Could you please prolong them a bit from next time? Thanks for the post. hotmail sign in email

    ReplyDelete