Feb 3, 2012

د مچيو سره جنګ

خپله تبصره لیکی

نن ډېره زياته ګرمى ده. جامې مې ويستې دى، په يو شلېدلى لنګوټى کښې د دېوال خوا ته پروت يم، يو ګرمى وائى چې نن نۀ يم نو کله به يم، بل د حوالات دننه ټټۍ چې د مودو راسې د غُلو متيازو نه ډکه پرته ده، د ګرمۍ په وجه ئې داسې سخا ډډوزې راپريښې دى چې د سړى مازغۀ شلوى. ما ته نۀ خوب راځى نۀ ارام. پاس چت ته ګورم او کله د چت لهړى شمارم، کله د مچيو ډوبسکى (ګګان)، دې کښې مې ناڅاپه مچيو ته پام شو.
تاسو يقين وکړئ چې دومره مچۍ وې چې د دې نه مخکښې ما په دومره تنګه کوټګۍ کښې دومره زياتې مچۍ نۀ وې ليدلې. او دا نۀ چې ګنې يواځې چت کښې ګرځى يا هوا کښې الوځى، تاسو ومنئ چې په فرش راغورزېږى، په ما راپرېوځى، په دېوالونو ګرځى او په زمکه منډې وهى. او چې ما حساب ولګولو نو يواځې په ما يو منټ کښې دولس مچۍ راپرېوتې. تاسو به وايئ چې دې مچيو تۀ چيچلې ولې نۀ؟ نو خبره دا ده، چې کۀ زۀ ئې چيچلم نو تاسو ته څۀ معلومه ده؟ زۀ ئې چيچلم هم او نۀ ئې چيچلم هم، ولې اول خو زۀ داسې حالت کښې وم چې مچۍ نۀ کۀ لړم به وچيچلم هم به پوهـ نۀ شوم چې دا څۀ چل وشو. بل دا چې کۀ به پوهـ شوم، نو علاج ئې څۀ وۀ؟ نۀ زۀ چا د حوالات نه بهر ويستم نۀ مچۍ. په ويښه هم دغه د مچيو ډک حوالات کښې وم او په اودو هم، ناسته مې هم دغه دوزخ کښې وه او ولاړه هم، خوراک مې هم دلته وۀ او څښاک هم. او څۀ يوه ګېنټه يا يوه ورځ هم نۀ وه، پوره پينځۀ مياشتې وې. نو کۀ د مچيو نه تنګ شوے وے نو څۀ به مې کړى وو؟ او څۀ مې کولے شول؟ نۀ د فرياد ځائے وۀ او نۀ د تېښتې، او کۀ نه تاسو خپله سوچ وکړئ زۀ چې چا دې تنګ و ترُش حالاتو کښې مچيو ته اچولے وم، نو ګنې هغوى دا مچۍ نۀ ليدلې؟ هغوى دا نۀ ليدل چې دلته ما هر وختې څومره مچۍ چيچى او څومره تکليف دے راته؟
دا هر څۀ هغوى ليدل او په دې هر څۀ پوهېدل، ولې د هغوى منشا دا وه چې دے به د دې مچيو نه وويرېږى، تنګ به شى او مجبور به شى او چې څۀ ورته مونږ وايو هغه به ومنى. نو هرکله چې د هغوى غرض زما تنګول وو، نو ما کۀ د مچيو د لاسه ژړلے وے نو چا ته به مې ژړل؟ ما خو به دا کوشش کولو چې دا ظالمان هډو دا محسوس نۀ کړى چې زۀ تنګ يم. نو کۀ ډېر تکليف به راته پېښ شو ما به ورته تکليف نۀ وے ځکه چې زما په تکليف دوى خوشحالېدل او چې په څۀ به زۀ تنګېدم هم هغه کار به ئې کولو. دغه وجه وه چې ما به دا کوشش کولو چې زۀ دوى ته خپل تکليف څرګند نۀ کړم، بلکې پټ ئې کړم ترېنه.
دې حوالات کښې نۀ شم وئيلے چې د کله راسې دغه شان د مچيو زور دے او هر منټ کښې لس دولس مچۍ په ما راپرېوځى او د هغوى خوښه ده چې کۀ چيچى مې او کۀ نه، ولې زۀ ايله نن پوهـ شوم چې زما دلته د مچيو په باران کښې شپه ده. او چې په دې پوهـ شوم نو وويرېدم. ما وې بنده! کۀ تۀ اودۀ شې او دغه شان دا مچۍ په تا راغورزېږى او خورى دې نو تا به په يوه ورځ کښې غلبېل غلبېل کړى. راشه د دې علاج پکار دے ګنې دې حوالات کښې خو ورځ تېرول ګران دى. دا مې ووې او د مچيو د وژلو پروګرام مې جوړ کړو. اول مې ګګان وشمېرل. دې چت کښې يوولس غټ او اوه ويشت واړۀ ګګان وو. دا ټول د سرو مچيو وو. او يوه پکښې يو ګُټ ته د ډمبرو يا ډنډارو سُوړه وه.
د ګګانو د شمېرلو نه پس مې هر يو ګګ کښې کورونه شمېرل شروع کړل. ولې ګګان چت کښې وو زۀ ښکته. بل نظر مې هم کم شوے وۀ، نو دې کښې کامياب نۀ شوم. البته چې ښه خوارى مې وکړه نو په ګګانو ناستې مچۍ مې وشمېرلے شوې. په يوولسو غټو ګګانو زما په حساب څۀ کم يوولس سوه مچۍ ما وشمېرلې او په وړو ټولو باندې څۀ دپاسه څلور سوه برابر شوې. په دې حساب ټولې ناستۍ مچۍ مې پنځلس سوه حساب کړې او دغه شان بهر مې هم پنځلس سوه د دوى ملګرې په اندازه برابر کړې او فېصله مې وکړه چې دې کوټه کښې ټولې ټالې درې زره مچۍ دى او درې واړه زره وژل پکار دى.
په وژلو مې ئې ډېر فکر وکړو خو د ټولو نه اسان کار راته دا معلوم شو چې خپل ببوزے (د لاسو پکے) مې راواخستو او د حوالات منځ کښې ودرېدم. چې مچۍ په کړکۍ راننوځى زۀ ئې په ببوځى داسې ووهم چې ايسته ئې وغورزوم او ورمنډه کړم پښه پرې راکاږم. اراده مې وکړه چې دغه شان ګورم چې په يوه ورځ کښې به څومره ختمې شى. زړۀ کښې وايم کۀ زر مې ووژلے شوې نو څۀ ټوله ټاله د درېو ورځو خوارى ده او کۀ پنځۀ سوه مې د ورځې برابر کړې نو شپږو ورځو کښې به ترېنه بې غمه شم. لنډه دا چې په دې اراده او نيت د حوالات منځ کښې ولاړ يم چې مچۍ راښکاره شى زۀ ورته ځان برابر کړم. کۀ هغه لږه اوچته شى نو زۀ ورپسې ټوپ کړم ولې په وس ئې نۀ پرېږدم.
ټس چې وهم ئې او راغورزېږى، بيا ورځم او وژنم ئې او راپورته کوم ئې، يو ګُټ کښې ئې دلۍ کوم او ورسره ورسره ئې شمېرم هم. چې مچۍ راشى، هغه خوا ترې په ببوزى ټس وباسم او دې خوا په زور ووايم "يوه". بله راغله " ټس— دوه". بله راغله " ټس— درې". دغه شان ټوله غرمه د مچيو په وژلو، شمېرلو او په حوالات کښې په ګډېدلو او مچيو پسې په ټوپونو وهلو مشغول وم.
داسې يوه ورځ نۀ درې ورځې د سحر نه تر مازيګره ما مچۍ ووژلې. نۀ کښېناستم نۀ اودۀ شوم او نۀ مې بل طرف ته فکر لاړو. ولې کۀ ما سوونه مچۍ مړې کړې ولې مچيو کښې هيڅ کمے رانغے. هم هغه شان په ګګانو هم پوره ناستې دى او بهر ته هم پکښې هغه شان ځى راځى. زۀ هم حېران شوم، هم غصه: حېران خو په دې شوم چې ما درېو ورځو کښې د مچيو دومره قتل عام وکړو چې د حوالات ګُټ کښې مې ترې سمه دلۍ جوړه کړه، ولې مچۍ بيا هم کمې شوې نۀ وې. او غصه په دې شوم چې دا څنګه مچۍ دى چې زۀ ئې وژنم چې کمې شى او دا نورې زياتېږى.
دې خوا زۀ دې فکرونو اخستے يم او هلته زما څوکيدارانو (سپايانو) سره فکر شو چې سړے دا لا په کومه مشغولا واوړېدو، چې ټوله ورځ ئې بل څۀ کار نشته خو بس ببوزے په لاس مچۍ وژنى. هغوى په تماشه هم ستړى شول، په خندا هم، په ټوقو هم، ولې اوس فکر واخستل چې د سړى پام به څنګه بدلېږى. دوى زما د پام بدلولو غور کوى او زۀ مچيو ته غصې اخستے يم، وايم چې څۀ چل ورسره وکړم.
دې کښې مې ناڅاپه مغزو کار وکړو او يو ډېر ښکلے تجويز مې ذهن ته راغلو. وېم چې د شپې ټولې مچۍ په ګګانو کښېنى نو زۀ به ورته د ښکته نه څپلۍ ونيسم، وولم به ئې، وولم به ئې، وولم به ئې، وولم به ئې، د شپې شپې به ئې د ګګانو سره چخڼى کړم، هډو بېخ به وباسم. تيارۀ کښې ئې هسې هم نظر نۀ لګى، داسې سلوک به ورسره وکړم چې ياد به ئې لرى. بس دغه تجويز مې زړۀ کښې غوټه کړو او د شپې په انتظار کښې پرېوتم. زړۀ راته وائى چې بنده! شپه شى او تورتم تيارۀ شى نو تۀ به چت څنګه وينې او چت کښې به د مچيو ګګ درته څنګه ښکارى او بيا په څپلۍ به ئې څنګه وولې؟ ولې بل زړۀ راته ووې چې دا څۀ شل ګزه چت خو نۀ دے، خو دغه درې درې نيم ګزه چت دے او په څپک څپک کښې ئې ګګ دے، چې تۀ څپلۍ چت ته وربغے نو ضرور به يو نه يو ګګ لګى او ضرور به د مچيو کور ورانېږى.
دغه خبره راته پخه ښکاره شوه. يوه يوه لحظه مې شمېرله. دې کښې تيارۀ شوه. خو چې ښه تياره شوه او زۀ پوهـ شوم چې اوس مچيو ته زۀ نۀ ښکارم نو خپلې دواړه څپلۍ مې راواخستې او چت ته مې وار په وار ونيولې. څپلۍ ښۀ په غصه کښې د سر نه څرخوم او په تاؤ کښې ئې چت ته وربغوم او په خُلۀ ورسره په زوره وايم "اقه دے ولګېدو."
دغه شان مې حوالات کښې ډز غوبل او شور شر جوړ کړو. اخوا بل حوالات کښې نور حوالتيان هم راولړزېدل او د تاڼې ټوله نفرى هم راپاڅېده، لالټين ئې راوړو. اول خو ئې زما او د چت جنګ وليدو، بيا ئې ورو غوندې ما ته ووې "خان! دا څۀ چل دے؟ چت څۀ ګناه کړې ده؟"
زۀ ورته راوګرځېدم "چت هيڅ ګناه نۀ ده کړې، مچۍ مړې کوم."
هغوى وخندل او وې وئيل "خداى پاک دې مچيو غريبانانو ته څۀ پام کړے دے؟ ټوله ورځ خو دې د غريبانانو بېخ وويستو، اوس دې د شپې هم ورپسې څپلۍ راواخسته؟"
ما وې "او... وژنم به ئې" او بيا مې چت په څپلۍ ويشتل شروع کړل او خداى خبر چې ټوله شپه به مې د خپلۍ څپلۍ نه څۀ جوړ کړى وو، ولې دې کښې مرزا صاحب ووې "هلکو! ځئ چې دا مچۍ ورسره مړې کړو چې غريب په ارام اودۀ شى".
دغه شان په دې بهانه هغوى راننوتل او زما نه ئې دواړه څپلۍ واخستې او بيا بهر ووتل. ما يوه لحظه خو مرزا او سپايانو ته بد رد ووې ولې اخر به خوب راغلے وى او اودۀ شوے به يم او څۀ فکر به مې بدل شوے وى.

داجمل خټک د کتاب "دا زه پاګل وم؟"يوه لنډه کيسه


خپله تبصره لیکی

تبصرې