Feb 9, 2015

محور ورځپاڼه: د میدان وردګو د پوليسو د اعاشې په قرارداد كې ستره درغلي

خپله تبصره لیکی

د افغانستان څارنوالۍ د میدان وردګو ولایت امنیه قوماندان ته د اداري فساد په یوه غټه دوسیه کې د ښکېلتیا له کبله استعلامونه استولي او وروستي راپورونه وايي، چې ددغه ولایت درې غټ امنیتي مقامات ممنوع الخروج اعلان شوي دي.

معلومات په ډاګه کوي چې دغه درغلي د پولیسو د اعاشې اباطې په اکمالاتو کې شوې. امنیې قوماندان له نوي قرار داد پرته زاړه قراردادیان رخصت کړي او خپل یو نږدې جمعیتي حاجي رسا پنجشيري ته یې پولیسو ته د خوراکي موادو د انتقال لپاره واک ورکړی دی.

د یوه قرارداد شاهدان وايي، چې د شپې مهال امنیه قوماندانۍ کې قرارداد وشو او د لوژستیک مدير ټوپک وال په دروازه کې درولي وو، چې نور قراردادیان د ننه پرېنږدي. دوی د حاجي‌جانان د شرکت کسانو ته اشاره کوي، چې وسله والو له داوطلبۍ وشړل.

په امنیه قوماندان او امنیت امر نور تورونه هم دي، ‌چې د پولیسو په تشکیلاتو کې یې خپل خپلوان ځای پر ځای کړي او د پولیسو امکانات د ځان په ګټه کاروي. امنیه قوماندان تر دوه سوه زیات کسان له ځان سره له اندرابه راوستي، امنیت امر څلویښت کسان له ځان سره ساتلي، چې زیاتره یې خپلوان، زامن او کلیوال دي.

دوی د ولسوالیو د پولیسو تشکیلات راکم کړي او سلګونه پولیس له ځان سره ګرځوي. د ولسوالیو پولیس د تشکیلاتو د کمي له وجې رخصتي نشي کولای، نو ځکه چې سخته راشي، له دندو وتښتي.

یوه سرچينه وايي، چې د اعاشې په یو قرارداد کې تر یونیم لک ډالرو رشوت اخستل شوی، چې زور یې د سربازانو تر ډوډۍ خېژي. دغه راز سرچينه ادعا کوي، چې په قوماندانۍ کې د زړو او سوځېدلو موټرو کباړ او د وسپنو خرڅلاو روان دی.

دا تورورنه یوازې په امنیه قوماندان محمد خلیل اندارابي ندي، له ده سره سم په امنیت امر مل پاسوال عبدالجمیل تتمدره يي او لوژستیک مدير ښاغلي الف هم په قراردادونو او د پولیسو په تشکیلاتو کې د لاسوهنې او خېشخورۍ تورونه پورې شوي‌ دي.

د پولیسو د تشکیلاتو پربنست د افغانستان لومړۍ درجه ولسوالۍ اساساً ۸۵ پولیس پرسونل تشکیلات باید ولري، خو د میدان وردګو په اکثرو ولسوالیو کې پولیس سربازان له اصلي تشکیلاتو لسو ترشلو کسان کم دي او په عوض یې په مرکز کې امنیه قوماندان تر۱۰۰ او امنیت امر تر۴۰ کسان د باغوان، چایدارباشي او باډیګارډانو په حیث له ځان سره ساتلي او تنخواګانې اخلي.

د حفظ مراقبت او لوژستیک ټول قراردادونه له انداربیانو سره دي، چې د امنیه قوماندان خپلوان دي.

د امنیې قوماندانۍ د حفظ مراقبت په هغه قرارداد کې چې د شپې یې داوطلبي ترسره شوه د تهیه او تدارکاتو مدیر فضل الربي هم ښکېل ګڼل شوی دی.

په دغه قرارداد کې د نه ګډون له کبله امنیت امر غصه شو، سهار وختي د داوطلبۍ ځای ته ورغی و د لوژستیک ټولې دوسیې یې بهر وغورځولې. وروسته د امنیه قوماندانۍ له خوا له نوموړي سره ژمنه وشوه، چې د دشت ټوپ د پولیسو د مرکز راتلونکی قرارداد به ده ته ورکول کېږي.

میدان وردګ یو له هغو ولایتونو دی، چې امنیت پکې خورا ترینګلی او د دې ترینګلتیا عامل د طالبانو نفوذ ګڼل کېږي، خو د امنیتي‌ شیرازې او تشکیلاتو په منځ کې درغلۍ او ناوړه معاملې ددې سبب شوې چې ولایت له سقوط سره مخ شي.

افغان خبریالان ادعا کوي، چې که په ژوره توګه وڅېړل شي، د پولیسو په منځ کې په اکثرو ولایتونو درغلۍ، فساد او غلاوې تردې زیاتې دي.

د ميدان وردګو ولايت د امنيه قومندانۍ د امنيت امر جنرال عبدالجميل دغه خبرې ردوي.

خپله تبصره لیکی

تبصرې