Mar 13, 2015

طالب ورور ویشتلې خور ځان ته امن ځای لټوي

خپله تبصره لیکی
د افغانستان په مرکزي ولایت میدان وردګو کې د نجونو د ښوونځي یوه ښوونکې چې څه موده وړاندې د خپل طالب ورور له خوا ویشتل شوې، وايي په سیمه کې ژوند تېرول ورته ګران دي او حکومتي چارواکي هم د هغې د خوندیتوب لپاره ناغېړي کوي.
د دغه ولایت چارواکي دا مني چې نوموړې د خپل ورور له خوا ګواښل کیږي، خو دوی وايي چې د نوموړې د خوندیتوب لپاره یې لازم ګامونه پورته کړي دي.
ښايي ښوونکې بخت زمینه لومړنۍ مېرمنه نه وي چې په خپلو سیمو کې له زورزیاتي او تاوتریخوالي سره مخامخ کیږي، بلکې ډیرې داسې نورې مېرمنې هم شته چې ګواښل شوي، خو غږ یې تر رسنیو نه دی رسېدلی.
بخت زمینه چې د میدان وردګو ولایت د نرخ په نا امنه ولسوالۍ کې ښوونکې او د مدنی ټولنې فعاله ده وايي چې موده مخکې د خپل ورور له خوا په دې تور وویشتل شوه چې هغه ښوونځي ته له تګه نه په شا کېده، د بخت زمینې په خبره چې لا هم هغه ګواښل کیږي او دندې ته نه شي تللی.
ښوونکې بخت زمینه وايي، یو شمېر مرستندویه ټولنو ته ورغلې چې هغوی ورته د امن په کورونو کې د اوسېدلو سپارښتنه کړې، چې د دې په وینا هغه یوازینۍ څوک ده چې خپل بوډا پلار او وړو خویندو وروڼو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي او د امن په کورونو کې هغه اوسېدل نه غواړي.
د میدان وردګو چارواکي هم دا مني چې نوموړې د خپل طالب ورور له خوا ویشتل شوې او په تېښته بریالی شوی، خو د دغه ولایت د والي عبدالمجید خوګیاڼي په خبره چې هغوی د دغې ښوونکې د خوندیتوب لپاره له هیڅ ډول همکارۍ نه ډډه نه کوي.
د افغانستان په ډېرو لرو پرتو سیمو کې له ښځو سره د زورزیاتي پېښې ډیرې لیدل کېږي، چې یوه نیمه یې تر رسنیو لاره پیدا مومي، خو د ښځينه ښوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی هغه څه دي چې د ډېرو ماشومانو پر ژوندانه اغېز پرې باسي، له یوې خوا دغلته ښځینه ښوونکې په نشت حساب دي او له بله پلوه ډیرې کورنۍ په ځینو سیمو کې تر هغې خپلې لوڼې ښوونځیو ته نه پرېږدي چې ښوونکې یې مېرمنې نه وي.

خپله تبصره لیکی

تبصرې