Nov 10, 2013

میدان وردګ یو سرتیري وژل شوی دري مخالیفین نیول شوی

خپله تبصره لیکی
په میدان وردګو ولایت کې یو سرتېری وژل شوي او درې وسله وال ژوندي نیول شول . د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په ماشین قلعه سیمه کې تېره ورځ د وسله والو مخالفینو له لورې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې په ترڅ کې د عامه نظم یو سرتیری وژل شوي او پر همدې مهال تېره شپه د مرکز میدان ښار په سهاک سیمه کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې درې وسله وال مخالفین ( محمدنسیم،شاه محمد،نصیراحمد) ژوندي ونیول شول . نیول شوي کسان د څېړنو په موخه د امنیتي ځواکونو تر تعقیب لاندې دي. دا په داسې حال کې ده،چې دوه شپې وړاندې د چک ولسوالۍ په بمبايي سیمه کې د وسله والو مخالفینو یو قوماندان د خپل ماین په چاودنه کې ټپي او د نرخ په شادي خیلو سیمه کې یو بل وسله وال مخالف د امنیتي ځواکونو سره د نښتې به ترڅ کې ټپي شوی وو.

خپله تبصره لیکی

تبصرې