May 5, 2013

په ترکيه کي د زده کړو له پاره ازموينه واخستله سوه

خپله تبصره لیکی
په ترکیه او دافغانستان پولیسو اکاډمۍ کې د زدکړو په موخه په وردګو ولایت کې د ۲۷۰ کسانو څخه ازموینه واخیستل شوه.
دغه ازموینه چې نن ( یکشنبه) د میدان وردګو ولايت په مرکز میدان ښار کې و اخیستل شوه،د غزني او میدان وردګو ولایت دوه سوه اویا تنو د څوارلسم او دولسم ټولګیو فارغانو په کې ګډون کړی وو،چې په ترڅ کې به دوه څلويښت تنه یادو اکاډمیو کې د زدکړو په موخه بریالي شي.
له یادو دوه څلویښت تنو څخه به یې شل تنه بریالي کسان په دوست هېواد ترکیه کې خپلې شپږ میاشتنۍ زدکړې ترسره کړي چې په ترڅ کې به ټولنې ته د دویم ساتنمن په رتبه کې د خدمت په موخه وړاندې شي،همدا راز پاتې دوه ویشت تنه به د افغانستان پولیسو اکاډمۍ ته چې په کابل کې ده،څلور کلنې زدکړې وکړي،چې د لسانس ترلاسه کولو سربیره به ټولنې ته د دویم څارن په رتبه کې د خدمت په موخه وړاندي شي.
د وردګو والي،امنیه قومندان، ولایتي شورا غړو،له مرکز څخه راغلي هیئت او د دغه ولايت یوشمیر نورو استازو په یادو مراسمو کې ګډون کړی وو.
د وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل : د هغه کسانو لپاره چې تر دولسم ټولګي او نیمه لوړې زدکړې لري یو ښه فرصت دی،چې د لیسانس تر کچې او همدا راز له هېواده بهر په ترکیه هېواد کې په نظامي برخه کې خپلې مسلکي زدکړي وکړي.
هغه همدا راز د ازموینې ګډونوالود ازموینې د ورکړې پرمهال لارښوونه وکړه،چې د پوښتنو د ځوابولو پرمهال له پوره دقت څخه کار واخلي او ډاډ یې ورکړ چې دغه ازموینه چې د میدان وردګو ولايتي ادارې او مرکزي ادارې دچارواکو تر نظارت لاندې اخیستل کیږي،له هر ډول فساد څخه پاکه او په شفاف ډول به وړ کسان بریالي کیږي.
د میدان وردګو ولایت امنیه قوماندان ښاغلي سردارمحمدځاځي ګډونوالو ته وویل : هغه کسان چې په دغه ازموینه کې بریالي نشي،اړونده وزارت یې داسې نور پروګرامونه هم لري،چې دوی په کې ګډون وکړي او همدا راز یې غوښتنه وکړه،چې پکارده په دغه ډول پروګرامونو کې خویندې هم د دې هېواد دبچیانو په حیث برخه واخلي .
د یادونې وړده چې له ټول افغانستان څخه په ترکیې هېواد کې د شپږو میاشتنیو او په افغانستان کې د پولیسو په اکاډمۍ کې د څلور کلنو زدکړو په موخه ټول پنځه سوه تنه د څوارلسم او دولسم ټولګیو فارغان د ازموینې له لارې جذبیږي

خپله تبصره لیکی

تبصرې