Nov 10, 2013

وردګ : ٤ کسان د تېلو د خرڅلاو په تور ونيول سول

خپله تبصره لیکی
په سیداباد ولسوالۍ کې د سپریم کمپنۍ د شپاړس زره لیترو تېلو د خرڅلاو په تور څلور تنو تر نیول کېدو وروسته پخپلو جرمونو اعتراف وکړ.
د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د سپریم کمپنۍ شپاړس زره لیتره تیل چې په اتیا بېلرونو کې ځای پر ځای شوي وو او له کندهار څخه کابل ته لیږدول کیدل،چې د سیداباد ولسوالۍ په زرني سیمه کې موټر چلوونکي له نورو اکمالاتي موټرو څخه په دې موخه په یاده سیمه کې ځان تم کړ،چې په موټر کې تخینکي ستونزه رامنځته شوې.
یاد موټر چلوونکي د څو لحظو تم کېدو وروسته خپل تیل په سیداباد ولسوالۍ کې د حاجي کوچي په نوم د تیلو پمپ ته انتقال او پر نوموړی یې وپلورل .
موټر چلوونکي د دوه نورو ملګرو په همکارۍ د تیلو له پلورلو وروسته وړمه ورځ د شیخ اباد په سیمه کې خپل موټر ته اور اچولی،چې د سیمه ییزو پولیسو له لورې موټر ته اچول شوی اور لمنځه وړل شوی .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي،امنيتي ارګانونو ته دنده ورکړه، ترڅو موټر چلوونکی،د تیلو پمپ خاوند او دوه نور کسان چې له موټر چلوونکي سره مرسته کړې،ژر تر ژره د څېړنو په موخه ونیول شي.
امنیتي مؤظفینو د دغه ولایت د والي په لارښوونه یاد کسان وړمه ورځ ونیول،چې تر څېړنو وروسته یې ومنله چې شپاړس زره لیتره تیل دوی پلورلي او له هغې وروسته یې موټر ته اور اچولی .
دا په داسې حال کې ده،چي څو ورځې وړاندې پنځه کسان د سپریم کمپنۍ د اته پنځوس زره لیترو تیلو د خرڅلاو په تور ونیول او وروسته ئې د سزا ورکولو په موخه د څرخي پله زندان ته واستول.

خپله تبصره لیکی

تبصرې