Feb 23, 2015

محور ورځپاڼه: د ميدان وردګو ولايتي شورا د پخواني رييس د اختلاس داستان

خپله تبصره لیکی

سرچينې وايي، د ميدان وردګو ولايتي شورا پخواني رييس او د ځمکو د استملاک کمېټې مشر حضرت جانان هوتک د درنو جرمونو له څارنوالۍ سره د ۱۲۷ ميليونه افغانيو اختلاس دوسيه لري، خو د مشرانو جرګې غړي حسيب الله کليمزي د ښاغلي جانان ضمانت کړی او هغه يې ازاد کړی دی.
د ولايتي شورا غړي وايي، اوس هم هوتک او ځينې نور کسان د ولايتي شورا د اداري پلاوي په ټاکنه کې مداخله کوي، هڅې يې دا دي، چې خپل کسان رامخته کړي، څو د فساد دا ډول دوسيې وپوښي.
د ولايتي شورا ۱۵ کسان په دوو ډلو وېشل شوي، چې موقتي مشري يې د حليمې عسکري په غاړه ده. محلي چارواکي وايي، حليمې عسکري له فوايد عامې رياست څخه د ۴۵ لکه افغانيو په ارزښت د سړک پاکونې پروژه د خپل شرکت لپاره اخستې، چې دا کار هم د یوې پټې معاملې پر بنسټ شوی دی.
د ميدان وردګو ولايتي شورا د اداري پلاوي د ټاکنې پر سر له مياشتو لانجه ده. د شورا پخواني غړي او مشران هڅه کوي، چې خپل کسان اداري پلاوي ته ورمخکې کړي.
د ولايتي شورا غړي وايي، ځينې قومي مشران او د ولايتي شورا په فساد کې ښکېل پخواني غړي په دې هڅه کې دي، چې په نوې ولایتي شورا کې د نفوذ په وسیله د خپل فساد دوسيې وپوښي او هغه پيسې هضم کړي، چې په ناقانونه ډول يې د خپلې کاري دورې پر مهال تر لاسه کړې دي.
د ولايتي شورا غړي وايي، حضرت جانان هوتک د درنو جرمونو له څارنوالۍ سره د ۱۲۷ ميليونو افغانيو اختلاس دوسيه لري او هڅه کوي، چې همدا دوسيه محوه کړي.
د ولايتي شورا غړي او محلي چارواکي وايي، په دې دوسيه ټول خبر دي، چې ښاغلي هوتک د خپلې کاري دورې په اوږدو کې د ميدان-باميانو د سړک پخولو پر مهال د ځمکو د استملاک ۱۲۷ ميليونه افغانۍ خوړلې دي: (( هوتک د دولتي ځمکې له درکه هم د ځايي خلکو د ځمکو د استملاک په نوم پيسې اخستې، حال دا چې ډېری ځمکه دولتي ده. داسې ځمکه شته، چې د یو جریب نرخ يې يوميليون افغانۍ دی، خو دوی تر پنځو ميليونو افغانيو  د سړک څیرمه استوګنو په نوم اخستې او خپل جيب ته يې اچولې دي.))
د يادې ولايتي شورا دوو غړو د نوم نه اخستلو په شرط محور ته اسناد ورکړل او ويې ويل، کله چې د حضرت جانان هوتک د اختلاس دوسيه د درنو جرمونو څارنوالۍ ته ورسېده، نو د شورا يوه غړي حسيب الله کليمزي، چې اوس د مشرانو جرګې غړی دی له هوتک سره معامله وکړه، د هغه ضمانت يې وکړه او پرې يې نه ښود چې زندان ته لاړ شي: ((د مشرانو جرګې غړي حسيب الله کليمزي له دې امله دا کار وکړ، چې حضرت جانان هوتک په ولايتي شورا کې له خپل نفوذ ګټه پورته کړي او رايه ورکړي، څو مشرانو جرګې ته لار پیدا کړي. په دې برخه کې د ضمانت ترڅنګ ۱۰۰ زره ډالر هم هوتک ته ورکړل شوي دي. د ولايتي شورا درې غړي پرته له دې چې خبر شي، پلورل شوي او رايه يې د حسيب الله کليمزي صندق ته تللې ده.))
د ولايتي شورا غړي وايي، په دې اړه اوس اوس خبر شوي او هڅه کوي، چې ددې معاملې اصلي کسان رسوا کړي. هغوی هم حضرت جانان هوتک او حسيب الله کليمزي ته ګوته نيسي او وايي، که دا خبر ريښتينې ثابته شي، نو به ورسره حساب وکړي.
خو حسیب الله کلیمزی دغه تورونه بې بنسټه بولي او وايي، دهېڅ دوسیې په تړاو یې د حاجی جانان ضمانت ندی کړی.
د ميدان وردګو ولايت لپاره اوس موقتي پلاوی ټاکل شوی، چې رياست يې د حليمې عسکري په غاړه دی.
يوه محلي دولتي سرچينه وايي، حليمې عسکري د ۴۵ لکه افغانيو په ارزښت د سړک پاکونې يوه پروژه له فوايد عامې وزارت نه خپل شرکت ته اخستې، چې په دې برخه کې هم د ولايتي شورا پخواني غړي حضرت جانان هوتک ور سره مرسته کړې ده، ځکه چې دوی يو ټيم جوړ کړی دی.
د ميدان وردګو ولايتي شورا ۱۵ غړي لري او په دوو ډلو وېشل شوې، هر لوری په دې هڅه کې دی، چې اداري پلاوی له خپل لوري ور بريالی کړي.
د دغو دواړو ډلو تر شاه د ولايتي شورا د پخوانيو غړيو او ځينو قومي مشرانو لاس هم دی. يوه ډله د ولايتي شورا د پخواني غړي حضرت جانان هوتک، د انسجام مشر باذل او د مشرانو جرګې غړي حسيب الله کليمزي له خوا اداره او ملاتړ کېږي او ترمنځ يې هوکړه شوې، چې له مخې يې حليمه عسکري د ولايتي شورا مشره، ميرويس اميري مرستيال او شريف الله هوتک منشي ټاکل شوي دي.
خو حضرت جانان وايي، دی ځکه پکې ښکېل دی، چې له يوه لوري يې زوی شريف الله هوتک د ولايتي شورا غړی دی او له بل لوري قومي مشر او د ولايتي شورا پخوانی غړی تېر شوی دی.
ده هغه اسناد د محور خبريال ته وښودل، چې پر بنسټ يې د ده او باذل په ګډون د ولايتي شورا يوې نهه کسيزه ډلې ژمنه کړې، چې رايه به د خپلې ډلې کسانو (حليمې عسکري، ميرويس اميري او شريف الله هوتک) ته ورکوي او که هرڅوک له دې سر غړونه وکړي، نو درې سوه زره ډالر به خپلې ډلې ته جرمانه ورکوي.
ښاغلی جانان وايي، د ځمکو د استملاک په برخه کې يې پيسې نه دي خوړلې، د څارنوالۍ دوسيه يې هواره شوې او ځينې کسانو د ده د سياسي فعاليتونو د مخنيوي په خاطر داسې موضوعاتو ته لمن وهي.

خپله تبصره لیکی

تبصرې