May 28, 2012

میدان وردګو کې دوه امریکايي عسکر سوځول شوي

خپله تبصره لیکی
افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ویلي د هغو دوو سرتېرو مړي وموندل چې په تېره یکشنبه میدان وردګو ولایت کې تری تم شوي وو. دوی وايي چې دغه پوځيان سوځول وشي دي.
دغه پوځيان د تېرې یکشنبې په ورځ میدان وردګو ولایت کې تری تم شول.
که څه هم کومې ډلې ددغو پوځيانو د وژلو او سوځولو مسؤولیت نه دی منلی، خو فکر کېږي چې طالبانو به سوځولي وي.
بل خوا، افغانستان کې ایساف ځواکونه وايي چې د هېواد په ختيځ کې یې یوه چورلکه نن (دوشنبه/ مۍ ۲۸) سهار رالوېدلې، چې دوه ایساف سرتېري په کې وژل شوي دي.
د ایساف خپره شوې ویناپاڼه وايي چې دغه چورلکه د ورځنیو عملیاتو پرمهال رالوېدلې ده.
د چورلکې د لوېدو دقیق ځای نه دی ښودلی شوی، او وايي چې ''دښمن'' هم نه ده ویشتلې.
ایساف د چورلکې رالوېدو اصلي دلیل نه دی په ډګه شوی.
دوی وايي چې بهرني ځواکونه د چورلکې د لوېدو د سببونو په موندلو بوخت دي.
بل خوا، ایساف ویلي چې یو سرتېری یې د هېواد په سوېل کې د اورپکو په یوه برید کې وژل شوی دی.
ایساف د وژل شوي سرتېري هویت او د وژل کېدا دقیق ځای نه دي په ډاګه کړي.

طالبان

وسله والو طالبانو ویلي چې د الفاروق په نامه عملیاتو په لړ کې یې د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې یو امریکايي چینوک چورلکه راغورځولې ده.
د طالبانو خپره شوې ویناپاڼه ادعا کوي چې په راکټ لوېدلې دغه چورلکه له یوې نښتې وروسته سیمې ته تللې وه.
طالبانو په چورلکه کې د ټولو سپرو امریکايي سرتېرو د وژل کېدو ادعا کړې ده.
د يادو دوو سرتېرو په وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د ايساف د وژل شويو سرتېرو شمېره ١٧٤ تنو ته ورسېده.
د تېر کال د زمري/اسد پر شپاړسمه د ميدان وردګو ولایت په سيد اباد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یوه برید امریکايي چورلکه راوغورځوله، چې په پایله کې د اوو ملي اردو سرتېرو په ګډون لږترلږه ۳۷ امریکایي ځانګړي پوځيان ووژل شول.

خپله تبصره لیکی

تبصرې