Jun 29, 2009

د کندهارامينه قومندان اوله جنايي پېښو سره د مبارزې مدير ووژل شول

خپله تبصره لیکی

نن غرمه په ناڅاپي توګه د کندهار ښار خپله پخوانۍ بڼه له لاسه ورکړه . د موټرو شورماشور او د دوکاندارانو غږ او غوږ د ټوپکو په ډزو بدل شول .
د ښار واک ټول د امريکايې ځواکونو او ملي اردو په لاس کې پرېوت . عام وګړي په کورونو او دفترونو کې بند پاتې شول
د سيمې د يو تن ځايي خبريال په خبره نن غرمه هغه مهال د امريکايي ځواکونو او افغان سرتېرو تر مېنځ درنه نښته را مېنځته شوه چې امريکايي ځواکونو غوښتل په خپل سر يو زنداني چې د دولتي چارواکيو په خبره نن يې محاکمه وه له څارونوالۍ څخه وباسي خو امنيتي مامورينو يې مخه ونيوله او د ځان د پياوړي کولو په موخه يې له امنيه قومندانۍ څخه مرسته وغوښته .
خبريال وويل : په دغه نښته کې د کندهار امنيه قومندان مطيع الله قاطع او دجنايي جرمونو پر ضد د مبارزې مدير عبدالخالق همدرد د څو نورو پوليسو په ګډون ووژل شول .
د ترلاسه شويو مالوماتو پر اساس اوس لا هم د کندهار د والي په ګډون ګڼ شمېر دولتي چارواکي په بېلابېلو دفترونو کې کلابند او په ځان پورې حيران پاتې دي او د هرات دروازې په ګډون د ښار په بېلابېلو برخو کې ډزې اورېدل کېږي

خپله تبصره لیکی

تبصرې