Jun 29, 2009

د حامد کرزي بیا بری د افغانانو د بدبختیو د دوام لامل ګرځي

خپله تبصره لیکی
فریاد
د افغان ولسمشر پخواني سلارکار او ارشد وزیر هدایت امین ارسلا چې اوس ولسمشرۍ څوکۍ ته د کرزي له رقیبانو څخه شمیرل کیږي، په حامد کرزي تور لګلولی چې د مرستیالانو په توګه یې په افغاني ټولنه کې د نه منونکو څیرو په غوره کولو سره په ټاکنو کې د خپل بیاځلي بري چانس د پام وړ لږ کړی او دی به دا ځل د دې جوګه نه شي چې د افغانستان د ولسمشرۍ څوکۍ خپله کړي.
ښاغلي ارسلا له رویټرز خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي چې حامد کرزی دا ځل نه شي بریالی کیدای او هغه په خپله ناتوانه او د ارسلا په وینا فاسده ادارې باندي د حکومت او ملت تر منځ د پام وړ واټن رامنځ ته کړی دی.
نوموړي وویل چې که چیرته حامد کرزی بریالی هم شي نو دا کار به د افغانانو دردونه او کړاونه نور هم پسې وغزوي او دا کار به د افغانانو د بدبختیو د دوام لامل وګرځي.
ښاغلی ارسلا چې یو مهال حامد کرزي ته د ور نژدې کسانو له ډلي شمیرل کیده دا و نه ویل چې ولي په روان حال کې له خپل دغه پخواني نږدې ملکري څخه دومره ګیله من ښکاري.

خپله تبصره لیکی

تبصرې