Jun 29, 2009

د سولې لومړۍ ګڼه له چاپه راووته

خپله تبصره لیکی
په ټول هېواد او ټولو پښتنو سيمو کې د سولې د لمنې د غوړېدو په موخه له سويلي پښتونخوا څخه خپرېدونکي خپلواکه ، ناپېيلې ، فرهنګي ، ادبي او سياسي دوې مياشتنې مجله سوله د افغان خبريال محب الله ښېراز په مسؤل مديريت وړمه ورځ له چاپه راووته او دا مهال په مارکېټ ننوتې ده .




سولې په خپله لمن کې په ګڼ شمېر ټولينيزو، فرهنګي او ادبي ليکنو ، سربېره سياسي ليکنې ، او موضوعات هم مينه والو ته وړاندې کړي دي .
د سولې چلوونکې ادارې تابيا کړې ده تر څو په نږدې راتلونکي کې په انټرنټ باندې هم سوله تر خپلو مينه والو پورې ورسوي .
د يادونې وړ ده چې په ټولو لويو او وړو پښتني ښارونو کې سوله د هغې له استازو څخه ترلاسه کولاى شئ .

خپله تبصره لیکی

تبصرې