Jun 29, 2009

د شهېدانو او معلولینو د ۴۵۶ کورنيو سره مرسته وسول

1 تبصره
دمیدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښارکې د شهیدانو،معیوبینو او معلولینوپه (۴۵۶)کورنیو دیوکلن امتیازاتو درې میلیونه او درې لکه افغانۍ ورکړه او د شهیدانو فاتحې د اخیستلوپه موخه غونډه جوړه شوه.

نوموړی غونډه کې دمیدان وردګ ولایت والي محمد حلیم فدایي، ولایتي شورا غړو،قومي مشرانو،جهادي قوماندانانو،او په زرګونوتنودشهیدانوکورنیو، معلولینو اومعیوبینوبرخه اخیستې وه، غونډې ته دمیدان وردګ ولایت والي محمدحليم فدايي په خپلوخبروکې وویل شهیدان او معلولین د هېواد هغه افتخارونه اود ځانکړي مقام لرونکي خلک دي چې دافغانستان په حکومت او ولس بې ساري حقونه لري، خومتاسفانه د همدغه زرګونوشهیدانو،معلولینو او معیوبینو ارمانونو ترپښولاندې شوې دی،د هغه ارمانونو لپاره چې دوۍ خپلې وینې قربان کړې وی ترسره نشول، دهغوۍ ارمان په افغانستان کې یو ولسواک نظام جوړول وو او دا هېواد په نړۍ کې ځلول اوجوړول وو، ښاغلي فدایي زیاته کړه که چیرته موږ اوتاسود شهیدانو ارمانونه پوره کول غواړو نو راځئ په راتلوونکوټولټاکنو کې برخه واخلو او دخپلې خوښې نظام جوړ کړو، وروسته د معلولینواومعیوبینوپه استازیتوب محمدالله خبرې وکړې او دحکومتي چارواکوڅخه یې په سیمه یېزو او انکشافي شوراګانو کې دمعلولینو دونډې او هم یې دشهیدانو،معلولینواو معیوبینولپاره دیوښارګوټي غوښتنه وکړه، چې په دغه برخه کې دولایت مقام هڅې وستایلې.

وروسته دولایتي شورا رییس او منشې هم خبرې وکړی او ددغه محرومې برخې دپیاوړي کولوغوښتنه یې وکړه، په اخرکې په (۴۵۶) دشهیدانو،معلولینواو معیوبینوکورنۍ باندې یوکلن امتیازات په ټولیزډول درې میلیونه او درې لکه افغانۍ او هم دولایت دمقام لخوا په نوموړو کسانوستاینلیکونه ووېشل شول، همدارنګه دعامه ساتنې دپروګرام دوه تنوشهیدانو او شهید مولوي فضل الحق هرې کورنۍ سره د ولایت دمقام لخوا د یونیم لک افغانیو چې ټولې څلورنیم لکه کیږي مرسته وشوه.

دیادونې وړ ده چې نن ورځ یو زیات شمېرخلکوچې پخوایې د رایو ورکولوکارتونه نه وو ترلاسه کړې دیوګرځنده ټیم څخه ترلاسه کړل.

شاهدالله شاهد

1 comment: