Jul 25, 2010

تاريخي کره کتنه : پښتانه او د پاکستان د يو والي راتلونکې

خپله تبصره لیکی

The Pashtuns and the Future of the Pakistan Federation
Mohammad Raza and Humayun K. Marufkhail
پښتانه او د پاکستان د يو والي راتلونکې
ژباړونکې : فايق خان يوسفزۍ لندن
تاريخي کره کتنه

د پاکستان رياست لکه چې فکر کيدلو چې دا به د پښتنو، پنجابيانو، بلوڅانو ، سندهيانو او بنګاليانو په ګډون يوه ټلواله وي. بنګاليانو خو په ۱۹۷۱ کې خپله لاره ونيوله او بنګله ديش يې جوړ کړلو. په پاکستان کې ګډی ټولې اکايانې خپل خپل بيل کلتور، او ژبې لري او فقط د مذهب په مزي سره تړلي دي. د وفاقي نظام مغز د اساسي قانون منل، د هر چا برخه منل او د واک برابر ويش دی. وفاقي نظام داسی ادارتي اډاڼه وي چې عمومي او سيمه ييزو ادارو ته په واک کې برابره ونډه ورکوي او د بيلو ټلګرو ګټې خوندي کوي. د پاکستان لومړی ګډ اساسي قانون چې په ۱۹۷۳ کې جوړ شو د رياستي نظام اساس يې مرکزپالنا وټاکله سره د دی چې دغه اساسي قانون هيڅکله هم په ايمانداري او په ريښتيانو نه دی پلې شوی. د وړو ايالتونو مشرتابه ( پښتونخوا او بلوچستان) دا هيله لرله چې د ۱۹۷۳ اساسي قانون به ايالتي خپلواکي ډيره کړي. د قانون سازی لپاره سرټکي په دوو برخو کې ويشلي شوي وو. مرکزي او غبرګ لست ( يانی فيډرل او کنکرنټ لېسټ) يې د ۱۹۷۳ د اساسي کړنو سره تړلي وو. په يوه کرښه کې دا باور ورکړی وو چې دغه غبر ګ لېست به لس کاله ورورستو کله چې اساسي قانون عملي شي ايسته کړلی شي. دغه خبره تر دی دمه نه دی پلی شوی.

د هر ی ټلګرۍ لمړی اصول د ټولو انډيوالانو په تګلاره جوړولو کې برابره ونډه وه. په ځانګړی توګه د شتمنو ويش. خو د د بادار ايالت پنجاب غټانو د لمړي ورځې څخه د نورو دريو ټلګرو په هر څه خيټه اچولی ده.د پنجاب له خوا په پياوړي مرکز ټينګار اقتصادي لاملونه لري. د هغه مذهبي څادر لاندی چې د هيواد د نظرياتي تاداو په توګه وړاندی کول کيږي او يو دښمن ګاونډي هند څخه د خلکو يرول په اصل کې هغه ناوړه دسيسې دي چې په نوم يې دمرکز له خوا د پښتنو، بلوڅو او سندهيانو قدرتي زيرمې لوټلې کيږي. پنجاب پخپله يوه وچه سيمه ده او کرکيله يې فقط د اوبه خور په هغه نظام ولاړه ده چې فيرنګيانو جوړ کړی وو. پنجاب ډير زيات کرهنيز دی او لکه د وريژو ، ګنو، مالوچو او غنمو په څير هغه شيان کري چې بيخي ډيرې اوبه غواړي. د کشمير ستونزه هم په نام نهاد نظرياتي اوچاړ کې د اوبو بالښت دی. چې د پنجاب شه رګ يخوي. د ۱۹۶۰ د سنده تاس په لوظنامه کې پنجاب خپل درې رودونه ستلج ، راوي او بياس هندوستان ته ورکړي دي . اوس پنجاب سترګې په اباسيند ښخې کړې دي.چې خپلې کرهنيزې اړتياوې پری تر سره کړي. او د تورباغ يا کالاباغ د ډب تړلو هڅې د دغه ارمان پوره کول دي چې خپل د انرژۍ کمښت ورباندی پوره کول يې ورته پلمه نيولی ده خو دا د هغو مځکو داوبولو ته لاره جوړه وي چې د پاکستان پوځي او ملکي غټانو ځانونو ته منستې دي. دوي سره له دی چې د انرژۍ نوری لاری شته ډير په سپين سترګۍ د سنده او پښتونخوا د مخالفت باوجود د کالاباغ څخه نه اوړي. د پيښور اولس کالاباغ د بربادﺉ يوه پټه دسيسه ګڼي چې په نتيجه کې به يې د ابادو انسانانو انساني ښېرازي له منځه ولاړه شي او د پنجاب بيدياګانې به ښېرازه کړي.

د پيښور سيمه ډيره ښېرازه ده او د تمباکو او ګنو په څېر نغد فصلونه زېږوي او د خلکو جېبونه ډکوي چې ښه وسايل او ژوند منځ ته راوړي او دغه ډول د سيمې خلک د هيواد په سياسي چارو کې برخې ته برابروي. د پيښور د پښتنو مشرتابه فکر کوي چې دا د مرکز له خوا د سيمې د خلکو د سوچه مشرتابه څخه د محرمولو يوه هڅه ده چې د جنوبي کارت نوم ورته ورکوي. يانې د صوبې د سهيلي سيمو ښي اړخي مذهبيان راوړاندی کول او په دی خبره تېر باسل چې د اوبو له بند څخه به سهيلي اولسوالې اوبه کيږي او پلمه به يې د شمالي او مينځنۍ سيمو څخه د مشرۍ سهيلي سيمو ته راکاږل وي. خو د اولس د ويشلو دا ټګۍ برګۍ تر اوسه نه دي بريالې شوي.

د پښتونخوا د کوهاټ په ګورګورۍ سيمه کې د ګازو او تيلو د ډيرو غټو زيرمو رابرسېره کيدل او سمدلاسه د اسلام اباد له خوا په ولکه کې نيول او يوازی ځان له پکار راوستل د دی خبری غټ ثبوت دی چې په هر څه اسلام اباد خيټه اچولې ده. د پاکستان واکداران د پښتونخوا ايالتي واکدارانو سره د هغو زېرمو د نوو بيو ټاکلو ته نه کيني چې د دی پښتون ايالت د پرمختګ لپاره د نورو شتمنيو لټه ورباندی وکړي.

دغه شان د بانکونو په برخه کې پښتونخوا ايالت يولس په سلو کې بانکي پانګونه کوي خو د پور په لړ کې پښتونخوا کې يواځې څلور په سلو کې ورکول کيږي. دپښتونخوا ايالت په يواځېني خيبر بانک بنديز لګولی شوې دی چې په خپل واک نه څه واخلي او نه ورکړي. د مريانه بانکي قوانينو له لامله بهرنيان نيغ په نيغه په پښتونخوا کې پانګونه نه شي کولی. پښتونخوا د ټول پاکستان د تمباکو په سلو کې يو اويا اشاريه نهه پيدا کوي. د سپکاوي وړ سلوک بله بيلګه په ايالت کې د تمباکو په پېدا کولو ګمرک دی . اسلام اباد هر کال په بيلردونو روپې په دی مد کې د پښتونخوا څخه رانغاړي او دغه شان دا ايالت خپل اقتصادي توان د لاسه ورکوي او په اقتصادي او ټولنيزه توګه په ورځ په ورځ بې دمه کيږي، بلکه اوس يې په خپلو پښو د ودريدلو توان بيخي د لاسه ورکړی دی.د تمباکو نه پرته په ټول پاکستان کې په بل يو فصل هم دا ډول ګمرک نيشته نو په دی توګه پنجاب د باج ورکولو څخه بچ ساتلی شي ځکه چې هغه غنم پيدا کوي. پنجاب د پاکستان د غلی دانی کندو دی او دغه شان نور ايالتونه ځانته محتاجه ساتي چې د غلی لپاره د پنجاب پښې وڅټي.

د پاکستان د اساسي قانون د ۱۵۱ مادی د دويمې شمېری د مخی د پنجاب په اکثريت جوړ پارليمان دا توان لري چې د ايالتونو تر منځ د اولسي ګټو په نامه په تجارت بندېز ونه ولګوي.

د پښتنو د صوبی د نوابادياتي وختونو نوم صوبه سرحد سره له دی په پښتون اولس تپلی شوی دی چې د ايالت پارليمان په يوه خله د پښتونخوا نوم قرارداد بريالی کړی دی. د پاکستان د جوړېدلو ورورستو دا نوم يوه غټه جغرافياي تيروتنه هم ده ځکه چې دا ايالت اوس د پاکستان په شمال لويديځه پوله نه دی پروت. د اولس د کلتوري پېژندګلوی سره سر غړونی او د سامراج له خوا تپلی شوی نوم باندی ټينګار په ايالت کې لويه خلا رامنځ ته کړی ده چې په نتيجه کې يی د ښي لاس مذهبيان په پټو مرستو د پاکستان نظرياتي او مذهبي شناخت پر مخ بيايی.

د پاکستاني واکدارونه د مور د ميری سلوک په نتيجه کې پښتو ژبې خپل درناوی او پرمختګ دواړه د لاسه ورکړي دي. پښتو ژبه د يو پښتون لپاره فقط د خبرو اترو وسيله نه ده بلکه د کلتوري تندی روژه ماتی او په ټولنه کې د وياړ او درناوي سمبول دی. ځکه چې پښتانه پښتو فقط وايي او لولي نه بلکه پښتو کوي هم.

د خان عبداغفارخان باچا خان له خوا د پښتو ژبی د پرمختګ غوښتنې ، د فيرنګي ضد سياست، د ګاندهي سره ملګرتيا او د هند د ويشلو مخالفت هغه تورونه وو چې هغه يی ضد رياست ونومولو . او د پاکستان د جوړېدلو نه ورورستو هم باچاخان په پاکستان دننه ډيره خپلواکي او د نوابادياتي نوم په ځای د پښتونستان نامه غوښتله، هم دغه لامل وو چې پاکستاني واکدارانو پښتو ژبه د کرکی او نفرت موخه وګرځوله. خو سره د دغه ټولو کرکو او نفرتونو پښتو ژبه پر مخ ولاړه او په پاکستان او افغانستان کې په ريډيو سټيشنونو سربېره په شمالي غونډ او سهېل کې په لسګونو ريډيو سټشنونه په پښتو ژبه خپرونې خپروي. سربېره په دی چې دغه خپرونې عمومي بيداري منځ ته راوړي ورسره د ختيځو او لوېديځو پښتنو تر منځ د توپير تشه هم ډکوي. او د يو رنګۍ پلونه تړي. سره د دی چې پيښور او کويټه تيليوژن نه د پښتو لپاره مناسب وخت لري او نه وسايل خو بيا هم د پښتو ډرامو ډير پرمختګ کړی دی.

په اوسنو کلونو کې د پاکستان واکدارانو ځېنې په مشرۍ ميين شتمن پښتانه په خپلو وزرونو کې راننويستلي دي . د ځېنو شننکو په اند دغه پښتنو شتمنو ته د پنجابي او مهاجر په ګډواک کې د کشر انډيوال څوکۍ ورکړی شوی ده. په اوسنيو وختونو کې دغه کشران انډيوالان که يو خوا د پاکستاني واکدارانو لپاره د هغوي په لوټ مار د هوکړی ټاپې لګوي نو ورسره د هغوي اقتصادي پښو غځولو ته ځايی جوړوي او په هغوي خپله تکيه زياتوي. خو دا ورکړه راکړه لا په ډېره وړه کچه دي. د چتراله تر بولانه د مينځنۍ پښتونخوا په شمول د پښتونخوا په نوم ايالت جوړول، د پښتو ژبی په سرکاري توګه منل، د افغان تګلاری د نوي سره جوړول ، د تورباغ بند هېرول او په ايالتي قدرتي زيرمو پښتنو ته واک ورکول دپاکستان او پښتون اولس تر منځ د اړيکو د ترينګلتيا لاملونه دي. د مرکزي واکدارانو پښتنو ته د بريښنا د مز په ورکولو کې پاتی راتللود پنجاب هغه ټاپه ماران پښتانه انډيوالان هم وخښمول..

د پښتنو د يو بل څخه د پرېکولو او په پاکستان د ګډولو لمړۍ تيګه د شمال مغربي سرحدي ايالت (خيبر پښتونخوا) فيرنګي والي او د ٬ دي پټهان ٬ نومی کتاب ليکوال اولف کېرو ايښودلی وه. اولف کېرو هڅه وکړه چې د افغانستان او برتانوي هند پښتانه په لويديځو او ختيزو پښتنو کې وويشي. ددی څرګنده مانا دا وه چې د لويديځ پښتانه په دی خبره قانع کړي چې د کابل په ځای ډهلي ته ګوري. په اتيايمو کې د پاکستان د انټر سروسز استخباراتو د ډاېرېکټر جرنل اختر عبدالرحمان نعره چې کابل دی خامخا وسوزي د هغه ستراتيجۍ بيخي په ډاګه کېدل و. د دی ستراتيجۍ د لاندی د پښتنو د خپلواکۍ د ارمان مرۍ پرېکول او د افغانستان له خوا په دوامداره توګه د خپلی پښتنی خاوری بيرته غوښتلو غږ بندول وو. د دی ستراتيجۍ بله برخه په افغانستان کې د تاجکو او ازبکو ملاتړتر لاسه کول اود هغوي پياوړی کول او ورسره د پښتنو ملي دريځ د هغو اسلامي ډلو په وسيله او روزلو سره کمزوري کول وو چې د افغانستان په پرتله باکستان ته زياتی وفاداری وی ( مسعود، حکمتيار او رباني او داسی نور)

پاکستان ، پښتانه او غټه پټه لوبه

د دغه لوبو په نتيجه کې طالبان د واک په څوکۍ کښينول شول ــ يو د افغانستان د نابودولو له پاره ټوپکماره ډله جوړول يو بې معنا هڅه وه چې په پوځي توګه د پاکستان د پوځي هوښيارانو له خوا يوه ډونګۍ او د هوښيارتيا څخه ډکه تګلاره وبللې شوله. اوس په افغانستان د پاکستاني پېريانو نيغ په نيغه واک وو او ددغه هوښيارانو په اند په افغانستان کې د هند مخه نيول شوی وه. د افغانستان ملي ترانه او بيرغ له منځه وړل، د نوي کال يانی نوروز د نمانځلو د زرګونو کالونو پخوانی دود بندول، د بدها بت نړول ، په ټنګ ټکور او کلتوري غونډو بنديز لګول او د افغانستان د ريډيو نوم شريعت ريډيو کېښودل د هغه ستراتيجۍ برخې وی چې د نام نهاده اسلامي پيژندګلو په نوم د پښتنو افغانانو ملي پيژندګلو يي د ستوني تيروله. په اتمه او نهمه پيړۍ کې اسلام د خپلې زيږدنی نه ورورستو په ورو ورو د پښتنو د روايتي قبايلي ژوند يانی د پښتونولۍ سره اخلی شوې دی . د عربي کلتور ځينې برخې د پښتنو د مذهبي ژوند سره داسی ګډې وډې شوي دي چې د پښتنو د ژوند برخې ګرزيدلي دي.

د پښتني قبايلي تګلاری سره د مذهبي خويونو يو ځايې کېدل او د پښتنو ملي کلتور سره غبرګه د هغې موجودګي يو نااشنا او حېرانونکې خبره ده که يو اړخ ته دا د دی خبری ښکارندوی ده چې دا د پښتنو دوديزه او باوري دينداري څرګندوي نو بل اړخ ته دا د هغه هڅو ډډوالی په ډاګه کوي چې غواړي د پښتنو په ټولنيز او کلتوري ژوند کې هغه مذهبي بنياد پرستي ورګډه کړي چې د پښتونولۍ پر ضد ده. په حقيقت کې د پښتنو اسلامي پيژندګلو فقط زر کاله زړه ده خو پښتونولي يې د پينځو زرو کلونو نه هم زياته زړه ده. دا ډيره د بدمرغۍ خبره ده چې د پښتنو په ټولنه کې موجودو مذهبي ځواکونو د پښتنو د دود دستور څخه ناوړه ګټه پورته کړی ده اودوي يې د هغه ترهګرو کوربانه کړي دي چا پسې چې ټوله نړۍ په لټون کې ده. خو نتيجې يې په اوسنو وختونو کې راختل پيل شوي دي او د پښتونخوا په ځينو برخو کې اولسونو د بهرنيو ترهګرو او ټوپکمارانو پر ضد لښکرې راجوړې کړي دي

د پښتنو ژوند په دوو ستنو ولاړ دی جمات او حجره، حجره د پښتنو مشرانو د وياړ ځای دی چيرته چې د اولسي او دنياوي ژوند معاملی بحث کيږي او ځايي مشران د اولس خپل مينځي ستونزې هواروي. جمات د مذهبي مشرانو له خوا کارول کيږي او فقط مذهبي خدمتونه لکه مونځ ، جنازه ، او روحاني معاملې ترسره کوي. د بده مرغه د ۱۹۷۹ څخه راپه ديخوا د افغانستان د ستونزی له لامله پاکستان، سعودي عرب او برتانيا حجره قصدا په وروستو بوتللی ده. او د بې شمېره مدرسو جوړېدل او د پښتنو په سيمه کې د نوي دور د ليک لوست د اسانتياو نشتوالی د مذهبي ښي اړخو په چټک پرمختګ کې ډير کمک کړی دی.

د ۹/۱۱ څخه په افغانستان له واک بايللو نه ورورستو په پاکستان کې رياستي بنسټ پالانو د ټګۍ د لاری په ټاکنو کې د دغه بنسټپالو لاره هواره کړه او د متحده مجلس عمل په نامه يې ورته په پښتونخوا او بلوچستان کې حکومتي واګي په لاس ورکړل. دا د بوسو سخۍ د ډيرو موخو د ترلاسه کولو لپاره جوړ کړی شوی و. د اسلام اباد د ختيزو پولو څخه د دروغژنو ويرو د ځواب لپاره دا د ټګۍ تګلاره مهمه وه. او د هغه پاتې شوو طالبانو د زړه د پياوړی کولو لپاره هم مهمه وه چا چې په افغانستان کې د نوي رامنځ ته شوي نظام پر ضد مبارزه کوله. او سربيره پر دی دا د ښي اړخ د بوسو سخۍ د اسلام اباد د واکدارانو لپاره د متحده ايالاتو او د لويديځ هيوادونو سره د سوداګرۍ لپاره هم مهم و. خو د متحده مجلس عمل مذهبي ګوندونو د نوي دور د حکومتي چارو ستونزې نه شوی هوارولی. نو ځکه هغوي نه خو د دی جوګه وو چې ټولنيز او اقتصادي ستونزې هواری کړي او نه د ايالت د جايزو غوښتنو په ترسره کولو پوهيدل.

د پاکستان په واکدارانو کې د اسلامي نظريې خاوندانو خپلې سترګې په آمو درياب کې ټومبلي دي او امکان لري چې د آمو څخه هم آ خوا ګوري. د هغوي ارمان و اودغه ارمان اوس هم دی چې د افغانستان په شمول د آسيايي هيوادونو يو اسلامي خلافت جوړ کړي . او د دغه کار د پاره يې د پښتنو وينه او خاوره وټاکله او پښتانه د دغه غټې لوبې ښکار شول. د اسلامي خلافت د افغانستان څخه وزيرستان ته کډه کېدل او بيا د کابل د لاسه وتلو ورورستو د مينځنی پښتونخوا نورو قبايلي سيمو ته خوريدل د دغه پلان کيسه بربڼډه کوي.

د پښتنو خاوره په هند کې د اسلام د خورولو مرکز اوسېدلې دی . محمود غزنوي هم په خپل پوځ کې پښتانه بهرتي کړي او هر کال په هند يو بريد کول يې عادت جوړ شوی و. او د هغه د اوولسو بريدونو څخه ورورستو په شمالي هند کې اسلامي باچايي جوړه شوه چې ورستو ترينه مغلو شهنشاهي جوړه کړه. يو پاکستاني امنيتي چارواکي يو ځل دی ليکونکي ته وويل چې انشاالله د عربو په درهمونواو ريالونو، د پنجابيانو په چلګرو او د پښتنو په ليونو مټو به اسلامي خلافت يوه ورځ خامخا جوړ شي.

برتانويانو په ۱۹۰۱ يو کې په برتانوي هند کې شمال مغربي سرحدي ايالت (خيبر پښتونخوا )جوړ کړو. د ورکوټي جغرافيايي حيثيت باوجود د پښتنو دی ټاټوبي ډير مهم ستراتيجک ځايې درلودلو. د آيالت جوړولو لومړي موخه د دی د اولس د هغه قانوني ګټو څخه محرومه ساتل وو چې د هند نورو وګړو ته ورکړي شوې وې. نو دغه ډول د تور قانون ايف سي آر د لاری د سرکشو پښتنو او بلوچو چې د برتانوي سلطنت په پولو پراته وو د سمولو هڅې پېل شوې.

د ايف سي آر په نوم دغه حيواني قانون نن هم د قبايلي سيمو په خلکو کارولې کيږي.او دغه تش په نامه د پاکستان وګړي د هغو انساني حقونو څخه بې برخې دي چې د درې اويايم اساسي قانون نورو خلکو ته ورکړي دي. سياسي ګوندونه حق نه لري چې په دغه سيمو کې سياسي هلې ځلې وکړي نو په نتيجه کې يې دغه معاشي او اقتصادي توګه باندی ورورستو پاتې اولس د مذهبي ګوندونو د جماعت او د ملا د سياسي موخو ښکار دي. دغه ډيرې زياتې ورورستو پاتې قبايلي سيمې د نور هيواد نه پری شوي دي او نه ورته بهرنيان تللی شي او نه رسنيو ته اجازه شته چې د حکومت د اجازت او له جاسوسي څارنی څخه پرته هلته ولاړ شي.

د اولس او د سياسي ګوندونو د پرله پسی غوښتنو باوجود د قبايلي سيمو خلک لا تر اوسه انسانان نه کڼل کيږي. د پاکستان د تګلارو جوړونکي دوه موخې په نظر کې ساتي . وړومبنۍ دا چې قبايلي سيمې تل د افغانستان پر ضد د ټوپ د تختی په توګه کارول شوې دي او اوس هم کارول کيږي. او د دغه سيمو په حيثيت کې بدلون پاکستان د خپلې دغه تګلاری لپاره تاواني ګڼي. دويمه خبره که چری قبايلي سيمې د شمالي مغربي سرحدي صوبی سره ګډی شي لکه سياسي ګوندونه او بيا په ځانګړی توګه چې عوامي نيشنل ګوند غوښتنه کوي نو بيا به پاکستان ته دا خبره ګرانه شي چې د پښتنو په مرۍ خپله پښه ټينګه وساتي. د پښتنو غټ ګوندونه لکه ای اين پي او پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ټولو پښتنو سيمو، يانی د بلوچستان په ايالت کې د پښتنو سيمې، مينځنی پښتونخوا او شمالي پښتونخوا د پښتونستان، پښتونخوا يا افغانيی په نوم د يو ايالت غوښتنه کوي. د پاکستان مرکز پرست واکداران د دی غوښتنی په څرګنده توګه مخالف دي. او په دی کې اساسي قانون هم لوي خنډ دی. د ۱۹۷۳ د اساسي قانون لاندی سنده دويم لوي ايالت دی په قومي ماليتي کميشن کې د وسايلو ويش د نفوس په اساس کيږي نو د پښتنو يو ځايی کيدل به د سنده لويوالی د ننګونو سره مخامخ کړي. او د سنده ونډه به لږه شي. خو د پښتنو مشرتابه په دی خبره خپله رضامندي څرګنده کړی ده چې له سنده سره دغه ستونزه د خبرو اترو د لاری هواره کړي.

د ترهګرۍ په ضد جګړه او د متحده ايالتونو او پاکستان انډيوالي

دامريکی حکومتونو په پرله پسې توګه د پاکستان د مذهبي بنسټ پالو سره انډيوالي لرلی ده او دا د امريکايي واکدارانو د تګلارو نتيجه ده چې د هغه مږی نه دا دومره لويه شيشکه جوړه شوله. برتانيي هم د شوروي د غځيدلو او برصغير ته د رارسيدلو څخه د منع کولو په موخه پاکستان د جنګ لومړۍ مورچه ګڼلی وه. نو ځکه برتانيي او امريکی په ګډه په پاکستان کې د مذهبيانو تنور له پټې او ښکاره څپياکې رالېږلی او سړيدلو ته يي نه ورکولو. او د شوروي دکميونزم د مخ نيوي لپاره د اسلام د قلعی ټولی ګټی او سيمټ دغه دوو رالېږلي دي. او د شوروي د څټ د تړلو لپاره ايران او ترکيي هم د اسلامي نړی په راغونډولو کې برخه لرله. د سيټو او سېنټو لوظنامه او د ايران ، پاکستان او ترکي سيمه ييز پرمختګ اود همکارۍ د ګډ سړک موخه خو په اصل کې د اسيا سره د شوروي مخه نيول و.

د متحده ايالاتو د واکدارانو له خوا د پوځي امرانو سره په پرله پسې مرستو او بيا په ځانګړی توګه د ريپلېکنو له خوا خو د دغه ستراتيجۍ غځونه وه. نو لکه څنګه چې د شوروي پر ضد پاکستان د لمړۍ مورچل په توګه خپله اوږه کاټي کړی وه دغه شان ورله پکار وه چې د ۹/۱۱ د پېښی څخه وروستو يي هم د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې ملا هغه شان کاټي کړی وی او د امريکې هڅی يي پياوړې کړې وی.د پاکستان او امريکه يارانه په يارانه پاتی شوه خو د پاکستان کردار بدل شو او اوس يې دنده د پېسو په بدل کې هغه خلک او مذهبي شيشکې رانيول او له منځه وړل شو کومې چې يې په اتيايمو کلونو کې د امريکې د ملي ګټو لپاره د شوروي پر ضد جوړې کړې وې. د لته د پاکستان پوځ د امريکی څخه د کار کولو ترلاسه کړی تجربه او د پېنټاګون په هکله پوهه په کار واچوله او خپلې د رنګ يکې يې په وخت وخت په ښه توګه ولوبولی. جرنيل مشرف نړی ته پښتانه د يو ظالم او قصاب ملت په توګه وړاندی کړل او د ترهګرۍ پر ضد د جګړی ستراتيجي يې ړنګه کړله.

پاکستان ته د تګلاری لپاره وړاندی کړی شوی سپارښتنې

د جګړه مارو او اسلامپالو مور او زور د پاکستان بنيادي نظرياتي تاداو او د لسيزو راهيسې د پرله پسې واکدارانو کړنې دي د پاکستان سازونکي مامد علي جناح اساسي قانون جوړونکې جرګی ته د تګلاری د ټاکلو په خپله وينا کې په ډاګه وييلي و چې پاکستان به يو سيکولر او ټولواکه هيواد وي. خو د هغه نه ورورستو د پاکستان واکدارانو د اسلام ډوګډوګۍ د رياست د پيژندګلو په توګه د خپلو ناوړه ګټو لپاره کارولی دی. د ۱۹۷۳ اساسي قانون هم پوځي او هم سياسي واکدارانو د خپلو ذاتي ګټو لپاره په بدلو بدلو تارونو ګنډلی او راګنډلی دی. او د ملنګانو کين يې ترينه جوړ کړی دی. په سياسي تناظر کې او بيا په ځانګړی توګه د پاکستان د مظلومو قومونو ټلواله پونم د يوی نوی عمراني معاهدی غوښتنه کوي چې پاکستان به د ملتونو د برابری په اساس يوه د خوښی ټلواله وي، سره له دی چې دا خو ډيره سخته ده خو د نوي اساسي قانون جوړول به بی ګټی نه وي. رياست بايد خپلی ټولنی ته پالکۍ وي نه چې د ټولنی پر ضدلکه پاکستان چې د ټولنی د واکه وتلی دی.په ريښتيا چې د نړی نور پوځونه د هيوادونو لپاره وي خو په پاکستان کې دا اړولی ده او هيواد د پوځ لپاره دی.

په نړی کې د درناوي تر لاسه کولو لپاره او د يو مسول هيواد جوړيدلو لپاره په پاکستان کې يو نوی ټولنيز جوړښت ته اړتيا ده، چې په نتيجه کې يې ايالتونه پشپړ ايالتي واک ولري او فقط دفاع، بهرنۍ چارې، کرنسي او که ډير زيات وي نو مواصلات دی مرکز ته ورکړل شي.د پاکستان د راتلونکی زياته تکيه د مامد علی جناح په هغه ټولواکه او سيکولره تنه بوده لټونه کې او د پاکستان څخه په ريښتيا د يو ټولواکی ټولنی جوړولو کې ده. چې اوسيدونکې يې ځانونه په کور درانه او په بهر سيال وګڼي.

متحده ايالتونو او نړيوالی ټولنی ته د تګلاری لپاره وړاندی کړی شوی سپارښتنې

د امريکايي واکدارانو د ترهګرۍ پر ضد اوسنۍ ستراتيجي بيخي غلطه ده. په افغانستان کې د جمهوري حکومت مرسته او په پاکستان کې د پوځي واک مرسته بيخي د يو بل ضد کار دی او هيڅکله ګټه نه شي راوړلی. امريکه بايد د ترهګرۍ، ورانکارۍ او مذهبي بنسټپالۍ ستونزی ته په سيمه ييزه توګه وګوري . د برياليتوب ترلاسه کولو لپاره امريکه بايد په پاکستاني پوځ د بيخي ملاتړلو پر ځايې د غير حکومتي ټولواکو او اولسواکو سازمانونو سره اړيکي جوړ کړي او ملاتړ يې وکړي . په پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د غير حکومتي سازمانونو سره اړيکې دی فقط تر قبايلي مشرانو يا يو سياسي ګونده يا مشره پوری محدود نه وي ځکه چې په هغو کې هم ځينې د آيي ايس آيي د اثر لاندی دي او ځيني هر څه د خپل ستوني تېرول غواړي.

په سيمه کې په زرګونو دپښتنو شاعرانو ، دانشورانو،ليکوالانو ، فلاسفرانو د بشري حقوقو د کارکونکو او ژورنالستانو ځوان اوازونه د بدلون ، يو نوي سيکولر، سياسي او مترقي ګوند غوښتنې کوي او نوی پښتنه نمايندګي غواړي. خو له بده مرغه د دغه اواز اوريدونکي غوږونه نشته. د يوې پياوړی او د ترهګرۍضد تګلاری د پلی کولو لپاره متحده ايالات بايد په اروپا، اسټريليا، نيوزي لينډ، او شمالي امريکه کې ميشت د سيکولر او ټولواک فکر لرونکي پښتانه د يو سپر لاندی په يوه موخه راغونډ کړي. دا کار يواځې د پښتنو د دوديزه جرګې له لاری کيدلی شي چې د پاکستان او افغانستان څخه بهر په يوه بی پری هيواد کې وشي. دا باوري خبره ده چې په پاکستان او افغانستان کې په تيرو وختونو کې جرګې شوي دي. خو د جوړښت، لاس وهنی ، او د انټر سروسسز استخباراتو د نفوذ له لامله، او امکان لري د اسلام اباد او کابل د لامله نه يې ګټه کړی ده او نه بريالی شوی دي. فقط دغه جرګه کولی شي چې د امريکی ، ناټو او ايساف او نړيوالی ټوالنی ستونزو ته د پای ټکې کيږدي. د ترهګرۍ پر ضد په نړيواله جګړه کې امريکه او ايساف بايد يواځی د اسلام اباد او کابل په تشريحاتو او وړانديزونو باور ونه کړي لکه چې په تيرو اوو کلونو کې يې کړی دی. که يو اړخ ته د کابل د استخباراتو د مرکز مشري د شمالي ټلوالی غړو نيولی ده نو د پنجاب د ولکې لاندی آﺉ . ايس . آﺉ ايساف او د امريکه مرکزي کمانداني په سهيل ختيځه اسيا کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې تير باسي.دواړه اړخونه په موجوده وخت کې خپلې خپلې موخې لري چې د يو بل سره پر ضد دي.

د امريکه د دفاع وزارت د خپلو پوځونو د ژبی او کلتور په ډګر کې د روزنو لپاره د بليردونو ډالرو قراردادونه ټيکه دارانو ته ورکړي دي، او دغه دفاعي ټيکدارانو امريکه نژاد تاجک، ازبک، هزاره ګان او پنجابيان ګمارلي دي چې امريکايانو ته او د هغوي استخباراتو ته د پښتنو په چارو مشورې ورکړي او هم ورته د پښتو ژبی ترجماني وکړي چې په نتيجه کې يې په ټوله پروسه او د ترهګرۍ پر ضد جګړه او عملياتو باندی منفي اغېزې کړي دي. دغه غير پښتانه نه پښتو ويلی شي او نه د پښتنو په کلتور، قبيلوي جوړښت او نفسياتوپوهيږي. دغه ناپوهی او د پښتون کلتور د غلطی تشريح په نتيجه کې د ډيورنډ د کرښی دواړو اړخونو ته د پښتنو د مړو ډيري جوړيږي . بايد د پښتنو اولسونو او امريکايانو تر منځ نيغ په نيغه تماس وشي. امريکه بايد د خپلو زدهکړو د ادارو، پوهنتونونو د لاری پښتنو ځوانانو ته وظيفې ورکړي او د دی لاری کلتوري تبادلې وکړي چې دا اولسي لېری والی په نيزدېوالي بدل شي. که يو اړخ ته د پاکستان پنجابيان د پاکستان د ابادۍ ډيرې دي د پاکستان ډيرې وظيفې او د بهرنيو هيوادونو ويزې ترلاسه کوي ، نو بل اړخ ته د افغانستان پښتانه چې د هغه هيواد د نفوس ډيرې دي د نورو په پرتله لږې وظيفی او د بهرنيو هيوادونو ويزې ترلاسه کوي . دا نابرابري کيدلې شي قصدا نه وي خو د پام په سترګه ورته کتل پکار دي.

د ډيورنډ کرښه د پاکستان او افغانستان د پښتنو تر مينځ تر ټولو لوې بيلتون دی، د مذهبيانو د ناوړه ارادو او د استفادو د مخنيوي لپاره او د بنسټپالۍ د مخنيوي په موخه بايد په پښتنو سيمو کې ريښتونی اقتصادي مواقعی رامنځ ته شي. د پاکستان او افغانستان تر منځ په سرحدي سيمو کې د بيا رغاوڼی په نوم د زونونو جوړول يو ډير ګټه ور ګام دی چې بايد په بيړنۍ توګه او ژر تر ژره واخيستلی شي.

په تاريخي توګه د ډيورنډ د کرښی څخه دواړو غاړو ته پراته پښتانه د تعليم او اقتصادي پرمختګ څخه بيخي بی برخی ساتل شوي دي. چې په نتيجه کې يې د بېسوادۍ او بېوزلۍ سره سره د جرمونو د بټ د تود ساتلو خشاک هم پريمانه او وړيا ترلاسه کيږي، نو دغه د رغاوڼی او د کار موندلو زيری د مذهبي بنسټپالنی مخه نيولی شي. او دغه زونونه که په ښه توګه پلان او پلي شي نو د پښتنو په زړونو او مغزو کې به يو لويې بدلون راولي. پښتانه د نړی په وفادارو خلکو کې د مخ په کتار کې ولاړ دي او وفاداري د پښتونولې يوه مهمه برخه ده او پښتانه د دی نه نه شي تير وتلی.

په تير وخت کې په هند کې فيرنګيانو راج او بيا د هغوي څخه راټوکېدلو د اسلام اباد واکدارانو پښتانه او د پښتنو خاوره تل لوټلی او بې برخی ساتلې ده. متحده ايالات هغه لومړی ځواک دی چې د پښتنو د سيمې د پرمختګ لپاره کوټلی او ريښتونی پلان لري، خو د پښتنو د تاريخ په رڼا کې بايد تر هغه وخته پوری يو ډالر هم په پرمختګي زون کې خرڅ نه کړل شي تر څو چې قبايلي سيمه په پښتونخوا کې يانې په پاکستاني ټولنه کې راګډه کړی شوی نه ده او ايف سي ار له منځه تللې نه دي . سر بيره پر دی دپښتنو د ايالت نوم پښتونخوا، پښتونستان يا افغانيه شوی نه دی ، او د سياسي ګوندونو ايکټ قبايلو ته غځيدلی نه دی. د امريکه د مشرانو دغه وړانديز د اساسي قانون تر مخه ځينې اړتياوې لري چې يوه پکې د پښتنو او امريکه نيغ په نيغه انډيوالي ده او دغه انډيوالي د سهيل لويديځۍ اسيا د امنيت لپاره بيخي ډيره مهمه ده.

sportyman35@yahoo.co.uk

ژباړونکې : فايق خان يوسفزۍ لندن

خپله تبصره لیکی

تبصرې