Dec 17, 2011

میدان وردګ: د هوا پيژندنې دستګاه د(۱۶۵) زرو ډالرو په ارزښت جوړه شوه

خپله تبصره لیکی
دهوا پیژندنې( میترولوژې) نوموړې دستګاه داوبو او بریښنا وزارت لخوا او دنړیوال بانګ په مالي مرسته د(۱۶۵) زرو امریکایي ډالرو په ارزښت دولایت والي محمد حلیم فدایي او ددې ولایت داړونده ادارو مسولینو لخوا پرانیستل شوه. داوبو دلګولو ریس انجنینر محمد انور جلال په وینا نوموړې دستګاه دڅلورو برخو څخه جوړې شوې چې پکې ددبادونو دجهت اوسرعت اندازه کول،دباران داورښت اټکل کول،دهوا دلوندوالي اندازه معلومول او دسانتي کریت په کچه دتودخې لوړې او ټیټې درجې معلومولو الې پکې نصب شوې چې دولایت او ولسوالیو دهوا حالات به معلوموي او په مرکز کابل کې به هم نوموړې دهوا حالات دسټلایټ پواسطه اخیستل کیږي، ښاغلي جلال زیاته کړه چې د دهوا پیژندنې مرکز په جوړیدو سره نوموړې ولایت دهوا حالات دمرکز سره ونښلول شي او په هم به دې ولایت کې ترې ګټه واخیستل شي.

خپله تبصره لیکی

تبصرې