Dec 18, 2011

ميدان وردګ: دوه وسله وال ونيول شوه

خپله تبصره لیکی

لودين
د ملي دفاع وزارت خبر ورکړ، چې په میدان‌وردګو ولایت کې د دولت دوه تنه وسله‌وال مخالفین ونیول شول.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې چې بينوا ته را رسېدلې، راغلي چې د ملي اردو د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې دوه وسله‌وال مخالفین له یوه موټر، یوې وسلې او یوه اندازه مهماتو سره نیول شوي دي.
ویل کېږي چې دغه چاڼیز عملیات وروسته له هغه پیلېږي، چې د دولت وسله‌والو مخالفینو د میدان وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ په هفت‌اسیاب سیمه کې د ملي اردو پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ، خو مرګ ژوبله یې نه درلوده.
سرچینه زیاتوي چې له دې پېښې وروسته د ملي اردو ځواکونو په سیمه کې چاڼیز عملیات او تلاشۍ پيل کړې، چې په پایله کې یې دوه تنه وسله‌وال مخالفین له یوه سراچې موټر، یوې مخابرې او د کلاشینکوف له دریو شاژورونو سره ونیول شول.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې هم درې راکټ وېشتونکي، دوه کیلوګرامه چرس او یو شارتېدونکی ماشین د ملي اردو ځواکونو لاس ته ورغلي دي

خپله تبصره لیکی

تبصرې