Dec 21, 2011

میدان وردګ: دکرنیزو توکوزیرمتون او دشیدو راټولو مرکز پرانیستل شو.

خپله تبصره لیکی

په دې ولایت کې دکرنۍ او مالدارۍ په برخو کې دلاسته راوړنو او شته ستونزو اوننګونو  دحل او همدارنګه په دې ولایت کې دکرنیزو توکو دزیرمتون او د ولایت په کچه دمالدارانو څخه دشیدو راټولو لو اساسي مرکز  چې دترکي دوست هېواد په مالي مرسته جوړ شوې  دي  دکرنې او مالدارۍ وزیر محمد اصف رحیمي، په کابل کې دترکي سفیر بساط اوزترک، دولایت والي محمد حلیم فدایي او ددې ولایت دمشرانو لخوا پرانیستل شول.
ښاغلي فدایي  دکرنې او مالدارۍ په برخو کې اخیستل شوې ګامونو دخلکو په ژوند کې مثبت بدلونونه راوستي دي خو بیاهم دخلکو ستونزو لپاره کافي ندي،  والي دراغلې پلاوې او دکرنې وزیر نه غوښتنه وکړه داچې په مرکز کې دزیاتو بوختیاوو له امله انکشافي بودجې نه مصرفیږي نو  خوکه چیرې تاسو انکشافي بودجې ولایتونو په واک کې ورکړۍ په ولایت کې دافغان او نړیوالو ګډ کاري متخصص  ټیم ددې وړتیا او ظرفیت لري  چې بودجه دخلکو داړتیاوو سره سمه پداسې پروژو په مصرف ورسوي چې د ولایتي پلان کې  په نښه شوې دي.
کرنې وزیر اصف رحیمي رسنیو ته یې وویل ( داچې د نوموړې ولایت خلک په کرنه او مالدراۍ بوخت دي نو نوموړوترسره شوې  خدمات د ستاینه  وړ دي، نوموړې دهېواد په کچه د(۵) لوې پروګرامونو لکه  داوبو ذخیره کولو،د کورنیو تولیداتو زیاتولو، تولیداتو ته دبازار موندنې او میکانیزه کولو،کروندګرو او مالدرانو ته دکرنیزو بانکونو او کوچنیو قرضو او دځنګلاتو او څړ ځایونو بیرته  سمسورولو ملي پروګرامونو څخه یادونه وکړه ، همدارنګه ښاغلي رحیمي ژمنه وکړه چې د ولایت مقام لخوا جوړ شوې پنځه کلن  پلان چې دخلکو دلومړیتوبونو پراساس جوړې شوې  دپلې کیدو په موخه به یې په لومړیتوبونوکې نیسي
د  کوپراتیفونو  په استازیتوب  محمد الله راغلي پلاوې ته خپل اړین وړاندیزونه لکه په بندونو کې اوبو زیرمه کول،اصلاح شوې تخمونه پرخپلو خت کروندګروته ویشل، دتولیداتو لپاره مارکیټ پیداکول، افتونو دمخنیوي په موخه اړینې دواګانې ویشل  او په دې ولایت کې دمڼو دجوسو دفابریکي دجوړیدو غوښتنه وکړه.
راغلي پلاوې  په دې ولایت کې دترکي دوست هېواد لخوا  دکرنیزو توکو ګودام چې په یوجریب ځمکه کې د(۵۰۰) ټنو په ظرفیت  دسل زرو ډالرو  په ارزښت جوړ شوې وو  رسماٌ ګټې اخیستنې ته وسپآرلو، همدارنګه وروسته راغلي پلاوې دترکي هېواد په مالي مرسته په دې ولایت کې دشیدو  دراټولو  دمرکز بنسټ ډبره کیښوده کوم چې دڅه کم اتیا زره امریکایي ډالرو په ارزښت  په اساسي ډول جوړیږي چې له امله به  مالدران  دشیدو دخرڅلاو څخه  ورځني اقتصاد پیاوړې کړي.
اتل میدانوال

خپله تبصره لیکی

تبصرې