Dec 18, 2011

دمیدان وردګ: دنرخ په ولسوالۍ کې (۱۵) کیلومتره سړک ګټې اخیستنې ته چمتو شو

خپله تبصره لیکی

غونډې ته ښاغلي والي  په خپلو خبرو کې  دسړکونو دجوړولو او په اړه وویل( موږ دسړکونو په جوړولو کې دپیسو دکموالي او دظرفیتونو دټیټوالي ستونزه نلرو بلکې لوې ګواښ هغه دوسلوالو لخوا دټولنیزو پروژو دپلې  کولو مخه نیول  او دسړکونو جوړولو وروسته بیا دسیمې داوسیدونکو لخوا دنوموړو جوړو شوو سړکونو او  پروژو ساتنې ته نه پاملرنه ده) ښاغلي فدایي وویل(  هېواد د مور حیثیت لري او سړکونه او ټول ګټې شمتنۍ یې دغړې او اندامونه دي او ساتنه یې ستاسو فرض او مسولیت دی)
دټولکټو چارو وزیر ښاغلي حمیدي  دسړکونو دارزښت په اړه وویل( سړکونه ستاسو په ټولنیز ژوند، ورځني اقتصاد،روغتیا او تګ راتګ کې خورا ارزښت لري  ا وساتنه  یې ستاسو فریضه ده) همدارنګه ښاغلي وزیر  ژمنه وکړه چې دټول ګټو وزرات به  په راتلوونکو (۳) کلونو کې  ۱۴ پروژو په دې ولایت کې  پلې کړي  چې اوسمهال یې د(۳) پروژو کار پیل شوې او په راتلوونکي کې به (۱۱) نورې پروژې  لکه  دچک څخه تر دایمیراد، د دایمیرداد څخه تر بهسودینو، دچک څخه تر جغتو، دنرخ څخه تر دایمیرداد او همدارنګه یو شمير پلونه په دې ولایت کې جوړ کړي او په ۱۳۹۱ کال کې به دیادو (۱۱) پروژو څخه  د دولایت مقام او ولسونو په سلاء مشورې(۳) هغه اړینې  او لومړیتوب لروونکي پروژې  په دې ولایت کې وټاکي.
دولایتي شورا ریس محمد حضرت جانان  دولسونو په استازتوب  دټول کټو چارو وزیر، دولایت والي  او دمیشتو ایساف ځواکونو څخه مننه وکړه چې دخلکو په غوښته یې نوموړې اړین سرک  جوړکړو، خو ښاغلي جانان  دټول ګټو وزارت څخه غوښتنه وکړه چې  دولایت په (۵) کلن پلان کې مو دولسوالیو اساسي سړکونه دلسونو سره دسلاء مشورو په موخه ځای پرځای کړي هیله   دټولګټو وزارت(فواید عامه) ددغه پلان پروژې په خپلو لومړیتوبونو کې ونیسي. دپروګرام په پای کې د ولایت مقام ، ولایتي شورا  او دسیمې مشرانو لخوا برابرې شوې تحفې راغلو میلمنو ته ورکړل شوې.
دغه ۱۵ کیلومتره قیر سړک چې ۷ متره پلنوالی او دواړو خواوو ته یې یونیم متر پلې لارې هم لري دکابل کندهار لوې لارې څخه پیل او ترخانجان خیلو بازار پورې په دوه کلونو کې دفیض ساختماني شرکت لخوا دایساف دځواکونو په (۵۳۸۶۰۰۰) میلونو ډالرو په مالي لګښت په اساسي او نړیوالو معیارونو برابر جوړشوې چې لا امله به یې دنرخ ولسوالۍ او مرکز میدانښار ټول اوسیدونکي ترې ګټه اخلي.
دیادونې وړ ده چې  تیرکال دنرخ ولسوالۍ دحلقوي سړک لومړۍ برخه (۱۰) کیلومتره  سړک دمیدانښار څخه ترنرخ  ولسوالۍ ده حیات پورې تیرکال ګټې اخیستنې  ته سپارل شوې وو.
اتل میدانوال  

خپله تبصره لیکی

تبصرې