Dec 27, 2011

دادچاوینه ده

خپله تبصره لیکی

پدی وطن کی چی توییږی دادچاوینه ده
نه داغیار،نه ددښمن ده ،زمااوستاوینه ده
داچی لاسونه دې پرې سره دی ترتخرګونوپورې
یادې دورور،یاهم دپلار،یاخوباباوينه ده  
رنګ خویی سوردی خوقیمت يی چی دوینی ندی
دادپښتون وینه ارزانه ده ،وړیاوینه ده
تاهم کړه تويه،ماهم تويه،هم هغه تویه کړه 
پرون هم وینه وه، نن وینه،هم سباوینه ده 
تندرکه ټکه رالویدلی ده زموږپه غولي
ځمکه په وینو،اوبه ویني،هم فضاوینه ده 
راشی دخپلې وینې قدرلږپه خپله وکړو
بیابه یې بل په قیمت پوه شي ،خامخاوینه ده 
خپلومجبورکړ(منتظر) چی غلی ناست دی ګوري
ګني سوراوریی بل ټټرکی ،هم توده وینه ده

  زیب منتظرمسید 

خپله تبصره لیکی

تبصرې