Dec 27, 2011

د سولې شورا له طالبانو سره په تماس نیولو کې خپله ناکامي ومنله

خپله تبصره لیکی
تاند(سې شنبه/دسمبر۲۷) د افغانستان د سولې عالي شورا وايي له طالبانو سره یې د دفتر د پرانستلو په اړه رسمي تماس نه دی نیولی.

په داسي حال کې چې ویل کېږي طالبانو په قطر کې د دفتر د پرانستلو لپاره له امریکايي مقاماتو سره خبرې کړي، د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې دوی تراوسه نه دي بریالي شوي چې له دې ډلې سره رسمي خبرې وکړي.

د افغانستان حکومت او د هغه لوېدیځ ملاتړ کوونکي هڅه کوي چې د دې هیواد لس کلنې لانجې ته سیاسي حل لاره ومومي.

د فرانس پریس خبري اژانس له طالبانو سره د تماس په نیولو کې د سولې د عالي شورا د پاتې راتلو د علت په باب د دې شورا د یوه مقام له خولې وايي چې په دې هکله بحثونو چې د سولې د خبرو لپاره د طالبانو دفتر باید چېري وي، د دفتر شرایطو او د طالبانو د حقیقي استازو موندلو کار ستونزمن کړی دی.

د دې شورا دغه مقام، د نوم د نه ښوولو په شرط فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«موږ تراوسه پوري له طالبانو سره رسمي تماس نه دی ټینګ کړی.له څو کلونو راهیسي هڅه کوو چې له طالبانو سره تماس ونیسو. هلې ځلې شوي، خو محسوسې نتیجې ته نه یو رسېدلي.»

تر دې مخکې د سولې عالي شورا ویلي و چې افغانستان به په هغه صورت کې په قطر کې د طالبانو د دفتر له پرانستلو سره موافقه وکړي چې دا دفتر د سولې له خبرو سره د مرستې لپاره جوړ شي او د سولې د عالي شورا له مشورې پرته بهرني قدرتونه د سولې په پروسه کې شریک نه شي.
د رویټرزخبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان د سولې عالي شورا بهرنیو سفارتونو ته په استولي لیک کې له طالبانو سره د خبرو لپاره یو لړ شرطونه ټاکلي دي.
د سولې د شورا د بهرنیو اړیکو مسوول اسماعیل قاسمیار وايي چې د سولې عالي شورا وايي چې له طالبانو سره په هغه صورت کې خبرې کېدای شي چې دا ډله جګړه بس کړي، له القاعده سره اړیکې پرې کړي او د افغانستان اساسي قانون ومني چې د ښځو د حقونو په شمول یې مدني ازادۍ تضمین کړي دي.

خپله تبصره لیکی

تبصرې