Jan 20, 2012

ميدان وردګ: دکوچيانو امریت ودانۍ جوړه شوه

خپله تبصره لیکی

میدان وردګو ولایت کې  دکوچیانو دچارو دسمون ولایتي امریت ودانۍ دهېواد دپرمختیاي بودجې څخه  د (۱۶۶۵۰۰)  امریکایي ډالرو په مالي لګښت  دولایت والي محمد حلیم فدایي، دکوچیانو دچارو دسمون لوې ریس عزت الله احمدزي، د ولایتي شورا ریس محمد حضرت جانان او ددې ولایت  دقومي مشرانو لخوا  ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. 
  دولایت والي محمد حلیم فدایي په  خپلو خبرو کې وویل( نوموړې ودانۍ دکوچیانو ټولې ستونزې نشې حلولای بلکي هغه څه چې اړین دي کوچیان باید په خپلو زامنو او لورګانوباندې زده کړې وکړي ترڅو دعلم او پوهې له لارې د دوۍ په ژوند کې دپام وړ ښوالی رامنځته شي ، ښاغلي والي دکوچیانو دژوند دښوالي په اړه ژمنه وکړه چې په راتلوونکي کال کې به  دکوچیانو منځي ښوونځي به  لیسه  کوي، دکوچیانو دمالدارۍ دپیاوړتیا  په موخه به دمالونو دخرڅلاو بازار او د نوموړو دمالونو دشیدو راټولو مرکز به د پروسیس په مرکز بدلوي.
دکوچیانو چارو دسمون لوې ریس ښاغلي  احمدزي په خپلو خبرو کې دکوچیانو دژوند دښوالي په اړه دهېواد په کچه ترلاس لاندې کارونو څخه یاونه وکړه او زیاته یې کړه  چې تراوسه په ۱۱ ولایتونو کې دکوچیانو امریتونو لپاره ودانۍ جوړ ې  کړې او هم دکوچیانو دستونزو او مشکلاتو دحل  په موخه یې په ټولو ولایتونو کې دکوچیانو شوراګانې جوړې کړې دي، او هم دپوهنې وزارت سره ګډه په پلان کې لري چې دکوچیانو ماشومانو لپاره په راتلوونکي کال لا زیات ښوونځي رامنځته کړي.
دولایتي شورا ریس محمد حضرت جانان په مرکزي حکومت یې نیوکه وکړه چې په هزاره جاتو کې دکوچیانو دشتمنیو او حقونو دحل په موخه یې د ستونزو اساسي حل لارې چارې ندي لټولوي او یوازې نوموړې موضوع سره سیاسي او ثلیقوي چلندونه شوې، نوموړې وویل چې تراوسه دنړیوالې ټولنې او حکومت لخوا داسې پروګرامونه په لاره ندې اچول شوې  چې دکوچیانو دمحرومیت ستونزې حل شي.
 خان زمان کوچي دولایت مقام لخوا دکوچیانو  دستونزو حل په موخه  اخیستل شوې ګامونه ګټور  وبلل خو نوموړې  په ځینو سیاسي کړیو نیوکه وکړه چې دکوچیانو دځړځایونه او دکلونو کلونو جایدادونواو مېنو ته چې د دوئ شتمني دي نه پریښودل کیږي او د حکومت څخه یې دنوموړې موضوع دجدي حل غوښتنه وکړه.
نوموړې ودانۍ په یونیم جریب ځمکه کې چې (۱۵) کاري خونې  او اړونده ټولې اسانتیاوې لري  د هېواد دانکشافي بودجې(۱۶۶۵۰۰)امریکایي ډالرو  لګښت  دیوکال په موده کې په اساسي ډول جوړ شوې دی.
دیادونې وړ ده چې پرون هم پدې ولایت کې  د۴۰ ښوونځیو ودانۍ  دنړیوال بانګ   د دوه میلیونو امریکایي ډالرو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
اتل میدانوال

خپله تبصره لیکی

تبصرې