Jan 19, 2012

ميدان وردګ: (۴۰) ښوونځي ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

خپله تبصره لیکی

په میدان وردګو ولایت کې دپوهنې وزیر  غلام فاروق وردګ، دولایت والي محمد حلیم فدایي، دولایتي بیارغاونې ډلې مشر مظفر، د ولایتي شورا ریس محمد حضرت جانان او غړو یې او ددې ولایت  دقومي مشرانو لخوا  په چک ولسوالۍ کې  ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
په پیل کې د چک ولسوالۍ ولسوال محمد اسماعیل وفاء راغلو میلمنو ته دښه راغلاست ترڅنګ پدې ولسوالۍ کې د لازیاتو بیارغاونېزو  پروژو غوښتنه وکړه.
غونډې ته دولایت والي محمد حلیم فدایي په  خپلو خبرو کې وویل(  په هېواد کې دشته بدبختیوو څخه د وتنې یوازې لاره فکر جوړونه او پوهه  ده  او زیاته یې کړه چې ددې ولایت  ښکلې درې داسونو زغلولو پرځای اوسمهال فکر   او ددې درو هر کوټ ته دعلم او پوهې ډیو زغلولو ته اړتیا لري ترڅو دعلم او پوهې له لارې دنړۍ دهېوادنو سره سیال شو ) ښاغلي فدایي دپوهنې وزیر څخه  د راتلوونکي کال په دې ولایت کې  د۳۰ ښوونځیو لپاره ودانیو جوړول، په ولایت کې د ادارې او منجمنټ انستیتوت رامنځته کول او ددې ولایت  لپاره ددښوونکو (۶۰۰) بستونو ورکولو غوښتنه وکړه.
دپوهنې وزیر ښاغلي فاروق وردګ  په خپلو خبرو کې د قومي مشرانو څخه وغوښتل چې دخدای پیژنې مرکزونو( ښوونځي او مدرسې) ولسي شتمنۍ دي او  په ساتلو کې خپله ملي وجیبه ترسره کړئ، نوموړې  وویل د افغانستان  دجمهور ریس حامد کرزی او دپوهنې وزارت  داساسي پروګرامونو څخه دادي چې ښوونځي او مسجد یو دبل متمم کړي  او بیا دښوونځي او مدرسې په نوم څوک کوم بیلوالي رامنځته نکړي، همدارنګه ښاغلي وردګ  د پوهنې په برخه کې د ولایت مقام او ولسونو دغوښتنو په ځواب کې ژمنه وکړه چې په راتلوونکي کال کې ددې ولایت(۳۰) ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړوي، په ټولو ولسوالیو کې به تخنیکي ښوونځي  او په مرکز کې د ادارې او منجمنټ  انستیتوت رامنځته کولو ترڅنګ ددې ولایت دپوهنې په برخه کې څومره چې نوو بستونو ته اړتیاوي رامنځته کړي.
دولایتي شورا ریس محمد حضرت جانان  او  دچک ولسوالۍ دپوهنې مدیر شریف خان په خپلو خبرو کې دپوهنې په برخه کې په ولایت کې دښاغلي وزیر او  والي هلې ځلې وستایلې او ترې غوښتنه یې وکړه چې  دهېواد سولې او ثبات دښمنانو ته به دا  اجازه  ور نکړي چې دعلم اوپوهې ډیوې  ددې ولایت دزده کوونکو پرمخ وتړي، همدارنګه ښاغلو په دې ولایت کې دپاتې (۱۹۴) ښوونځيو لپاره د ودانیو جوړولو غوښتنه وکړه.
دغه (۴۰) ښوونځي ددې ولایت په ټولو (۹) ادارې واحدونو کې  د (۱۹۲۰۰۰۰) لکو امریکایي ډالرو په لګښت  دنړیوال بانګ په مالي مرسته دایکویپ دپروګرام له مخې (۳۳) او دملي پیوستون دپروګرام له مخې (۷)  ښوونځي په اساسي ډول جوړ شول چې ددې ولایت 18080 زده کوونکو به ترې برخمن شي.

دیادونې وړ ده  اوس مهال په میدان وردګو ټول(۴۰۱) ښوونځی فعالی دی  چې (۶۱۳۵) تنو ښوونکو لخوا  (157447) تنو زده کوونکوته چې ۳۷۳۷۰ یې انجونې دي  په زده کړو بوخت دی چې اوسمهال هم ددې ولایت  (۱۹۴) ښوونځي ودانۍ نلري.

خپله تبصره لیکی

تبصرې