Feb 6, 2012

وردګ: له (۳۲۲۹) تنو دکانکور ازموينه واخيستل شوه

خپله تبصره لیکی

په نوموړو مراسمو کې دولایت والي محمد حلیم فدایي، په ولسي جرګه کې ددې ولایت  استازې عبدلمجید وردګ، دولایتي شورا ریس شیرشاه بازون او غړویې دامني قوماندان، دملي امنیت ریس، دولایتي بیارغاونې ډلې مشر ،دلوړو زده کړو وزارت دکانکور دکمیټې غړو، دپوهنې ریاست مسولینو  او ددې ولایت ددولسمو ټولګیو شاکردانو برخه دلوده.
غونډې  ته ښاغلي والي په خپله ویناء کې د دښوونې او روزنې په اړه هراړخیزه خبرې وکړې او ویې ویل( انسان جوړونه او فکر جوړنه دهېواد داړینو ضرورتونو څخه ده چې دښونې او روزنې اصلي موخه هم فکر جوړونه ده که دعلم پراساس فکرونه جوړ نه شي نو بیا شیطاني علم دی چې دګټې پرځای توان لري، که  په هېواد کې هر ډول پرمختګ او سمون ولرو ترهغې چې انساني کدرونه سم ونه روزل  شي ټول لمنځه تللي شي خو که فکرجوړونه مو غښتلې کړه بیاهرڅه جوړیدای او ساتل کیدای شي)  ښاغلي والي په دې ولایت کې د یو دولتي پوهنتون درامنځتکیدو دهلوځلو څخه هم خبر ورکړ.
ښاغلي والي دلوړو زده کړو وزارت او ددې ولایت دښوونکو دانستیتوب استادانو دمرستو څخه دمننې ترڅنګ نوموړ استادانو ته دیوې یوې نومرې ځمکې د ورکړې ژمنه وکړه.
دولایتي شورا ریس شیرشاه بازون  په دې ولایت کې په لومړي ځل دکانکور ازموینې په اخیستلو کې دولایت دمقام او وکیلانو هلې ځلې وستایلې او هم یې دولس په استازیتوب مننه وکړه چې ښاغلي والي صیب په دغه سړه هوا او د واورې په اورښت کې د زده کوونکو لپاره دازموینې داسي ځای ترتیب کړو چې  زده کوونکي به وشي کولای چې  دپوښتنو په ځواب کې به په ارم ډول سوچ او فکر وکړي.
دکانکور  دکمیټې مشر لومړي دولایت مقام، دپولیسو روزنیز مرکز مشر او پوهنې ریاست څخه مننه وکړه چې د دوۍ په واک کې یې ټول امکانات ورکړې دي ، نوموړې زده کوونکي دهېواد شتمني یاده کړه او ترې غوښتنه یې وکړه چې دپوهې او علم  په  زده کولو سره دهېواد دطبعي منابعو او زیرمو راسپړنې څخه  ګټه پورته کړي اوخپل هېواد نړۍ دهېوادونو سره سیال کړي.
وروسته  دښاغلي والي  او ورسره مله پلاوي لخوا د ټولو ګډونوالو پرمخ دپوښتنو کتابچو بکسونه پرانیستل .
دیادونې وړ ده چې په دکانکور په ازموینه کې ددې ولایت ۳۲۲۹ تنو برخه اخیستې وو چې (۵۶) تنه یې انجونې وي او اوسمهال په دې ولایت کې (۴۰۱) دپوهنې تعلیمي مرکزونه شتون لري چې (۱۶۰۰۰۰)  تنه زده کوونکي پکې  په زده کړو بوخت دي.

اتل میدانوال

خپله تبصره لیکی

تبصرې