Feb 15, 2012

ميدان وردګ: د وسلو او چاوديدونكو توكو زېرمه كشف شوه

خپله تبصره لیکی
لودين
په میدان وردګو ولایت کې دوسلوالو مخالفینو یو زیرمه کشف او پکې یو زیات شمېر وسلې او مهمات ترلاسه شول.
دملي امنیت ریاست دمسولینو لخوا دجغتو ولسوالۍ په بېلابېلو عملیاتو کې یو زیات شمېر وسلې اومهمات کشف او ترلاسه شول
د ميدان وردګو ولايت څخه خپره شوي خبرپاڼه وايي دملي امنیت لخوا دجغتو ولسوالۍ د ولبدین په کوتل  او همدارنګه  زرین په کلي کې داوپراتیفي عملیاتو په پایله کې دوسلوالو مخالفینو  دمهماتو او وسلو ډیپوو کشف او ترلاسه کړه چې له امله یې د  بریدونو مخه ونیول شوه.

خبرپاڼه وايي په ترلاسه شوو وسلو او مهماتو کې لاندې مواد شامل دي
د(۸۲) ملي مترې توپ یو میل،یو میل (۷۵) ملي متري توپ، یو میل چریکي هوان، یومیل دهشکه د دریو میلونو سره، دماینونو دشارت کولو یوه دستګاه، دهوان (۲۶۷) مرمۍ، دراکیټ (۹۲) مرمۍ، دسایطو ضد(۱۲) ماینونه، دزیکویک او دهشکې (۳۰۸) صندوقه مرمۍ،(۴۰) عدده فشاري ماینونه، دپیکا (۱۰) بکسې د زیکویک او دهشکې(۳۱) شریدونه،دمزایل مرمۍ،دچاودیدونکو توکو څخه ډګې بوشکې، دچاودیدونکو توکو ډک دبخار دیک،دوه عدده روسي دوربینونه، دمزایل مرمۍ او یو زیات شمېر نا چاودي مهمات کشف او ترلاسه شول.
خبرپاڼه وايي دپورته نیول شوو وسلو او مهماتو په اړه تراوسه څوک ندي نیول شوې

خپله تبصره لیکی

تبصرې