Aug 10, 2012

ميدان وردګ: ((د غزلبڼ شاعر)) کتاب چاپ شو

خپله تبصره لیکی
اتل

د میدان وردګو ولایت والي محمد حلیم فدایي په مالي لګښت او مرسته داستاد محمدصدیق پسرلي شخصیت او شاعري د(سیاستوالو،لیکوالو او شاعرانوله نظره) دغزلبڼ شاعر ترنامه لاندې  کتاب د ادم خان سیرت په  راټولونه او زیار له چاپه راووت.

د((غزلبڼ شاعر)) دهغه کتاب نوم دی چې  پکې داستاد محمدصدیق پسرلي په شخصیت،ادبي هڅو او شاعرۍ په اړه دده دغزلونو تر ټولوسترکلیات (غزلبڼ) دمخکتنې په غونډه کې چې دمیدان وردګو والي محمدحلیم فدایي په مرسته جوړه شوې وه،پکې سیاستوالو،لیکوالو اوشاعرانو په زړه پورې ویناوې،علمي څيړنې او مقالې  ګډونوالو ته ولوستې.

داچې په دغه پرتمينه غونډه کې د پسرلي صیب دټولو مینوالو ګډون کول امکان نه درلود او هم په  غونډه کې ځينو لیکوالو لیکل شوې مقالې دلوستلو پاتې شوی او ځينو لیکوال چې دهېواد څخه دباندې وو او ویې نشوو کولای غونډې ته راشي ترڅو د استاد په اړه خپل اندونه له  ګډونوالو سره شریک کړي  نو په همدې موخه  ددغه کتاب ګوټي چاپول اړین وو.

د غزلبڼ شاعر کتاب په (۱۶۰) مخونو کې  چې د ویناوو، مقالو او غزلبڼ په رسنیوو کې برخې لري، په کتاب کې خپله داستاد  لخوا  دځان په اړه لیکل شوی  یو څوکرښې هم خپرې شوي دي چې تراوسه لا چاپ  شوې ندي، دغزلبڼ شاعر کتاب په ښکلي اعلی ګاغذ کې چې په زړه پورې  رنګه پښتۍ لري  د ادم خان سیرت په راټولونه او هڅو  دمیدان وردګو ولایت والي محمدحلیم فدایي په مالي لګښت داسددانش په مطبعه کې د(۱۰۰۰) ټوګو په شمېر د چاپ په ګاڼه سمبال شو.


 دکتاب راټولونکي کتاب  داستاد پسرلي ټولو مینوالو ته ډالۍ کړي چې استاد خپل لارښود ګڼي.
دکتاب مینوال کولای شي چې کتاب د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر څخه ترلاسه کړي او په کابل کې به دغه کتاب په راتلوونکي ادبي بهير کې په ګډونوالو و ویشل شي.

خپله تبصره لیکی

تبصرې