Aug 10, 2012

ميدان وردګ: پنځه تنه وسلوالو نيول شوي

خپله تبصره لیکی

اتل

 د میدان وردګو ولایت  دسیداباد ولسوالۍ د سيسۍ  په سیمه کې  دملي اردو په  ځانګړو عملیاتو کې دیوطالب سرګروپ په ګډون پنځه تنه  وسلوال  نیول شوي او یوتن یې وژل شوې.

په  سیداباد کې د ملي اردو  دڅلورمې لوا د دریم کنډک قوماندان  ډګروال محمدعالم په ویناء چې نن  مازیکر ۴ بجې وسلوال مخالفینو د سیسۍ په سیمه کې غوښتل چې په سکورټي امنیتي کمپنیو باندې برید وکړي چې دملي اردو دبېداره سربازانو لخوا وسلوال مخالفین په سیمه کې کلابند او د نیم ساعت نیښتې ورسته  دیو وسلوال سرګروپ په ګډون پنځه تنه  وسلوال ژوندي ونیول شول او یوتن وسلوال مخالف و وژل شو چې د وژل شوي کس جسد په سیمه  کې پاتې شوې دی.
د  دریم کنډک قوماندان په ویناء چې نوموړي نیول شوي وسلوال او وژل شوې کس د وسلوال طالب قوماندان ملا قاسم کسان دي چې دسیداباد تنګې او سیسۍ په سیمو کې وسلوال فعالیت کوي  او هم  دنوموړو کسانو څخه دوه میله روسۍ پيکاء، دوه میله کلاشینکوفونه،یومیل تفنګچه، پاکستاني لاسي بمونه او یوشمېر مهمات هم ترې ترلاسه شوي دي
نوموړي نیولي شوي وسلوال طالبان اوسمهال دملي اردو ځواکونو لخوا دپوښتنو او ګرویګنو لاندې دي
په نوموړو عملیاتو کې ملي اردو ته کوم تلفات ندي اوښتي.

خپله تبصره لیکی

تبصرې