Aug 29, 2012

ميدان وردګ: (۴ ) تنه طالب وسلوال وژل شوې.

خپله تبصره لیکی
د میدان وردګو ولایت  دجغتو ولسوالۍ داریاب کلان په سیمه کې  د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې دځايي وسلوال طالب سرګروپ بسم الله  په ګډون څلورتنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.

دجغتو ولسوال راز محمد وزیري  په ويناء چې دسنبلې(وږي) په ۷ نیټه مازیکر ۶ بجې مهال افغان او نړیوال ځواکونو دسیمې دامنیت په موخه داریاب کلان په سیمه کې په ګزمه بوخت وو چې  وسلوالو طالبانو پرې برید وکړو او له امله یې نښته رامنځته شوه چې په دغه نښته کې دوسلوالو طالبانو ځایي سرګروپ بسم الله په شمول  څلورتنه وسلوال هریو خالد، شفیق او عزت الله وژل شوي دي  او دنوموړو وسلوالو جسدونه په سیمه کې پاتې شوې دي چې  دګډو ځواکو ته یومیل پيکا هم لاسته ورغلې ده.
د ولسوال په ویناء چې دوژل شوو طالبانو جسدونه وروسته دسیمې دخلکو لخوا انتقال شول.

په دغه نښته کې ګډو ځواکونو ته کوم تلفات ندي اوښتي.

خپله تبصره لیکی

تبصرې