Sep 1, 2012

وردګو ولایت په بریدونو کې ۱۲ تنه وژل شوي

خپله تبصره لیکی
د افغانستان په میدان وردګو ولایت کې په دوو ځانمرګو بریدونو کې د پولیسو او ملکي وګړو په ګډون دولس تنه وژل شوي دي.
یوه برید کوونکي په سید آباد ولسوالۍ کې د یوې دولتي ودانۍ مخې ته ځان والوزاوه .
له دې وروسته د چاودېدونکو توکو ډک موټر د پېښې سیمې ته نژدې د امریکایي پوځي مرکز سره وچاودېد.
د وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد وايي، پېښه کې د ایساف سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي بي بي سي ته وویل: "د یوې ښځې او ماشوم په ګډون په دې پېښه کې ۸ تنه وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان دي".
د نوموړي په خبره په پېښه کې ۴ تنه پولیس هم وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان دي.
شاهد زیاته کړه د ملي امنیت درې تنه کارکوونکي او د ایساف ځواکونو دوه تنه سرتېري هم په ټپیانو کې شامل دي.
د نوموړي په خبره دواړه چاودنې خورا زورورې وې، چې له امله يي د ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ د ودانۍ په شمول یو شمېر دولتي ودانۍ نړېدلي.
نوموړی وايي په پېښه کې د مرګ ژوبلې د ډېرېدو وېره موجوده ده.
ویل کیږي د برید ګرو هدف د سیداباد د ولسوال دفتر و.
د شاهد په وینا دغه بریدونه د شنبې په سهار د ولسوالۍ د ودانۍ او ناټو ځواکونو د یوه مرکز تر منځ وشول.
بل لور ته ناټو په هغه اعلامیه کې، چې بي بي سي ته يې په دې اړه رالېږلې، منلي چې څو تنه پوځیان يې وژل شوي دي، خو په دې اړه په یاده اعلامیه کې نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
خو بل لور ته د طالبانو يوه وياند چې د برېښنالیک له لارې يې د دغه بريد پړه منلې، ويلي لسګونو بهرنيو سر تېريو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د میدان وردګو ولایت پلازمېنې کابل ته څېرمه موقعیت لري او د کابل کندهار لویه لار هم له همدې ولایت نه تېرېږي.
د دې لارې په اوږدو کې اکثر د ناامنۍ پېښې رامنځ ته کیږي.

خپله تبصره لیکی

تبصرې