Oct 17, 2012

ميدان وردګ: دولت پر طالبانو دملکي زيان تور ولګاوه

خپله تبصره لیکی
په ميدان وردګو ولايت کې وسلوالو مخالفينو په يو بريد کې(۳) ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او همدارنګه (۵) تنه اختطاف شوي کسان د وسلوالو له منګولو ژغورل شوي. دمیدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې وسلوالو مخالفینو دملکي خلکو په یو کرولاء موټر وسلوال برید کړې چې له امله یې یوتن مړ او دوه تنه نور ټپیان شوي دي. د سیداباد ولسوال ډاکتر فضل کریم مسلم په ویناء چې نن سهار ۶ بجې ددې ولسوالۍ اړنده دماشین کلاء په سیمه کې وسلوالو مخالفینو په یوه یوه (۲۰۰۰) هزار ماډله کرولا موټر باندې وسلوال برید کړې چې له امله یې دکرولا چلوونکی نعمان نومې شهید او دوه تنه نور پکې ټپیان شوي دي. د ولسوال په ویناء چې ټپيان او شهید دملي اردو ځواکونه لخوا انتقال شوي او وسلوالو مخالفینو دسیمې څخه په تیښته بریالي شوي دي. همدارنګه ديوبل خبر له مخې: وسلوالو مخالفینو دسیداباد ولسوالۍ په یاده سیمه( ماشین کلاء) کې بیګاه شپه پنځه تنه ملکي کسان چې دغزني ولایت اوسیدونکی و په یو صرف موټر کې سپاره ول چې وسلوالو له ځان سره نامعلوم لورې ته بیولي ول چې بیا وروسته دملي امنیت ریاست په هڅو او د قومي مشرانو په مرسته نوموړي ملکي کسان د وسلوالو دمنګولو څخه وژغورل شول او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

خپله تبصره لیکی

تبصرې