Oct 1, 2012

د والي په ویاړ غونډه د طالبانو برید ګډه وډه کړه

خپله تبصره لیکی
غونډه د میدانښار غازي کریم خان په تالار کې جوړه شوې وه.
د میدان وردګو ولایت کې د نوي والي د معرفي کېدو په اړه جوړه شوې غونډه د طالبانو څو توغندیو ګډه وډه کړه او ګډونوال یې تیت پرک کړل.
په سیمه کې یوه افغان خبریال بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د تیلې فون پر کرښه وویل، غونډه سهار مهال د نوي والي عبدالمجید خوګیاڼي د معرفي کېدو لپاره جوړه شوې وه.
سرچینه وايي، لومړی نوي والي خبرې پيل کړې، خو لا یې پایته رسولې نه وې، چې څلور ډزه وشول او ګډونوال یې وارخطا کړل.
که څه هم امنیتي کسانو او والي ګډونوالو ته ډاډ ورکاوه، خو خلک په اندېښنه کې وو، چې په همدې شېبه نورې ډزې وشوې.
دغې غونډې ته د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مرستیال، ځینې سلاکار وزیران، ځینې اوسني پخواني سناتوران او ولسوالان هم ورغلي وو.
غونډه مخکې له دې چې ټاکل شوي کسان په کې ویناوې وکړي، پایته ورسېده.
په دې غونډه کې د حکومتي چارواکو او مامورینو په ګډون ځینې قومي مشران او مخور هم ورغلي وو، چې د ګډونوالو شمېر یې تر زرو کسانو رسېده.
د ویلو ده چې تېره ورځ ددغه ولایت سیداباد ولسوالۍ په سیسۍ سیمه کې د افغان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ نښته وشوه، چې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله واوښته.

خپله تبصره لیکی

تبصرې