Oct 19, 2012

ميدان وردګ:دپوهنتون دمځکي شخړه په (وچه لنده) حل سوه

خپله تبصره لیکی
میدانښار، وردګ ( د تلې ۲۷مه ۱۳۹۱)

دميدان وردګو ولايت والي لخوا دقومونو سره په سلاء مشوره دپوهنتون دځمکې پرسر شخړه په پچې اچونې ( وچه لنده ) سره حل شوه.

په میدان وردګو ولایت کې دجوړیدونکي پوهنتون دځمکې پرسر دتیر یوه کال راپديخوا چې لومړی دسیداباد ولسوالۍ دتوپ دښتې په سیمه کې ورته ځای د ولایت لخوا ټاکل شوې وه پدغه موضوع باندې دمیشتو قومونو لخوا وخت په وخت جنجالونه او دنظر اختلاف موجود وو چې دلوړو زده کړو وزارت په غوښتنه
دولایت والي عبدالجمیدخان خوګیاڼي وپتیله چې نوموړې موضوع د قومونو او دولس داستازو په سلاء مشورو حل ترڅو په ۱۳۹۲ کال په بودجه کې دپوهنتون رسمي مراحل او منظوري په نظر کې ونیول شي، په همدې موخه نن د قومي جوړښتونو او په ولایت کې دوردګو، میدان او هزاره میشتو مشران او استازو
په ګډون د پوهنتون دځمکې دتثبیت په موخه غونډه ترسره شوه .
په غونډه کې د ولسي جرګې غړو، ولایتي شورا غړو،دسولې دشورا غړو، قومي مشرانو او مخورو برخه اخیستې وه چې نوموړي غونډه دسولې شورا په دغونډو په تالار کې ترسره شوه.
ډیرو اوږدو بحثونو وروسته دټولو غړو لخوا په لاندې دوه ځایونو باندې ترڅو پوهنتون لپاره ځمکه ځانګړي شي د پچې اچونې پریکړه وشوه
1. په سیداباد ولسوالۍ کې دتوپ دښتې سیمه
2. دمیدانښار خیري دښتې سیمه
وروسته دټولو مشرانو پروړاندې دنوموړو دوه ځایونو دټاکنې په موخه پچه اچونه( وچه لنده) وشوه چې په پچه اچونه کې په ولایت کې دجوړیدونکي پوهنتون لپاره دمیدانښار دخیري دښتې وټاکل شوه او په نوموړې موضوع باندې دټولو غړو او ګډون کوونکو لخوا لاسلیکونه وشول او دغه موضوع دټولو په قناعت سره پای ته ورسیده. او دهیڅ کوم غړي داختلاف سبب نه شوه.

د چارو څارونکي وايي دغه ډول پريکړي ددولت پر بې کفايتۍ او مطلق کمزورۍ دلالت کوي چي نسي کولای ولس ته د يوې موضوع په اړه قناعت او معلومات ورکړي ، په بدل کي ځيني ډېري بنسټيزي پريکړي د شناخت ، زور او فشار ، رشوت او يا په وچه لنده حل و فصل کوي چي زياتره له دغسي مسايلو څخه تر موقت حل لږ وروسته يو وار بيا اوږدمهاله ستونزي رامنځته کوي او د خلکو د ارام ژوند د ګډوډۍ سبب ګرځي .

ويل کيږي چي دغسي يوه وچه لنده يوه مياشت مخکي صلاح الدين رباني او دجميعت ګوند ته دتحفې د ورکړي پر مهال هم رامنځته سوې وه ، هغه وخت ولسمشر کرزي غوښتل چي د کندهار هوايي ډګر د برهان الدين رباني په نامه کړي خو تر پريکړې مخکي د لراوبر او خبريال ويبپاڼو لخوا ددغه خبر د افشا کېدو سره سم د افغانانو د قهرجن غبرګون سره مخامخ سول چي بيا يې د کابل د ښووني او روزني پوهنتون لوحه د شپې په تاريکه کي راکښته او د رباني لوحه يې پر نسب کړه . دغه پېښه ددې لامل سوه چي يوه مياشت پوهنتون تړلی پاته سي او محصلين په احتجاجي مظاهرو لاس پوري کړي .

په ودګو کي د وچي لندي پاليسۍ په اړه د ولایت والي خوشاله برېښېدئ او ويې وویل په ولایت کې شته ستونزې به دجرګو مرګو او دافغاني پخو لارو او دودونو پراساس حل کړو.چې پوهنتون ځمکه ټاکل یې ښه بیلګه ده.

د يادوني وړ ده چي په ۱۹۹۳ميلادي کال د تنظيمي جګړو پر مهال د کندهار ښاروال لالاجان ملنګ په اړه هم داسي اوازه وه چي دخلکو حقوقي دعوې په وچه لنده ور حل و فصل کوي چي خلک يې تر اوسه د انتقادي ټوکي په توګه يادوي خو ، دا ځل دداسي يوه حکومت والي په وچه لنده د پوهنتون جوړيدلو د موقعيت د فيصلې اعلان کوي چي حکومت يې اساسي قانون او د خلکو د حقوقو دفاع د خپلو لويو لاسته راوړنو په توګه يادوي .

خپله تبصره لیکی

تبصرې