Dec 17, 2012

دافغان بيسيم مجلې ټوکي حساسيتونه پارولي دي

خپله تبصره لیکی
افغان بيسيم په افغانستان کي لومړنۍ شخصي مخابراتي شرکت دی چي دګرځنده ټيلفوني خدمتونو بنسټ يې اېښئ دی ، دغه مخابراتي شرکت يو لړ راډيووي ، تلويزيوني او چاپي خپروني هم لري .
د افغان بيسيم مياشتنۍ مجلې د څلورم کال د څلوېښتمې او يو څلوېښتمې ګڼې په اووه اتيايم مخ کې د فکاهياتو تر سرليک لاندې د افغانستان يوې سيمي او قوم پوري تړلو خلکو پوري ټوکه خپره سوې ده . 
ددغي سيمي اوسيدونکو د اعلاميو او احتجاجي تبصرو په خپرولو سره دغه ټوکه سپکاوئ بللی دی. 
لراوبر ته يو شمېر داسي ليکونه رسيدلي دي چي په ټولو کي د ټوکي په نامه د يوه ټبر يا سيمي د خلکو سپکاوئ غندل سوئ او له افغان بيسيم څخه د سپيناوي او بخښني غوښتنه سوې ده .
په احتجاجي ليکونو کي ددغي سيمي پر خلکو ږغ سوئ چي د افغان بيسيم له مخابراتي خدمتونو تر هغه وخته پريکون وکړئ چي د افغان بيسيم مجلې مشرتابه ددغسي کړنو د تکرار دمخنيوي وعده نه وي کړې .
موږ هڅه وکړه ددغي مجلې د مشر امين رامين سره اړيکه ټينګه کړو خو بريالي نه سوو .


په ټول افغان کښی راغلی:


افغان بېسيم د افغانستان په کچه له لويو مخابراتي شرکتونو څخه دی چې په ټول هېواد کې د بېسيم ټليفونونو خدمتونه وړاندې کوي. دا شرکت چې عمومي رييس ېې احسان الله بيات دی، د نورو فرهنګي چارو تر څنګ د افغان بيسيم په نوم يوه مجله هم لري چې پکې د افغان بيسيم د اړونده مطالبو تر څنګ ځينې معلوماتي، ادبي او تفريحي ليکنې هم خپريږي. دا ځل د دې مجلې په يوه ګڼه کې په لوی لاس د وردګو د ستر، پتمن او مېړني ټبر سپکاوی شوی دی. د افغان بيسيم مجلې د څلورم کال د څلوېښتمې او يو څلوېښتمې ګڼې په اووه اتيايمه پاڼه کې د فکاهياتو تر سرليک لاندې په ښکاره ډول د وردګو قوم ته له سپکاوي ډکې ټوکې خپرې شوې دي. د مجلې ځانګړنې په لاندې ډول دي:
د امتياز خاوند: د افغان بيسيم مخابراتي شرکت
بنسټګر: امين رامين
مسؤول مدير: مهدي ثاقب (mehdi.saqib@afhgan-wireless.com) 
د مسؤول مدير مرستيال: فريد الله طوطاخېل (faridullah.totakhil@afghan-wirless.com)
خبريال: ويدا ميرزايي
کتونکې ډله: ولي محمد سلطاني او مرادعلي مراد
د اړيکو شمېرې:
0703181818 - 0700802803
د انسانيت او شرافت دا ډول غليمان پخوا هم کم نه وو، او په بېلا بېلو نومونو او برخو کې ېې د افغان ولس اړونده د لويو ټبرونو او ولسونو سپکاوی کړی دی او تل ېې د خپل شيطاني وجدان او تندې د خړوبولو لپاره په دې ډول ليکنو لاس پورې کړی دی، خو دا دی دا ځل په يوه رسمي مجله کې چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رسمي جواز هم لري، په رسمي ډول د داسې يوه لوی ټبر سپکاوی کوي. دا نه يوازې د وردګو قوم ته سپکاوی دی، بلکې د افغانستان ټول ولس ته په سپکه کتل دي او که مخه ېې ونه نيول شي نو ښايي دا ډول کسان له فرصت څخه په ګټه اخستلو پر افغانيت او اسلام هم ملنډې ووهي.
د ودرګو ولس اوخلک په کلکه د دې سپکاوي غندنه کوي او له اړونده چارواکو غواړي چې د دې کار عاملين د عادلانه محاکمې مېز ته راکش شي او د افغان بيسيم د شرکت مشران په رسمي ډول د وردګو له ستر ولس څخه بښنه وغواړي. که داسې ونه شي نو خلک به سړکونو ته راووزي، د افغان بيسم شرکت به تحريم کړي او په خپله به د خپلو حقوقو د تر لاسه کولو لپاره لاس په کار شي.


خپله تبصره لیکی

تبصرې