Nov 2, 2012

آختر ؛ یعنی څه ؟

خپله تبصره لیکی



ماته اختر منلې او ګران ده.
اختر مقدس او پاک ده. بښنه اوعبادت ده. رحمت او برکت ده. کومک او شفقط ده. 
پېرزوینه او زړه سواندی ده مېنه او محبت ده. خوشحالی او خندا ده.
اختر یو لوی فرصت ګڼم د مرستی او ښی ګڼی په منظور د ضرورت مندانو سره او په حقیقت کښی د بی وزلو پالنه
او لاس نېول دې.
اختر یعنی د کېنې غصی او دښمنی د ېاده وېستلو فرصت د بښنی او قناعت موقع ده او د زړه له کومې د خوشحالیو 
ډالي کول د کورنیو په منځ کښی بولم.
همیشه باېد د خوشحالیو په لټه کښی اوسو الله پاک مه کړه غم په خپله مونږ پیدا کوې.
د خوحالیو قدر باید وشی په حقیقت کښی دخوشحالی زمان ډېر لنډ او لنډ وې.
ژوند ښکلی دې ډېر هم ښکلی دې په دې شرط چه د خوښی په سترګه ورته وکتل شی.
خلاصه __ که مرسته او کومک د انسانانو په منځ کښی نوې نو د حیواناتو سره څه توپیر نشته.
نو راځی چه د اختر له برکت او ښې ګڼو څخه په لازمه ډول ګټه پورته کړو.
( اختر مو مبارک شه ) نورې

خپله تبصره لیکی

تبصرې