Feb 12, 2013

وردګو ته يو لوړ پوړي پلاوي سفر کړى

خپله تبصره لیکی
د هېواد د ولسمشر دحکم په اساس په میدان ښاراو نرخ ولسوالۍ کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو د ترسره شویو کړنو په موخه د دویم ځل لپاره ټاکل شوي پلاوي په میدان وردګو ولایت کې خپلې څېړنې پیل کړې .
دغه پلاوی چې مشري یې د کورنیو جرمونو د احصائې د پلټنې رئیس ښاغلي څارنپوه شرف الدین شرف کوله نن لومړی دمیدان وردګو دوالي ښاغلي عبدالمجیدخوږیاڼي سره ناسته ترسره کړه او له هغې وروسته يې دمیدان ښار او نرخ ولسوالۍ له مشرانو سره ګډه ناسته ترسره کړه 
. دغه پلاوي ته چې د لویې څارنوالۍ، کورنیو چارو وزارت ،ملي دفاع وزارت او ملي امنیت عمومي ریاست استازو په کې برخه درلوده،د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجیدخوږیاڼي دپېښې په اړه معلومات ورکړل او لارښوونه یې ورته وکړه،چې دیادې پېښې دزیانمنو شويو خلکو خبرې په غور سره واوري.
نوموړي همدا راز د میدان ښار او نرخ ولسوالۍ له مشرانو غوښتنه وکړه چې خپل حقیقي معلومات راغلي پلاوي ته ورکړي 
راغلي پلاوي دمیدان وردګو والي ته ډاډ ورکړ چې د ولسمشر لخوا به ورسپارل شوي دنده په ښه توګه ترسره کړي او د هغه خلکو چې په پېښه کې زوریدلي،دمیدان وردګو ولایت دولایتي شورا،دیني عالمانو اویوشمیر نورو ادارو په مرسته به معلومات راټول او خپلو مشرانو ته به یې داجراتو به موخه وړاندي کړي .

خپله تبصره لیکی

تبصرې