Feb 20, 2013

نر مې بولې، چې له سږکال نه کال ته خواریم، میدان وردګ مه هېروی

خپله تبصره لیکی

محمداجمل هوډمن
میدان وردګ په تېرو دووکلونو کې د ټول هېواد په کچه نا امنه ولایت ګڼل کيږي. دپخواني والي محمدحلیم فدایي له عزل او پرځای یې د عبدالمجید خوګياڼي  له ګومارل کېدو وروسته په میدان وردګو ولایت کې امنیتي وضع لازیاته کړکیچنه بلکې له کنټروله ووته، په کلیوالو سیمو د وسله والو مخالفانو بشپړ تصرف ، دولایتي چارواکو ترمنځ دنه همغږۍ او د پلازمېنې دنه پاملرنې له لامله دخلکو له حقونو د دفاع په برخه کې د ولایتي ادارې فعالیتونه په ټپه دریدلي. امنیتي ادارې یوازې د قیرسړک او ولایتي ودانیوساتنه کوي. په کلیو او بانډو کې د سپیشل فورس د وحشت او ظلم له لاسه په سلګونوکورنۍ دخپلو کورونو پریښودو اوکډوالۍ ته اړې شوي. له پنځو میاشتو راپه دې خوا له میدان وردګو هره ورځ د سپیشل فورس له خوا د بې ګناه خلکو د وژنو، ټپي کیدلو او توهینولو خبرونه راځي. په لسګونو غریبکاره ځوانان بګرام زندان ته اچول شوي او لس ګونه تنه نور یې له څو میاشتو را په دې لادرکه دي.نوی والي، ولایتي شورا، امنیتي ادارې، دولسي جرګې اوسني اوپخواني غړي سیاسي فعالین په بې وسۍ اقرار او په ملامتۍ انکارکوي.

نوی والي ښاغلی خوګیاڼی په داسې حال کې په دنده وګومارل شو، چې د یوشمېر پراختیايي پروژو حقوقي پړاوونه له پخوا څخه نیمګړي پاتې وو؛ د دې ولایت په اداره کې ښکېلې او مطرح سیالې ډلې هڅه کوي، د ښاغلي فدايي د ماموریت پرمهال دپیل شوي روان امنيتي کړکیچ او اداري ګډوډیو  ملامتي یو پربل ور واړوي. حتا ویل کیږي، چې دولایت دڅوکۍ پرسر دښاغلي خوږیاڼي رقیبان، پخواني واکمن او د هغو خواخوږي هم  د دغو سیالیو د یوې برخې په توګه فعال دي. نوی والي دنورو ولایتي اداري واحدونو پرځینو مسئولینو له پخوانیو واکمنو اوخپلو رقیبانو سره دهغو د تړاو له لامله بې باوره دی او بالعکس د اداري واحدونو ځینې رئیسان هم پخپلو چارو کې د اداري نیمګړتیا وو او له خپلو مخالفو ډلو سره د نوي والي د سیاسي سابقې او اوسنۍ انډیوالۍ له امله په هغه باور نه شي کولای . دې لانجې نږدې ټوله ولایتي اداره او مسئوولین پخپلوکې یو دبل پروړاندې درولي بلکې فزیکي برخورد ته یې هڅولي دي. تراوسه پورې د نوي والي د ساتونکیو وسله والو له خوا لږترلږه د دوو تنو رئیسانو د وهلو او ډبولو خبرونه خپاره شوي دي .

له بلې خوا په دې وروستیو کې دمیدان وردګو ولایت د والي دخواخوږو او ځینو نورو مسئوولینو ترمنځ  خپل منځي ستونزې اوبې باورۍ د دې لامل شوي، چې د دوی پلویان دیو بل په اړه په رسنیو کې په مستعارو نومونو له عقدو،کرکو او حتا سپکو الفاظو ډکې لیکنې وکړي . کېدای شي دا لیکنې د محتوا له مخې ځینې په دروغو او ځینې يې په هغو معلوماتو ولاړې وي، چې سیال اړخونه یې له دولتي ادارو ترلاسه کوي، خو داچې د سپېڅلو موخو لپاره نه لیکل کیږي په لوستو نه ارزي. په مستعارو نومونو دې لیکنو د ولایتي چارواکو ترمنځ یو پربل د ورځ تربلې زیاتېدونکې بې باورۍ ترڅنګ د سیمې د یوشمېر اوسېدونکو ترمنځ هم بې باورۍ رامنځ ته کړي دي . او حتا د هغو کسانو پروړاندې یې هم شکونه پیدا کړي، چې تل په میدان وردګو ولایت کې د ډلو ټپلو په سیالیوکې خپلواک ،ناپېیلي بلکې بې غرضه پاتې شوي خو د ولس غږ یې هر وخت اوچت ساتلی.
 د دې لیکنو لیکونکي حتا مبتدي لیکوالان هم نه دي. په دې لیکنو کې املايي غلطۍ، تنظیمي اوسیاسي تربګنۍ ،شخصي هدفونوته دځان رسولو هڅې، په ناحقه د یوچا تورنول او په ناحقه د یوچا سپیناوی له ورایه څرګند دي، خو دا چې په مستعارو نومونو لیکل شوي، نږدې هرولایتي چارواکي او د میدان وردګو ځینو اوسېدونکو ته یې د دې زمینه مساعده کړې، چې په خصوصي غونډو او ناستو کې هر څوک چې زړه یې وغواړي تورن کړي او هغو لیکوالو ته دملامتۍ ګوته ونیسي، چې د دا ډول عبث  او بې هدفه خبرو په اړه د فکر کولو وخت هم نلري .

په دې مستعارو نومونو کې یوهم « عمرمیدانوال » دی ،چې دلیکنې له محتوا څخه یې له نوي والي سره دلیکونکي خواخوږي له ورایه څرګنده ده. ما د ده د یوې لیکنې دویمه نیمايي برخه د دنیا ورځپاڼې په ۴۴۳ ګڼې کې تریوځایه پورې لوستې وه، چې د روان کال د سلواغې په ۲ نېټه خپره شوې ده. د لیکنې عنوان « میدان ښار دمافیا په منګولو کې » کښل شوی و. جالبه خو داده چې د دنیا ورځپاڼې په همدې ګڼه کې د « محمداسلم سلطاني » په نوم یوه بله لیکنه د نوي والي ښاغلي خوګياڼي پر غندنه راڅرخیده.
 زه ترننه پورې د عمر میدانوال په نوم د دې لیکنې د  لومړۍ نیمايي برخې په محتوا خبر نه وم، خو دیو شمېر ولایتي مسئولینو لخوا خپلواکو او ناپېیلو لیکوالو ته ددې لیکنو دمنسوبولو له امله اړوتم چې د « عمرمیدانوال » په نوم لیکل شوې لیکنه پیدا او ولولم .

دملګرو په مرسته مې په ټول افغان وېبپاڼه کې ومونده، دالیکنه د پخواني والي محمدحلیم فدايي، د ولایتي شورا دیوه غړي، ښاروال او د اسلامي حزب د څو تنو غړو پرضد او د نوي والي عبدالمجید خوګياڼي په پلوۍ لیکل شوې وه او د ۲۰۱۳ کال د جنورۍ په ۱۵ په ټول افغان وېبپاڼه کې خپره شوې وه. په دې لیکنه کې حتا هغه کس ته، چې لا ژوندی نه دی هم د ملامتۍ ګوته نيول شوې وه.      
زه د لیکنې دمحتوا په اړه کوم نظر نلرم. قضاوت نه ورباندې کوم خو زما په ګډون ناپېیلو او خپلواکو لیکوالو ته د دې لیکنې منسوبول بې پروايي نه بلکې بې انصافي ګڼم. دلیکنو محتوا ته په پام سره زما په درک  دا د میدان وردګو د ولایتي چارواکو او هلته د سیالوګوندونو د غړو خپل منځي شخړې دي، چې دولایتي ادارو دڅوکیو دخپلولو په موخه یې دنوی والي له راتګ سره سمې یو ځل بیا پيل کړي دي. دا دمیدان وردګو د اوسېدونکو نظر نه بلکې دڅو محدودو کسانو لوبه ده. خپلواک او ناپېیلي کسان، چې له چاسره د څوکیو، موقفونو او نورو امتیازونو پر سرسیالي نه لري. له دې ډول عبثو بوختیاوو مبراء دي. ولایتي مسئوولینو ته په کاردي، چې خپلې ستونزې په خپلو کې هوارې کړي. ناپېیلي اوبې غرضه کسان دې په خپلو لوبو کې نه ښکېلوي. په دوی پورې تړلي فرصت طلبان او غوړه مالان دې له دې حالته ګټه نه پورته کوي. هره ډله خپل ځان ته مستعارنوم والا لیکوالان لري.دوی پوه شه او مسئولیت یې، خوپه بې بنسټه اوبې ځایه شکونو دې د میدان وردګو د خلکو ترمنځ بې اعتمادي نه رامنځ ته کوي .

د افغانستان دنورو ولایتونو په څېر میدان وردګوته هرځلې دنوي والي په راتګ سره پخواني مسئولین دخپلو موقفونو دساتلو او نوي فرصت طلبان د موقفونو د ترلاسه کولو هڅې کوي، د نوي والي خوګياڼي په راتګ سره یو شمېر معلوم الحاله کسان،ځینو موقفونوته د رسېدو لپاره نوي والي ته ځان وړاندې وړاندې کوي. د ځینومسئولینو عزل او د خپلوګوندي غړو مقررولو ته يې هڅوي، بل اړخ هم فعال دی دځان ساتنې هڅې کوي. په مستعارو نومونومطبوعاتي جنګ دهمدې لپاره روان دی.« عصمت الله سپېڅلی» په مستعارنوم د والي پرضد لګیا دی.« عمرمیدانوال» یې په ننګه او دنورو په رټلو! دعمرمیدانوال له یوې بلې لیکنې، چې د« یو میدان وردګ » ترسرلیک لاندې په ټول افغان کې خپره شوې څرګندیږي، چې له نوي والي سره له سیاسي پلوه خواخوږي لري.نوځکه خو څرګنده ده، چې دا هر څه د ولایتي ادارې دمسئولینو خپلمنځي مسایل دي او خپلو کې دې سره حل کړي. که د چارواکو له منځه کوم یو يې د « عمر میدانوال » په لیکنه اعتراض لري او په ځان باندې لګیدلي تورونه ناسم بولي له قانوني لارو چارو دې په « دنیا» ورځپاڼه او ټول افغان وېبپاڼې شکایت وکړي. هره رسنۍ مکلفه ده، چې د هغه څه په اړه، چې خپروي یې ځواب ووايي.خو که دا کار هم نه شي کولای او په قانوني لارو چارو يې سر نه خلاصیږي له څېړنې اوثبوت پرته دې بې بنسټه قضاوتونه نه کوي، خپلواک او ناپېیلي لیکوالان په ځانګړې توګه هغه کسان دې په خپلو سیالیو کې نه ورګډوي، چې هېڅکله یې په دندو، څوکیو،موقفونو او نورو امتیازونو پر سر له چاسره سیالي نه ده کړې .

دمیدان وردګو له مسئولینو غوښتنه کوم، چې دمیدان وردګو بد وضعیت او دبې دفاع خلکو حالت ته دې وګوري خپلې ستونزې دې پخپلو کې هوارې کړي. خپلو مسئولیتونو ته دې پاملرنه وکړي . دمیدان وردګو اسېدونکو ستونزو او ناهیلیو ته دې ځواب ووايي.
که څوک ګومان کوي، چې صرف وروستی اداري بدلون به د میدان وردګو حالت بدل کړي، تېروتنه کوي. په لومړي سرکې د ښاغلي خوګیاڼي په اړه خوشبیني موجوده وه، خو اوس یې چې د روان  ناورین په مخنیوي کې بې وسۍ ته ګورو، لکه چې دی هم اغېزمن ونه خوت. میدانیان متل کوي « نرمې بولې چې له سږ کال ته کال ته خوار یم » دمیدان وردګو وضعیت له تېر کال نه سږ کال بد و او که دا حال وي کال ته یې تردې هم بدتر وګڼی. میدانیان او وردګ وايي. « دا اداره مو نه ده په کار، امنیت نه شي راته راوستی، دجنايي پېښو مخه نه شي نیولای، له وسلوالو ډلومو نه شي ساتلی، دسپېشل فورس له وحشته مو نه شي خلاصولای. نو بیا دا اداره څه کوو.؟ »

خلک پوهیږي، چې خبره له ارګه ورانه ده ، اوبه له پاسه خړې دي، تر څو چې په ارګ کې دمسئولیت احساس نه وي را ټوکېدلی په هېڅ ولایت او ولسوالۍ کې به څوک ښه ورځ ونه ویني . 

خپله تبصره لیکی

تبصرې