Feb 25, 2013

ميدان وردګ : د وړتياوو د لوړولو په اړه غونډه وسوه

خپله تبصره لیکی
د څلور مرستیال والیانو په ګډون په میدان وردګو ولایت کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له لوري د وړتیا لوړولو د کاري ګروپ غونډه نن یکشنبه ترسره شوه 
په دې غونډه کې چې د پروان، کاپیسا، کابل، پنجشیر او میدان وردګو ولایتونو مرستیالان، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د مرکزي زون ساحوي رئیس، د سیمه ییزو ارګانونو د وړتیاو لوړولو رئیس، د ولایتي چارو د ریاست د سیمه ییزو پروګرامونو د سمون رئیس، د مرکزي زون د ساحوي ریاست سلاکار او د یوناما استازي ګډون درلود.
د دې غونډې موخه په ولایتونو کې د وړتیاو د پروګرامونو ته پراختیا ورکول او همدا راز د نورو ولایتونو سره د تجربو شریکول وو.
په غونډه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د مرکزي زون ساحوي رئیس، په میدان وردګو ولایت کې د روزنیز مرکز له شتون څخه یادونه وکړه چې په مرکزي زون کې یوازینی ولایت چې روزنیز مرکز لپاره ودانۍ لري هغه د میدان وردګو ولایت دی او همدا راز د اداري اصلاحاتو څانګه په خپل تشکیل کې د میدان وردګو ولایت لپاره دوه روزونکي هم لري. او له ټولو ادارو مسوولینو څخه یې غوښتنه وکړه څو له نوموړي روزنیز مرکز سره همکاري وکړي او دولتي کارکوونکي ورته معرفي کړي څو د وړتیا په لوړولو کې کورسونه دایر کړي. او هم یې دا غوښتنه وه چې د ولایت په هره اداره کې چې د وړتیا د لوړولو په اړه کومه پروګرام دایریږي باید د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون په جریان کې کړي.
د میدان وردګو ولایت مرستیال ښاغلی ذاکر حسین سلطاني په خپلو خبرو کې د وړتیا لوړولو په اړه و ویل: د یوې ادارې لپاره د وړتیا لوړل یو اساسي او بنیادي کار دی، هر شخص چې د یوې ادارې کارکوونکی کیږي باید دوه ورځې یې یو شان نه وي، یعنې له یوې ورځې تر بلې باید وړتیا لوړه وي،همدا راز نوموړي و ویل چې ادارې د کارکوونکو لپاره د پوهنتونونو په شان دي هره ورځ په کې یو نوی شی زده کوي. 
نوموړي د وړتیا د لوړولو پروګرام څخه یادونه وکړه چې باید له ټیټې کچې یعنې د ولایت له خدمتګارانو څخه پیل د والي تر کچې پورې باید وي. 
د یوبل خبر له مخې د ګډو امنیتي ځواکونو له لوري د مرکز میدان په زبیداغ او ده افغانانو سیمه کې عملیات ترسره کړي او د مخالفینو یو قوماندان چې غیاث نومیږي، له کور څخه یې سل ګونه چاودیدونکي توکي کشف کړي دي او بیا د اړونده هیئت د شتون په صورت کې ورته چاودنه ورکړل شوې ده.
همدا راز د ملي اردو له لوري د ده افغانانانو په سیمه کې یو ماین چې د پلچک لاندې ځای پر ځای شوی وو، کشف او د ائتلافي ځواکونو له لوري خنثی شوی دی.

خپله تبصره لیکی

تبصرې