Feb 25, 2013

"په وردګو کې د خلکو له خوا د ځورونو په اړه ادعاوې جدي نيسو"

خپله تبصره لیکی
کابل  (پژواک ٧ کب ٩١): امريکا وايي، چې  په ميدان وردګو کې د خلکو د ځورونې په اړه  شوې ادعاوې جدي نيسي او په دې اړه له افغان چارواکو سره خبرې کوي.
امريکا دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې د ميدان وردګو د چارواکو او خلکو د شکايتونو په پايله کې د  ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د هېواد د ملي امنيت شورا امريکايي ځواکونو ته امر وکړ، چې په دوو اونيو کې دې له وردګو څخه ووځي.
په کابل کې د امريکايي ځواکونو د عامه اړيکو د دفتر مرستيال جامي ګرايبل د کب په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه د ولسمشر کرزي د وياند له لارې د ملي شورا له څرګندونو خبر شوي دي.
هغه زياته کړه: ((د خپلو ځواکونو له خوا د خلکو د ځورونو او نا سم چلند په اړه شوې ادعاوې او راپورونه جدي نيسو.))
خو نوموړي دا هم وويل، چې دوى دا ادعاوې جدي او په ژوره توګه څېړي څو اصلي حقايق را په ګوته کړي.
د امريکايي ځواکونو دغه استازي وويل، تر څو چې له افغان چارواکو سره په دې اړه په تفصيل سره خبرې ونه کړي، د افغان حکومت د پرونۍ پرېکړې په اړه دمګړۍ سم غبرګون نه شي ښودلى.
ګرايبل زياتوي، دا يوه مهمه موضوع ده او غواړي چې په تفصيل سره يې په اړه له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.
د يادونې ده، چې د ميدان وردګو ولايت يو شمېر اوسېدونکي له څو مياشتو راهيسې د ځانګړو امريکايي ځواکونو او له هغوى سره د مجهول الهويته افغان سرتېرو له خوا د ځورنو، وژنو او تښتونو په اړه شکايتونه کوي.
دغه شکايتونه تېر ځل هم د ملي امنيت شورا کې مطرح شوي وو، دغه راز په ملي شورا کې هم په دې اړه بحثونه وشول او ولسمشر  ملي دفاع وزير ته دنده سپارلې وه، چې دا موضوع وڅېړي.
پرون هم لسګونو کورنيو ميدان ښار ته په شکايت او احتجاج راغلي وو او ادعا يې کوله، چې د امريکايي ځواکونو د ځورونې له امله يو شمېر کورنۍ کډې کولو ته اړې شوې دي.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼي هم پژواک اژانس ته ومنله، چې يو شمېر کورنۍ کډو کولو ته اړې شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوګياڼي پرون په دغه ولايت کې د يادې ستونزې د دايمي حل په موخه په کابل کې د ملي امنيت شورا په غونډه کې ګډون وکړ او هلته کلک ډاډ ورکړل شو، چې دغه ستونزه به حل شي.

خپله تبصره لیکی

تبصرې