Nov 11, 2013

میدان وردګ: د دارالعلوم معتمد د فسادپه تور ونیول سو

1 تبصره
د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د شیخ اباد د دارالعلوم معتمد
 قاري عبدالهادي  د دوه میلیونه او سل زره افغانيو د اختلاس په تور تېره
 ورځ د دغه ولایت د مستوفیت د معلوماتو پر بنسټ د ملي امنیت د مؤظفینو له
 لورې لاس په لاس ونیول شو .
نوموړي تېره ورځ د میدان وردګو ولایت په مستوفیت کې د دغه ادارې د دوه
 کارکوونکو سره یو ځای په داسې حال کې ونیول شو،چې په جغلي اسنادو د یو
 میلیون او اته سوه زره افغانیو له ویستلو وروسته یې یو ځل بیا په جغلي
 اسنادو د درې سوه زرو نورو افغانیو د ویستلو هڅه کوله .
د شیخ اباد د دارالعلوم یاد معتمد پخپلو جرمونو اعتراف کړی،خو د مستوفیت
 دوه کارکوونکي هر یو حبل الله او زبیر تر څېړنې لاندي دي .
د میدان وردګو والي ښاغلی عبدالمجید خوږیاڼی وایي: له تېر یو کال راهیسې
 د دغه ولایت په ټولو ملکي او نظامي ادارو کې د فساد د رېښو پيدا کولو په
 موخه کار کړی،چې د الله په مرسته اوس مهال د خپلو هلو ځلو پایلو ته
 رسیدلې یو.
ده زیاته کړه د تېرو څو ورځو په ترڅ کې یې نهه تنه د سپریم کمپنۍ د تېلو
 د خرڅلاو او  دا دې یو بل معتمد د دوه نورو ملګرو سره یوځای د دوه
 میلیونه او سل زره افغانیو د اختلاس په تور ونیول شول او دا لړۍ به نور
 هم دوام وکړي .

1 comment: