Dec 2, 2013

میدان وردګ والي دښځو څځه په ټاکنو کی دګډون غوښتنه وکړه

خپله تبصره لیکی
د میدان وردګو والي ښځې په ټولټاکنو کې ګډون کولو ته راوبللې .

د میدان وردګ ولایت والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي نن( یکشنبه) په هغه
غونډه کې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې ورځ د اسلام مبارک دین له
نظره تر عنوان لاندې جوړه شوې وه، په ټولټاکنو کې ګډون د میرمنو حق وباله
او له دوی غوښتنه وکړه،چې په راتلوونکو ټولټاکنو کې ګډون وکړي .
د میدان وردګو والي همدا راز د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه،ښځې او
نرینه د اسلام له نظره یو ډول حقوق لري،دوی کولای شي،د کور کارونو او
سوداګرۍ ترڅنګ د اسلام په چوکاټ کې په سیاست کې هم ونډه واخلي .
د ښځو چارو رئیسې اغلې وحیدې ښکلې د ښځو چارو وزیرې پیغام ولوست،چې په
هغې کې هم پر ښځو غږ شوی وو،چې په ټولټاکنو کې ونډه واخلي.
د ښځو چارو رئیسې همدا راز د خپلو خبرو په ترڅ کې په میدان وردګو ولایت
کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې پېښې د ټول هېواد په کچه کمې وبللې .
دې همدا راز په دغه ولایت کې د ولور اخیستل،د میرمنو اقتصاد او د پوهنې
په برخه کې کم سهولتونه د میرمنو په وړاندې له ستونزو څخه یاد کړ او په
دغه برخه کې د ولایت مقام د پاملرنې غوښتنه وکړه.
یادې غونډې ته یو شمیر نورو میرمنو،دیني عالمانو او قومي مشرانو هم
ویناوې وکړې او دښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې د مخنیوي په اړه یې خپل
نظرونه څرګند کړل.

خپله تبصره لیکی

تبصرې