Dec 2, 2013

میدان وردګ په نرخ ولسوالی کی موټر بم چاودنه وشوه

خپله تبصره لیکی
په نرخ ولسوالۍ کې موټر بم چاودنې یوویشت تنو ته مرګ ژوبله واړوله .
د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ مخې ته نن دوشنبه
سهار شاوخوا شپږ بجې د یوه موټر بم چاودنې چې مازده ډوله وو، له امله یې
څلور تنه چې درې یې د پولیسو افسران دي او یو پولیس دی وژل شوي همدا
راز په دغه پېښه کې اولس نور امنیتي کسان ټپیان شوي،چې د څلور تنو
روغتیایي وضعه یې د اندېښنې وړ او د پاتې نورو ټپونه سطحي دي .
د یادې پېښې ټپیان د میدان وردګو ولایت مرکزي او د کابل څلور سوه بستریز
روغتون ته د درملنې په موخه ولیږدول شول .
د دغه چاودنې له امله د نرخ امنیه قوماندانۍ ودانۍ هم زیانمنه شوې او
څېرمه نورو ودانیو ته هم زیان اوښتی دی .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په یاده پېښه خپله ژوره
خواشیني څرګنده کړه،د پېښې په اړه یی دڅیړنو وړاندیز وکړ

خپله تبصره لیکی

تبصرې