Dec 10, 2013

د ماشومانو د مړینې لوی لامل سینه بغل دی

خپله تبصره لیکی
دغه خبره د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا رئیس ښاغلي غلام فاروق وردګ
 نن دوشنبه د سینه بغل ناروغې د مخنیوي په موخه د واکسین د پیل په مراسمو
 کې وکړه .
په دغه مراسمو کې د ولایت سرپرست مرستیال غزني ګل ځاځي،د ولایت د دفتر
 رئیس محمد جواد رحیمي، ولایتي روغتون،ودان روغتون او سویډن کمیټې استازو
 سربیره ګڼ شمیر نورو برخه درلوده .
د عامې روغتیا رئیس ښاغلي ډاکتر غلام فاروق وردګ یادو مراسمو په ترڅ کې د
 عامې روغتیا وزیرې پېغام ولوست او زیاته یې کړه، د سینه بغل ناروغې چې نن
 دوشنبه په ټول هېواد کې پیل شوه او د نورو واکسینونو ترځنګ به دا واکسین
 هم په دوامدار ډول له یو کال څخه کم عمره ماشومانو ته پلي کیږي .
ده د سینه بغل ناروغې د نورو ولایتونو سربیره په میدان وردګو ولایت کې
 ډېره اړېنه وبلله او په وینا یې په دغه ولایت کې له یو کال څخه کم عمره
 ماشومانو زیاته مړینه هم د دغه ناروغۍ له امله رامنځته کیږي.
د عامې روغتیا د رئیس په وینا یاد واکسین به سره له نن څخه د دغه ولایت
 په ټولو ولسوالیو کې پلی شي .
د ولایت سرپرست مرستیال ښاغلي غزني ګل ځاځي د خپلو خبرو پرمهال د عامې
 روغتیا له وزارت څخه مننه وکړه،چې د ماشومانو د سینه بغل ناروغۍ د لمنځه
 وړلو په موخه یې یاد واکسین د ټول هېواد ترڅنګ په میدان وردګو ولایت کې
 هم پلی کړ.
ده په میدان وردګو ولایت کې د یاد واکسین پلي کوونکو ته لارښوونه وکړه،چې
 د ایمانۍ دندې له مخې دې دغه واکسین په ښه توګه د ولسوالیو په ټولو سیمو
 کې په ښه توګه تطبیق کړي .

خپله تبصره لیکی

تبصرې