Dec 7, 2013

میدان وردګ: وسله والوته مرګ ژوبله اوښتې ده

خپله تبصره لیکی
په میدان وردګو ولایت کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې پنځه وسله وال
 طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د دوی یو بل قوماندان ژوندی نیول شوی دی .
د میدان وردګو ولایت په جغتو او نرخ ولسوالیو کې تېره شبه د بېلابېلو
 عملیاتو په ترڅ کې درې وسله وال طالبان وژل شوي،دوه ټپیان دي او یو بل
 طالب قوماندان د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندی نیول شوی دی .
په نرخ ولسوالۍ کې د کورنیو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې چې تېره شپه یې
 ترسره کړي،درې وسله وال طالبان ملا متین چې مشهور په شغالي وو،قاري نصرت
 الله او یو بل ملګری وژل شوي دي او همدا راز په دغه عملیاتو کې د دوی دوه
 نور کسان ټپیان شوي دي .
به همدې حال کې په جغتو ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې
 په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو سیمه ییز قوماندان ملا فرید له ټپي
 کېدو وروسته ژوندی نیولی دی .
په ورته وخت کې د مرکز میدان ښار په ممي خیلو سیمه کې هغه مزائیل چې د
 وسله والو طالبانو له لورې په مرکز میدان ښار د توغولو په موخه ځای پرځای
 شوې وه،د یوه هوایي برید په ترڅ کې لمنځه یوړل شوه .
به ترسره شویو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .

خپله تبصره لیکی

تبصرې