Dec 21, 2013

د څه باندي اتیامیلیونه افغانیوپروژې پلي سوي دي

خپله تبصره لیکی
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼی وایي د روان مالي کال چې د
 پای ته رسیدو په حال کې دی،په دغه ولایت کې د فوائد عامې ریاست له لورې د
 یو اتیا میليونه افغانیو په مالي لګښت بېلابېلې پروژې پلي کړي .
نوموړی زیاتوي په دغه پروژو کې له واورې څخه د پنځه سوه شل کیلو متره سړک
 د پاکولو،دوه شپیته پلچکونو د جوړولو،سل متره استنادي دېوال د جوړولو،د
 اوه کیلو متره پاخه سړک شاوخوا جوړول او پنځه کیلو متره تخریب شوي سړک د
 جوړولو سربېره ګڼ شمېر نورې بېلابېلې پروژې شاملي دي .
د میدان وردګو د والي په وینا یادې پروژې یې د خلکو د ستونزو د اورېدو او
 د اړتیا له مخې په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د روان مالي کال چې
 یواځې څو ورځې یې پاتي دي،پلي کړي دي .
هغه وایي : لا هم د میدان وردګو ولایت په مرکز او ولسوالیو کې لسګونه
 سړکونه جوړولو او د فوائد عامې اړوند نورو بېلابېلو برخو کې کارونو ته
 اړتیا لري،چې تمه ده،په راتلوونکي کال کې په دغه برخه کې ستونزو ته ځواب
 وویل شي.
ده همدا راز د فوائد عامې وزارت له مسؤلینو څخه مننه وکړه،چې وخت په یې د
 دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ویلی او ستونزې یې د امکان تر حده ورته حل کړي
 دي .

خپله تبصره لیکی

تبصرې