Dec 18, 2013

طالبان او چاودېدونکي توکي نیول سوي دي

خپله تبصره لیکی
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار،سیداباد او چک ولسوالیو کې د
 بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو سیمه ییز مشر او یو
 بل شکمن کس ژوندي نیول شوي،څلور وسله وال طالبان ټپیان شوي،همدا راز
 امنیتي ځواکونو شپږ زره کېلو ګرامه چاودیدونکې توکې،درنې او سپکې وسلې
 نیولي دي .
د ملي امنیت د منسوبینو د معلوماتو له مخې : د میدان وردګو ولایت په مرکز
 میدان ښار کې د امنیتي مؤظفینو د یو لړ چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې شپږ زره
 کیلو ګرامه چاودېدونکي توکې،درنې او سپکې وسلې،چې په کې د هوان ګولۍ،سپکې
 او درنې وسلې،د سړک ترغاړې د پرسونل ضد ماینونه او نور چاودېدونکي توکې د
 تېرو دوو اونیو په ترڅ کې ترلاسه کړي دي،خو د یادو توکو په تور تر دا
 مهاله څوک ندي نیول شوي .
همدا راز امنیتي ځواکونو تېره شپه په سیداباد ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو
 په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو سیمه ییز مشر قاري عبدالله ژوندي
 نیولی،همدا راز یو بل شکمن مطیع الله بیا د ملي اردو ځواکونو له لورې په
 مرکز میدان ښار کې ژوندی نیول شوی دی .
په ورته وخت کې په چک ولسوالۍ کې تېره شپه د امنیتي ځواکونو له لورې
 عملیات ترسره شوي،چې په ترڅ کې څلور وسله وال طالبان ټپیان شوي دي .
په یادو ترسره شویو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی او ښتي خو
 چک ولسوالۍ په ترسره شویو عملیاتو کې دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي .

خپله تبصره لیکی

تبصرې